د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا دوه جرمني ژورنالیستان، چي د ایران د حکومت لخوا د جاسوسی په تور نیول سوي وه، خوشي سول .
ویاند زیاتوي چي نوموړي دوه ژورنالیستان نن سهار جرمني ته راورسېدل او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر “ګواډو ویسټرویلله” لخوا یې هرکلی وسو .
خوشي سوي ژورنالیستان “مارکوس هیلویګ” او “جېنس کوخ” نومیږي . نوموړو ته د ۲۰ میاشتو د زندان سزا اعلان سوې وه .
د پریس ټي وي د راپورونو له مخي دوه جرمني ژورنالیستان د ذکر سوي سزا څخه خلاص سول، خو هر یو پنځوس زره ډالره جریمه کړل سو .
اړوند سرلیک :
جــرمـنـي : ایران دي زموږ ژورنالیستان خوشي کړي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه