کور / تازه خبرونه / د اروپا پولیسو افغان پولس سرتیرو ته آزمایښتي پروژه پرانیستله

د اروپا پولیسو افغان پولس سرتیرو ته آزمایښتي پروژه پرانیستله

د کابل ښار د پولیسو د دریمې حوزې ازمایښتي پروژه په یادې شوي حوزې کې پرانیستل شوه.
د کابل ښار د امنیې قومندان، جنرال ایوب سالنګي، د اروپایي اتحادیې د پولیسو د ماموریت د پولیسو د برخې مشر، سمونوال اووې ماینز او د کابل ښار د دریمې حوزې مشر، سمونوال نجیب الله سمسور، د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کابل ښار د پولیسو د دریمې حوزې مشر، سمونوال نجیب الله سمسور وویل، ” زه د کابل د پولیسو د حوزو د کارکوونکو لپاره د اروپایي اتحادیې د پولیسو د ماموریت د ملاتړ او د ظرفیت لوړلو د هڅو نه مننه کوم، دغه ازمایښتي پروژه یوه بیلګه ده او ګام په ګام به موږ په کابل کې د پولیسو نورې حوزې هم جوړې کړو.”
دغه ازمایښتي پروژه د اروپایي اتحادیې د پولیسو د ماموریت لخوا د افغاني مالکیت په چوکاټ کې، رهبري کیږي، او د اروپایي اتحادیې د پولیسو د ماموریت د ولسي یونیفورم لرونکو پولیسو د ریفورم او اصلاحاتو د کارونو یوه برخه ده. د دې یو کلني پروژې موخه د عامه وګړو د اعتماد لاسته راوړنه ده، او همدا رنګه د پولیسو او قضایي ارګانونو تر منځ د همغږیتوب پیاوړتیا، د پولیسو د سوق او ادرې د سیسټم جوړول او د استخباراتي اطلاعاتو پر بنسټ د پولیسو دندو ته وده ورکول دي.
د اروپایي اتحادیې د پولیسو د ماموریت د پولیسو د برخې مشر، سمونوال اووې ماینز وویل ” د اروپایي اتحادیې د پولیسو ماموریت دا کار یوازې نشي تر سره کولای. دا ډیره مهمه ده چې دا کار د افغان ملي پولیسو د ملاتړ او موافقې سره تر سره شي، نو ځکه افغاني مالکیت ددې پروژې مهمه برخه جوړوي. د ولسي پولیسو د جوړښت لپاره افغاني مالکیت اړتیایي ګڼل کیږي.
دغه ازمایښتي پروژه د کابل د نورو حوزو لپاره یوه بیلګه ده، چې وروسته به د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
د پولیسو دریمه حوزه د کابل ښار په مرکز کې موقعیت لري، او د ۲۰۰ په شا او خوا کې کارکوونکي لري.