ملي وحدت

ملی وحدت


دریو لسیزو جگړو که له یوی خوا د هیواد په اقتصادی ، تعلیمی او اجتماعی بنسټـونو باندی منفی اغیزی و کړی او زموږ هیواد ئی وران ویجاړ او په کنډواله بدل کړ خو له بلی خوا ئی د قومونو په یوالی او اتحاد هم تر یوی اندازی بدی پایلی درلودی. د دی هیواد وروڼه قومونه چی د تاریخ په اوږدو کی ئی تل یو د بل په خوا کی په سوله ایز ډول ژوند کړی وو او په هر وخت کی چی هیواد ته خطر پیدا شوی وو په گډه ئی د هیواد نه په کلکه او د خپلو سرونو په قربانولو دفاع کړی وه هیڅکله ئی هم په خپلو منځو کی په ژبنی او قومی لحاظ کوم مشکل نه درلود چی دا حالت ډیرو افغان دښمنه کړیو ته د زغملو وړ نه وو او تل ئی کوشش کاوو تر څو په هره ممکنه وسیله دا یوالی او اتحاد له منځه یوسی. د لوی خدای نه شکر گذاره یو چی د هیواد دښمنان تل په خپلو دسیسو کی ناکامه شول او هیڅکله هم و نتوانیدل چی د خلکو په منځ کی یوالی او دوستی له منځه یوسی. دا چی ځینی حلقی د خپلو شخصی گتو لپاره په لوی لاس د غو اختلافونو ته اوس هم لمن وهی زما په نظر دوه عوامل دی:
1. خارجی عوامل
2. داخلی عوامل


