کور / سياسي / د روانو ملي پاڅونو پایلې څه کېدای شی ؟

د روانو ملي پاڅونو پایلې څه کېدای شی ؟

 د ملي پاڅونو لړۍ چې عربي نړۍ او د عربو په اصطلاح عجمی اسلامي هېوادونه یو په بل پسې رالاندې کوي له کومه پيل شوه ، څوک پکې ګډون لري ، له بهره يي څوک ملاتړ کوي ، چیري ځي او څه پایلې به ولري هغه اندیښنې او پوښتنې دي چې د نن ورځې ټولې نړیوالې رسنۍ پرې تاوده بحثونه لري او د افغاني رسنیو په منځ کې هم وتلی ځای نیسي .
ایا یوازې عربي او اسلامي نړۍ خانه ټکانۍ ته اړتیا لري ، که لویدیځ هم باید له دې هېوادونو سره خپلې اړیکې خانه ټکاني کړي ، یانې ددې نړۍ د مستبدو رژیمونو له ملاتړه لاس واخلي او د زورواکانو د ملاتړ پرځای د دیموکراتیو ارزښتونو او ځواکونو څخه ننګه وکړي ؟ 
ایا د عربي نړۍ ترڅنګ نورهېوادونه لکه اسراییل ، اروپا او امریکا د عربي او اسلامي نړۍ سره د اړیکو د بیا سمون اړتیا نه ویني او که يي ویني دا اړتیا چیري بیان شوی او کومې برخې په غیږ کې نیسي ؟
دا باید له یاده ونه وځي که یادشویو هېوادو کې پاڅونونه یوازې د ملي کچې ستونځو په له منځه وړلو کې بریالي هم شي او لویدیځ سره د اړیکو بیا سمون او رغون ته پاملرنه ونکړي ، په ډېرو برخو کې به دا پاڅونونه بیا نیمګړي وي . یوازې به کته بدله شي ، زړې څېرې به لري شي نوې به راشي ، خو د ولس برخلیک به همغه وي . د ولسونو ستونځې به نه یوازې چې کمې نشي بلکې څو وارې به نورې هم زیاتې شي .
په تونس کې د مرګونو او سختو بلواګانو او لاریونونو په مټ ، ولسمشر زین العابدین له ۲۳ کاله واکمنۍ  روسته سعودي عربستان ته وتښتید . هغه عربستان ته چې د لویدیځ او په تېره بیا د امریکې د پوځ په ملاتړ د محبوبي په  وسپنیزه کلا کې خوندي ساتل کیږي . هغه عربستان چې د امریکې په ملاتړ هلته هرډول دیموکراتیک خوځښت او د انسان لومړني حقوق چقول کیږي . البته له تونسه یوازې علي بابا ( زین العابدین ) وتښتید . د هغه څلویښت غله ملګري اوس هم په تونس کې واک چلوي . که د تونس ولس چې په لسګونو کلونو د لویدیځ په ملاتړ د زین العابدین چپه میچنو ځورولي په هوښ رانشي نو د لویدیځ په مټ به د یوه بل ښامار په کومي کې ورپریوځي او د نورو بېشمېره قربانیو په زغملو به د بل پاڅون په تمه لسګونه کلونه تېر کړي !  
خو خړی هم له برګي کم نه و، په مصر کې هم ولسمشر حسین مبارک ۳۰ کاله د لویدیځ او امریکي په ملاتړ واک وچلاوه. نوموړی هم لکه زین العابدین پشان په ښه خوندي توګه د شرم الشیخ ټاپو ته وتښتید . ۳۰ کاله يي د امریکي په ملاتړ د مصر ولس وځپه . د فساد او بیروکراسۍ رژیم يي مصری ولس تر پزې ورساوه . د فلسطین غورځنګ يي د اسراییلو په وړاندې له پښو راوغورځاوه او د لویدیځ په وړاندې يي مصریان د جمال ناصر د ملي غورځنګ د ملاتړ په ګنا پلپسې وټکول . یوازې اوس ورته د امریکایانو ناڅاپي پام شو چې اخ په مصر کې خو دیموکراسې نشته او باید په بيړه د ګراموفون ریکاټ بدل شي !
« د امریکا ولسمشر بارک اوباما د واک دا سوله ایز انتقال وستایه . نوموړي وویل د مصر خلکو خپلې غوښتنې په ډاګه کړې ، د دوی غږ واوریدل شو او مصر به نور د پخوا په شان نه وي .


نوموړي ډاډ ورکړ چې دوی به د مصر سره ولاړ وي او په مصر کې دیموکراسۍ ته د نظام د انتقال په پروسه کې هرراز مرستې ته چمتو دي.


اروپايي ټولنې هم د حسنې مبارک ددې پریکړې تود هرکلی کړی چې واک يې پریښود. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې کاترین اشټان وويل: مبارک د خپلو خلکو غوښتنو ته غوږ ونیو او ویې منلې.


د برتانیې صدراعظم ډیويډ کامرون او د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي بیا په مصر غږ کړی چې د ازادو انتخاباتو خوا ته دې چټک ګامونه واخلي .


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن هم په مصر کې د واک د سوله ایز انتقال هرکلی کړی او په دې هیواد کې يې د بې پرې انتخاباتو غوښتنه کړې ده . »
د اوباما له پام سره سم  په یو دم د ټول لویديځ او بلاخره د ملګرو ملتو د سرمنشي بان کیمون هم ناڅاپه پام شو . راشه که يي ګوري !


