کور / تازه خبرونه / کنړ : د بهرنیانو په یرغل کی په لسګونو ښځي اوماشومان وژل سوي دي

کنړ : د بهرنیانو په یرغل کی په لسګونو ښځي اوماشومان وژل سوي دي

د کنړ والی فضل الله واحدي اقرار وکړ چی د بهرنیانو د تیرې شپې په هوايي او د هاوان په بریدونو کی ۶۶ تنه ولسي وګړي وژل سوي دي.
فضل الله واحدي نن وویل چی په وژل شویو کسانو کی ۲۰ تنه یې ښځي، ۲۹ تنه یې ماشومان او پاتي نور ځوانان دي.
دغه برید د کنړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ باندي تیره شپه ناټو ځواکونو تر سره کړی دی.
د ایساف ځواکونو په دی اړه خپل بیان ندی ورکړی.
ډیری مړي او ټپیان د کنړ او ننګرهار روغتونونو ته لیږدول سوي دي.