کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / عبادت او که بدعت !

عبادت او که بدعت !

 خدای یی مه بوله بی شکه چی بنده ده 
                    نور یی ټول واړه صفات دی په ريښتیا  (رحمان بابا )


له څو کلو را پدی خوا کله کله چه د تلویزونو دینی خپرونی اورم او یا خو کله کله چه په شخصی مجلسو کښی ناسته پاسته کوم. د بعضی افراد او اشخاصو حتی د ملایانو له خوا د رسول اکرم (ص) د (میلاد النبی (ص) ) د ورځی ټول عبادتونه لکه د قران اعظم الشان ختمونه، د خیراتو ورکونه، د حضرت رسول پاک د نیکو اخلاقو یادونه، او یا خلکو ته د نهی او منکر څخه یادونه په بدعت (کناه) محکو موی.
دوی استدلال کوی چه ددی ورځی یادونه د رسول پاک په زمانه کښی نه ده تر سره شوی.
نو هر څه چه په تیرو زمانو کښی نه وی تر سره شوی اوس د هغو تر سره کول بدعت (ګناه) ده.
دا ټولی خبری او تبلغ په داسی مضمون او شیوه ترسره کوی چه دعامو خلکو زهنونه او افکار مغشوش کوی.
او که څوک په مقابله کښی ورسره مخامخ کیږی بیانو د (اګر، مګر که دغسی وی او یا هغسی وی) له کلیمو څخه ګټه اخلی او د ځان لپاره د تیښتی لاره پيدا کوی.
او کله کله خو دا خلک چه په مجلسو کښی دځان له مقابلی سره څوک ونه وینی بیا نو امامان، مجتهدین، مشایخ د قران اعظم الشان او مبارکو احادیثو په نه پيروی متهم کوی او په غیر مستقیم شکل یی تر حملی لاندی نیسی او په ډیره بی حیایی او ګستاخی سره وایی چه : ( زه له قران اعظیم الشان او مبارکو احادیثو څخه پرته) د بل چا پیروی نه کوم.
بدبختانه کله چه د دغو خلکو ضد او نقیض خبری سړی اوری او یا خو کله چه دا خلک د ځان لپاره د قرار او کله د فرار موقعیت غوره کوی هر چاته دا مسئله روشانه کیږی چه دا خلک له دو حالاتو څخه دباندی نه دی.
یا خو دا چه دوی د پیروی په معنی نه پوهیږی.
یا خو دوی خپله غواړی چه ځانونه د خلکو پیروان کړی.
په داسی حال کښی چه دوی د خپلی پيروی مرجع او اشخاص خلکو ته نشی واضع کولای.
په هر صورت ددی لپاره چی اصلی موضوع را څخه پاتی نه شی مونږ د حضرت رسول پاک د ورځی د یا دونی په هکله وایو چه :
زموژ په هیواد کښی کله چه ددغی ورځی لمانځنه له پيړیو را پدی خوا د مذهبی مشرانو تر لارښوونی تر سره کوله او یایی اوس لمانځو په دغه خیال او روحیه نه وه او نه ده چه په دغه ورځ د قران اعظم الشان ختموال، د خیراتو ورکول، د رسول پاک د نیکو اخلاقو او سجایاو یادونه او بالاخره د نهی او منکر یادونه فرض، واجب او یا سنت ده چه په نه کولویی سړی ګنهګار شی چه څوک ورته بدعت ووایی.
بلکه په دغه ورځ د قران اعظم الشان لوستنه، د خیراتو ورکونه، د رسول پاک د نیکو اخلاقو یادونه او بالاخره د امر بالمعروف او نهی او منکر د یادولو ممانعت هم نه ده شوی.
نه پوهیږم چه د دغو بزرګوارانو حساسیت د دغی ورځی له لمانځلو سره له کومی وجی ده؟
که د اسلامی او غیر اسلامی هیوادو تاریخی پاڼی را واړو په هر هیواد کښی ملی او مذهبی ورځی د ډیرو زیاتو مصارفو په ذغملو په ډولو او سورڼو سره لمانځل کیږی.
تر څو د دغو ورځو د سر ښندونکو کار نامی د هر وخت لپاره د خپلو ولسو په منځ کښی ژوندی و ساتی.
خو موژ د هغه چا د کارنامو په یادولو چه انسانی ټولنۍ ته یی انسانیت راوړی. د هغه چا د کارنامو په یادولو چه الله پاک په قران اعظیم الشان کښی ورته رحمت العالمین ویلی د بدعتیانو په نامه محکو موی.
نه پوهیږم چه دا محترمین په کومو اخلاقو، په کومه تقوا، په کومه پرهیزګاری، په کوم دیانت او بالاخره په کوم جرات دغه ورځ مړه کوی او لمانځل کوونکو ته یی بدعتیان وایی.
