کور / تازه خبرونه / كندهار:امريكايي استازى،اوږمهاله مرستوته ژمن يو

كندهار:امريكايي استازى،اوږمهاله مرستوته ژمن يو

دافغانستان اوپاكستان لپاره دامريكاسرپرست استازي (فرانک روديروژو)دكندهارله ولايتي چارواكوسره په كتنه كې ويلي چې هيواديې چمتودى چې په ۲۰۱۴ كال كې امنيتي چاري افغان ځواكونوته وسپاري .
پدې اړه دولايت مقام له مطبوعاتي دفترڅخه خپره سوې خبرپاڼه وايې چې والي پوهنوال توريالي ويساله دغه جگ پوړي امريكايې پلاوي سره په خپلوخبروكې ويلي چې ، اوس مهال د کندهار ښار او شا وخوا سيمو د امنيتي وضعيت پر لا پياوړتيا کار کوي او د پرمختيايې چارو د لا پياوړتيا لپاره يې غوښتنه وکړه چي مرستندويه ادارې دي په کليدي رياستونو کي خپلي اړوندي څانګي فعالي کړي.
خبرپاڼه د(فرانک روديروژو)په نقل قول ليكي ،چي دولت يې له افغان متحدينو سره خپلو کړو ژمنو ته وفاداره دى او له ٢٠١٤ کاله وروسته به هم په افغانستان کي خپلو پرمختيايې چارو ته دوام ورکړي.
خبرپاڼه زياته وي چې پدغه كتنه كې د امنيتي، پرمختيايې، د محلي پوليسو او د سولي او بيا يو ځاکېدني د پروسې په اړه هم خبري وسوې .
(فرانک روديروژو)دهالبروك پرځاى چې تيره مياشت دزړه دحملې له كبله مړسوو ،دافغانستان اوپاكستان لپاره دامريكادسرپرست استازي په توگه ټاكل سوى.
هاخوابيادامريكادباندنيوچارو وزارت اعلان وكړچې يومتقاعدديپلومات مارك گراسمن يې دافغانستان اوپاكستان لپاره دځانگړي استازي په توگه ټاكلى .