د پرژواک خبري آژانس سايټ مې د نويو خبرونو او رپوټونو په نيت راواړاوه او غوښتل مې چې يوه شيبه د هيواد د نويو پيښو څخه ځان خبر کړم او د يو شمير رپوټونو او خبرونو سرليکونه له نظره تير کړم، چې په دې وخت کې مې په داسې يو نظر شو: (( د غزني د ولايتي شورا رييس ادعا وکړه، چې په تېرو څلورو کلونو کې سم والي دغه ولايت ته نه دى راغلى او له مرکزي حکومت څخه يې غزني ته د يوه کارپوه والي غوښتنه وکړه)) د خبر دې برخې په لوستلو سره مې په غزني کې د تيرو کلونو د کارونو خاطرې او ورځې شپې را په زړه شوې، چې ددې خبر په لوستو سره مې حيرانتيا لا نوره هم زياته شوه، ځکه غزنى د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې په تيرو څو کلونو کې يوه والي هم له کال او شپږو مياشتو زيات وخت نه دى په کې تير کړى ، خو يوازې اسدالله خالد، چې کوم لومړنى مقاومت پکې کړى!! دده له بدليدو وروسته په غزني کې ټول وروستي جنجالونه او مشکلات، چې يو يې هم د وخت په وخت د والي تبديليدل دي راپاڅيدل او بيا هيڅ کوم والي په دې ولايت کې ښه ورځ نه ده موندلې او نه يې هم له کال يا شپږو مياشتو زيات وخت په کې تير کړى دى، خو که چيرې وپوښتو چې دا ټول ولې او څنګه داسې يو مهم ولايت هر کال د لويو بدلونونو شاهد دى، نو له زياتې شرحې پرته بايد دومره وويل شي، چې دا ټول د هغو فاسد چارواکو له برکته دي، چې د ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په لومړنيو څلورو کلونو ددې ولايت په بيلابيلو دولتي پوستونو وګمارل شول، چې ښې بيلګې يې د غزني شاروال او يو شمير نورې دولتي څوکۍ دي، چې د شمال ټلوالې سره يې پوره تار درلودل او په هر ډول نادودو کې په پراخه پيمانه لاس درلود.
دا چې د غزني ولايت په ډيرى لوړو دولتي پوستونو کې هماغه پخواني مفسد چارواکي په دنده پاتې شوي او دغه چارواکي که هر څوک دي، خو تر منځ يې ډير څه شريک دي؛ په اداري فساد، اختلاس او… کې د ګډ لاس درلودل او په دې برخه کې د ټولو تر منځ د راز شراکت او د نظر يووالى ، ددې ډول کسانو له يو او بل څخه په دې خاطر ويره، چې که چيرې دى د نوي والي ملاتړ وکړي او دغه نوى والي دده ملګري پسې د هغه تور اسناد راوباسي نو څرګنده ده، چې تورن کس له دې خبريږي، چې دده پلانى مفسد ملګرى خو د والي خوا کوي او کيداى شي زما د کړو نارواوو څخه هم ده معلومات ورکړي وي، نو ځکه خو دلته ويلاى شو، چې ددې ډول ټولو مفسدو چارواکو په خپل منځ کې سره لاس او سلا ده پښتو متل دى، چې وايي: (( سپين سپى تور سپى ، ليوه ته يو سپى))، نو دلته نن ددوى هم دغسې يو لاس والى ددې سبب شوى، چې هر والي يا خو په خپلې خوښې راوګرځوي او له هغه څه يې ګوښه کيدو ته اړ کړي، چې ددوى د ناولو کړو په رسوا کيدو کې مرسته کوي او راڅرګنديږي.