که دغه کسان وائی چه هر څه چه د رسول پاک په زمانه کښی نه وی تر سره شوی او اوس تر سره کیږی هغه بدعت ده. نو زموژ ژوند او د همدغو کسانو ژوند ټول له بدعت سره ګنډلی ده.
د مثال په ډول :
1 د رسول پاک په زمانه کښی خو مذهبونه نه ول خو اوس موژ او همدغه کسانو ټولو خپل دینی او ورځی معاملات د مذهبو په چوکات کښی عیار (برابر) کړی. نو اوس دوی مذهب ته عبادت وایی او که بدعت.
2 د حضرت محمد مصطفی (ص) په زمانه کښی خو احادیث شریف هم نه ول را ټول شوی اوس دغه محترمین د دغو احادیثو را ټولونکو ته عبادتیان وایی او که ورته بدعتیان وایی.
3 د رسول پاک په زمانه کښي قران اعظم الشان هم په دغه ترتیب چه اوس ترتیب شوی نه وه ترتیب شوی، اوس دغه محترمین د قران اعظم الشان ترتیب کوونکو نه عبادت کوونکی وایی او که ورته بدعتیان وایی.
4 د رسول پاک به زمانه کښی خو قران اعظم الشان هم ( د ښواو صحح لوستلو په خاطر) په زور زیر، پیش، شد او داسی نور علایمونه و مذین شوی
اوس دغه جنابان د دغه کار تر سره کوونکو ته عبادتیان وایی او که ورته بدعتیان وایی.
5 د حضرت محمد مصطفی (ص) په زمانه کښی خو د تراویح لمونځ په جمع نه وه تر سره شوی اوس چه د تراویح لمونځ په جمع تر سره کیږی ایا دوی یی منی او که ورته بدعت وایی.
6 د حضرت محمد مصطفی (ص) په زمانه کښی طریقت هم نه ؤ ایا اوس یی دوی منی او که ورته بدعت وایی.
7 د حضرت محمد معطفی په زمانه کښی د لمانځه نیت هم په اراده کشی تمثل کیدو. په دغو الفاظو او جملاتو چه اوس یی موژ له ارادی سره سره وایو چه : (نیت می کړی د زړه له اخلاصه دری رکعته لمونځ کړم فرض قطعی خاص خدای (ج) لپاره په دغه حاضیر وخت د نن ماشام مخ می کو په لوری د کعبی شریفی الله اکبر) نه ؤ ایا دغو کسانوته دوی بدعتبیان وایی.
برسیره په دی چه زموژ امامانو، فقهاو، مجتهدینو او مشایخو د بی حسابه او نه ستړی کیدونکو هلو ځلو له برکته د قران اعظیم الشان له ډیرو معنی ګانو څخه ډکو ایاتونو او د محتویاتو څخه ډکو حدیثونو په رڼا کښی د اوسنی زمانی د ډیر پرمختللی تخنیک او تکنالوژی په مقابل کښی زموژ ټول مشکل حل کړی او د هېڅ ډول نیمګړتیاو احساس هم نه کوو.
سوال دا ده چه له پيړیو پيړیو را پدی خوا زموژ په ټولنه کښی دا سوالونه او اندیښنی نه وی خو اوس په نا ببره ډول له کومه دا سوالونه او اندیښنی را پیدا شوی.
حقیقت د موضوع داده چه: زما په خیال په هره ټولنه کښی چه جنګ خپله لمن غوړ ولی وی د هغی ټولنی لکه څرنګه چه نظامی ثبات، اقتصادی ثبات، سیاسی ثبات، ټولنیز او فرهنګی ثبات له منځه وړی به عین شکل د جنګ له منفی اثراتو څخه عقیده او مذهب هم بی تاثیره نشی پاتی کیدای. په دی هکله زه یو ژوندی مثال لرم چه :
موژ ته په ټول عمر علماو ویل چه ځان وژنه په هر ډول شرایطو کښی حرامه ده.
داهم راته ویل شوی چه په اسلامی اصولو کښی د یهودو او نصاراو عبادت خانو ته بی اعتنایی او سپکاوی کول ګناه ده
خو نن ځان وژونکی چه په لس ګونو بی ګناه انسانان هغه هم د خدای (ج) په کور کښی د بندګی په صورت کښی له ځانه سره وژنی هغه ته بعضی افراد او اشخاص خو څه، بلکه ډیر ملایان ورته د حق د لاری شهید او فدایی وایی. موژ نه پوهیږو چه دغه روایتونه په کوم کتاب کښی دی، او فتوایی څوک ورکوی.
په داسی حال کښی چه د ټولو مخلوقاتو د سر تاج (حضرت محمد مصطفی (ص)) د ورځی لمانځل کوونکو ته بدعتیان وایی. العیاذو باالله
په هر صورت : نور نه غواړم چی د بمبرو په ځالو کښی ګوتی ووهم د ډیر پياوړی صوفی وړاندیز د الله پاک حضور ته وړاندی کوم چی ویلی یی دی.
الهی چنان کن انجام کار که تو خوشنود باشی و من رستګار
په درناوی