کور / تازه خبرونه / جلال اباد:ناڅرګندو وسله والو پر کابل بانک بريد کړی

جلال اباد:ناڅرګندو وسله والو پر کابل بانک بريد کړی

شېبه وړاندې په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ مخې او ولايت مقام تر څنګ د کابل بانک پر ودانۍ نا څرګندو وسله والو بريد وکړ چې د مرګ ژوبلې په اړه يې تر دې دمه کره معلومات نشته،ځايي چارواکي د بريد پخلی کوي،خو وايي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي. بل پلو د بريد پړه هم تر اوسه چا نه ده منلې. د ښار په ختيزه برخه کې لاهم د خال خال ډزو غږونه اورېدل کېږي. ددې خبر بشپړ جزيات به درته وروسته وړاندې کړو.