خو لکه د تير په څير کوم والي له دوى سره په دې برخه کې مخالفت څرګند کړي، نو بيا خو د هغه مخالفت ددوى د رسواينې لپاره سمه لاره ده او دا ددوى په تاوان دى؛ له همدې کبله دا ډول مفسد د هر والي شتون په دې ولايت کې نه شي زغملاى په داسې حال کې ، چې په تيرو څو کلونو کې ګڼ شمير په کار پوه او وړ کسان ددې ولايت د ولايت پر ګدۍ کښيناستل، خو ددې مفسدو له شره په امان کې پاتې نه شول او په دې واليانو پسې يې بيلابيل تورونه پورې کړل تر څو د مرکزي ړانده افغان حکومت لخوا لرې کړاى شول.
موده وړاندې، چې مې کله په غزني کې د خپل مارکيټ لپاره ټاکلي منشي غزني ته په دې خاطر وروغوښتم، چې له مستوفي سره يې د مارکيټ د ماليې پر سر جنجال رامنځته شوى و، نو غزني ته په تګ سره مې له خپل منشي څخه د موضوع په اړه معلومات وغوښتل، هغه راته وويل، چې مستوفيت د څو تيرو کلونو ماليې د نه تحويل په خاطر لوړه جريمه غواړي په داسې حال کې چې په تيرو کلونو کې نه مستوفيت د ماليې غوښتنه کړې وه او نه يې هم په دې برخه کې څه څرګنده کړې وه، خو اوس وايي، چې يا به يې خوله ور خوږه کوو( يعني رشوت به ورکوو) او يا به هم اړ يو، چې په لوړه کچه به جريمه ورکوو تر څو يې دوى په خپل منځ کې سره وويشي، چې له همدې کبله مې نږدې شل ورځې ورته تيرې کړې په کابل کې مې له خپلو تجارتي کارونو ځان غير حاضر کړو او تاوان مې هم په ځان ومنلو، خو چې و نه شوه، نو په مجبوريته اړ شوم، چې د خپل مارکيټ د هر دکان د اته کلنې ماليې پر سره مستوفيت ته ٥٠٠٠ افغانۍ رشوت ورکړم او دا هغه څه دي، چې يوازې زه دې ناروا کار ته نه يم اړ شوى، بلکه د غزني ښار له ټولو اوسيدونکو سره همداسې وشول او د ماليې وزارت په دې برخه کې څيړنې هم کولاى شي، ځکه ددې وزارت لخوا ګمارل شوي هيئت هم د رشوت په اخيستلو کې صرفه و نه کړه. خو زه نن هم خپل ځانته په دې خجالت يم، چې کاشکې يې دغه پيسې په يوې مشروع جريمې را نه اخيستې واى او د دولت بوديجې ته يې ګټه رسيدلې واى، نه دا چې د مفسدو جيبونو ته لويدلې واى او له دې سره د اداري فساد کچه نوره هم لوړه شوې واى، خو څه چاره مې کړې واى؟ چا او کومې مرجع ته مې عرض کړى واى او څوک مې له خپله درده خبر کړي واى.
دا يې هغه بيلګه وه، چې ما يې خپله په خپله يادونه درته وکړه او د بل د خولې خبره نه وه، چې په همدې ډول د غزني په ګڼو نورو دولتي ادارو کې، چې چارواکي يې پخواني مفسدين دي په همدې ډول پراخ فساد شتون لري او له امله يې هيڅ يو ريښتينى والي، چې په دې ولايت کې ددې مفسدو لپاره ريښتينى ناظر وي نه شي پاتې کيداى او بيا هر مفسد چارواکى د (( ړندو خبريالانو!!)) په واسطه دا خبره راپورته کړي، چې غزني ته دې يو د کار وړ او مناسب والي راوليږل شي.
په پاى کې به خپله ليکنه په دې دعا را ونغاړم، چې خداى دې مرکزي حکومت او دې ولايت ته راتلونکي! واليانو ته هدايت وکړي، چې په غزني کې په لوړو پوستونو مقرر مفسد چارواکي له دندو ګوښه کړي.
يادونه: که څوک څه ويل غواړي، نو له ما سره دې زما په بريښناليک اړيکه ونيسي. baaz1389speen@gmail.com