خارجی عوامل هغه هیوادونه دی چی دوی کوشش کوی په مختلفو ډولونو باندی زموږ په هیواد کی د قومونو ترمنځ دشمنی را منځ ته کړی ځکه دوی پوهیږی چی تر هغه وخته چی دا قومونه په خپل منځ کی سره متحد وی دوی نشی کولای په دی هیواد کی خپلو نا مشروع موخو ته ورسیږی. په 19 پیړی کی انگریزانو زموږ د هیواد د اشغال لپاره دهمغی مشهوری پالیسی نه کا راخیست چی تفرقه واچوه او حکومت و کړه انگریزان کله چی زموږ هیواد ته راغلل نو ډیر تلاش ئی و کړ تر څو د مجاهدینو د رهبران تر منځ تفرقه واچوی مگر و نتوانیدل ، همغه وو چی ډیره شرمناکه ماتی ئی و خوړه او سره له دی چی دوی د همغه وخت د ڼړی یو ستر پوځی طاقت وو او د دوی په آمپراطوری کی لمر نه ډوبیده ولی د افغانستان د خوار هیواد نه ئی داسی ماته و خوړه چی د دوی ماتی او د افغانانو زړورتیا او میړانه د ډیرو نورو هیوادو لپاره د عبرت درس شو او همغه وو چی په نورو هیواد و کی هم خلک د انگریزانو په ضد را و پاریدل او ورو ورو د انگریزانومغرورانه آمپراوطوری په ړنگیدو شوه او د نړی ولسونه د دوی له استعماری منگولو نه خلاص شول. اوس هم په هر هیواد کی چی دوی خپلی گټی په تاوان کی ووینی نو بیا هلته کوشش کوی تر څو خپلو موخو ته در سیدو لپاره د ځینو حلقو او آشخاصو په مرسته د خلکو په منځ کی تفرقه واچوی.
کله چی په شلمه پیری کی بل زبر ځواک شوروی اتحای په افغانستان حمله وکړه او افغانستان ئی اشغال کړ نو هغو هم د انگریزی سیاست نه استفاده کوله او د اقلیتونو نه د دفاع په نامه ئی ځینی گروپونه مسلح کول او هغوی ئی د نورو قومونو سره د جنگ لپاره لیږل او تل به ئی دا تبلیغ کول چی د اقلیتونو حقوق تر پښو لاندی شوی دی او هغوی ته به ئی ویل چی دوی باید خپل حقوق په زور باندی تر لاسه کړی مگرم دوی هیڅکله په خپل هیواد کی د اقلیتونو حقوقو ته پاملرنه نه وه کړی د شوروی اتحاد په وخت کی چی 15 جمهورتونه ئی درلودل د ټولو جمهوریتونو امتیازات یوازی د روس چمهوریت ته ورکړل شوی وو او په ټول جمهوریتونو کی ټول عالی پوستونه دروسانو په لاس کی ول مگرم زموږ په هیواد کی دوی اقلیتونه تحریکول چی باید د حق اخیستو لپاره و جنگیږی چی متاسفانه دا لړی اوس هم دوام لری. تاسو و گوری په ایران کی چی تر 15-20 فیصده زیات سنی مسلمانان لری حتی د جومات د جوړولو اجازه نه ورکوی مگرم زموږ په هیواد کی اقلیتونو ته سلاح ورکوی تر څو د نورو قومونو سره و جنگیږی ، په ایران کی تر دیرش فیصده زیات ترکان او عربان اوسیږی ولی د هغو لپاره هیڅ قسم امتیاز نشته نه ئی ماشومان په خپلو ژبو لوست کولای شی او نه هم تلویزونی نشرات لری مگرم زموږ په هیواد کی بیا د قوم ، مذهب او ژبی په نامه د خلکو په منځ کی اختلافات اچوی. خارجی هیوادونه د دی ټولو بیشرمانه لاس وهنو سره سره بیا هم نه دی تواندلی چی 100 فیصده خپلو موخو ته ورسیږی ځکه دلته هیڅ وخت خلکو نه دی غوښتی چی د قوم ، ژبی او مذهب په نامه و جنگیږی ولی متاسفانه ځینی پا په اصطلاح روشنفکران او خود غرض او د خارجی کړیو مزدوران دی چی د داخلی عواملو سبب گرځیدلی او تر یوی اندازی پوری ئی بی اعتمادی را منځ ته کړی ده.
داخلی عوامل ، د خارجی عواملو په څنگ کی ځینی وطن پلرونکی او په شخصی گټو مین اشخای او ډلی دی چی په داخل کی د قومونو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهی او همغه د انگریزانو ، شورویانو او ایرانیانو تبلیغان کوی او داسی تبلیغ کوی چی گویا پښتنو د نورو قومونو حقوق تر پښو لاندی کړی دی او دغه اشخاص او ډلی ځانونه د هزاره گان تاجکانو ازبکو مشران او نماینده گان بولی مگرم دوی دا کارونه یوازی او یوازی د امتیازاتو د اخیستو لپاره کوی او کله ئی چی امتیازات واخیستل نو بیا خبره ختمه شی. دافغانستان خلک او قومونه لکه مخکی چی می وویل په سلهاوو کلونه یو دبل سره څنگ په څنگ سوله ایز ژوند کړی. که چیری دا په خپلو گټو مین او خود غرض مشران نه وی فکر نکوم چی هیڅ یو قوم دی له بل قوم سره مشکل ولری . زما په اند د افغانستان قومونه په یوه بڼ کی د گلانو بڼه لری هر گل ځانته ښایسته او ځای لری او د هر گل په و چیدو د بڼ ښکلا له منځه ځی. زه فکر نکوم چی په په نړی کی به داسی هیواد وی چی هلته به ټول و گړی په یوه ژبه ، یو دین او د یو ټبر وی نوباید د متمدنه انسانان په څیر او دالهی ارشاداتو مطابق چی وایئ د انسانانو تر منځ برتری یوازی په تقوا کی ده باید عمل و کړو داچی موږ شکر ټول مسلمانان یو او ځینی خو بیا ځانونه ستر مجاهدین او د دین ټیکه داران هم بولی نو باید هیڅکله د قوم او ژبی په لحاظ دخلکو تر منځ اختلافاتو ته لمن و نه وهو او نه هم خارجی عواملو ته زمینه برابره کړو چی موږ په مختلفو نومونو سره وویشی او دوی په موږ حکومت و کړی. هغه د پښتو متل ده چی وائی ” که تا ویل چی زه یم او ما ویل چی زه یم ، نه به ته ئی نه به زه یم ، او که ما ویل چی ته ئی او تا ویل چی ته ئی ، هم به ته ئی هم به زه یم \” په دی متل کی ډیر لوی درس پروت ده موږ باید پوه شو چی زموږ خوشحالی، موفقیت ، سر لوړی او خوشحالی په یو والی او وحدت کی ده. نو راځی چی د دی وران ویجاړ هیواد د آبادی لپاره لاسونه سره ورکړو او نور نو د پردیو په دسیسو و نه غولیږو په یو والی کی خیر ده او په یو والی کی د الله رضایت ده.


په در نښت