تراوږده ځنډوروسته نن جمهورريس كرزي ۳۴ انتصابي سناتوران مشرانوجرگې ته وروپيژندل .
دپارلماني چارو وزارت وايې چې پدغوسناتورانوكې ۱۶ نوي څېرې اوپاتې ۱۸ يې له مخكنيوڅخه ټاكل سوي
په مخكنيوسناتورانوكې دحضرت صبغت الله مجددي ،حامدگيلاني اومولوي ارسلارحماني نومونه هم شامل دي
له دغو۳۴ سناتورانوسره دمشرانوجرگې ټول غړي پوره سول
داساسي قانون پربنياددمشرانوجرگې له ۱۰۲ غړوڅخه ۲ برخي يې بايدله ولايتي اودوالسوااليوله شوراگانواوپاتې دريمه برخه يې چې انتصابي دي دجمهورريس له لوري معرفي سي .
په تيره دوره كې حضرت صبغت الله مجددي دمشرانوجرگې ريس وو .
خودوې اونۍ مخكي دمشرانوجرگې غړو خپل منځي ټاكني وكړې چې فضل الهادي مسلم ياريې دريس په توگه ټاكلى .
كه څه هم دمشرانوجرگې د دريمي برخي غړوپه نشتون كې دغه ټاكني سوي ،خولاهم معلومه نده چې نوي غړي به پردغوټاكنوقناعت وكړي اوكه نه ؟
حقوق پوهان پدې باوردي چې دمشرانوجرگې د۳ سره برخوغړوپه شتون كې بايددغه ټاكني ترسره سي .