«  د امريكې متحده ايالات په مصر كې رامنځته شوې پېښې له نږدې څاري.  د متحده ايالاتو ولسمشر باراك اوباما وويل چې د مصر د خلكو سياسي غوښتنې او اصلاحات، ټولنيزې او اقتصادي ستونزې بايد له نږدې  تعقيب شي او د لاريون كوونكو په وړاندې دې له زور زياتي كار وا نه خيستل شي »


بلخوا ویل کیږي چې د وینسېنت وانګوخ مشهور انځور ( کوکنار ګل ) چې ارزښت يي ۵۰ میلیون ډالره اټکل کیږی په قاهره کې د محمود خلیل له موزیم څخه غلا شوی . همدا ډول د مصر د لرغونو اثارو وزیر زاهي حواس په وینا  «  دا د خواشینۍ خبره  ده ، چې د قاهرې له موزیمه ۱۸ توکي ورک شوي، چې په کې د توت عنخ امون پاچا له لرګیو جوړه مجسمه هم وه، او بله هغه ټوټه وه چې توت عنخ امون پاچا په نېزه د کبانو ښکار کوي . »
که په دغسې پاڅونوکې د غلو مخه ونه نيول شي ، ددغو هېوادو ټوله ملي شتمني به لویدیځ ته انتقال شي چې دې برخه کې هم د لویدیځ لاسونه پاک نه دي او دوی هم په غلاوو کې ښکېل دي . د افغانستان د ملي موزیم غلاکول هم د همدغه لړۍ یوه بېلګه وه .


همدارنګه د یمن رژیم چې ولسمشر يي له ۳۲ کلونو راهیسې خپل خلک په وحشت او بربریت کې ساتلي ، په دې اوږده موده کې د امریکي په مرستو ډاډه و . « در یمن از 5 روز به این سو هزاران نفر به تظاهرات دست زده و خواهان اصلاحات سیاسی و برکناری رییس جمهور این کشور علی عبدالله صالح شده اند که دوست امریکا می باشد و از 32 سال به این سو در این کشور حکمرانی می کند. نظر به خبرها یک واحد کوچک پولیس در یمن تلاش نمود که مظاهره کننده گان را پراکنده بسازد اما آنها به مارش خود از پوهنتون صنعا به سمت مرکز شهر ادامه دادند.»
بلخوا له بحرین څخه د سیاسي نا آرامیو او لاریونونو راپورونه ورکول شوي دي . « راپورونه وايي له پولیسو سره په نښتو کې دوه تنه شعیه لاریون کوونکي وژل شوي دي
د لاریون سمبالونکو د فیس بک په ګډون له انترنتي پاڼو کار اخیستی . لاریون کوونکي په پلازیمنې ماناما کې سره راټول شوي وو.
په بحرین کې د لاریونونو ناڅاپي راپورته کېدل او د چارواکو له قهره ډک غبرګون په منځني ختیځ کې د روانو نارامیو سره د تړاو یوه بله نښه ګڼل کیږي.
د بلوا ضد پولیسو د حکومت ضد لاریون کوونکو پر ګڼې ګوڼې ساچمه یي او ربړي ګولۍ او اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړي.
په یوه پېښه کې یو لاریون کوونکی وژل شوی او د مخالفینو سرچینې وايي یو بل ځوان هغه مهال ووژل شو چې پولیسو د لاریون کوونکي د جنازې په مراسمو کې پر راټولو شویو کسانو ډزې وکړې.
په بحرین کې د ډیرکيانو چې شعیه ګان دي او د شاهي کورنۍ چې سنیان دي له اوږدې مودې راهیسې نارضایتي موجوده ده.
د بحرین په کوچني هېواد کې د امریکا د پنځم لمبر سمندري ځواکونه هم مېشت دي او دا په دې معنې دی چې واشنګټن به په بحرین کې پېښې له نږدې څاري. ».
همدارنګه ایران کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمینځ سختې شخړې د دوشنبې په ورځ د هغو مظاهرو پرمهال وشوې چې د تونس او مصر له خلکو سره د همغږۍ په خاطر تنظیم شوې وې. دغو مظاهرو یوځل بیا ایران په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته ولړزاوه.
د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا وايي د پارلمان غړو په یو اعلامیې کې ویلې چې مخالف مشران مهدي کروبي او میرحسین مسووي د ځمکې پرمخ فسادان دي او باید د مرګ جزا ورکړل شي. دغه اعلامیه د ایران د پارلمان له ۲۹۰ غړو څخه ۲۲۲ غړو لاسلیک کړې ده.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن ددې لاریونو په تړاو وايي :”موږ د تاوتریخوالي پرضد یو . موږ د ایران حکومت ګرم بولو چې یوځل بیا د خپلو خلکو پرضد امنیتي ځواکونه کاروي، تاوتریخوالی رامنځ ته کوي او خپل خلک نظرڅرګندولو ته نه پرېږدي.”
دلته د پورته بېلګو له وړاندې کولو څخه موخه دا ده چې لویدیځ او امریکا ته هم پکار دي چې ځانونه بدل کړي او د ۲۱ مې پيړۍ له غوښتنو سره خپلې پالیسۍ او ستراتيژۍ ورغوي . په یادو شویو ټولو هېوادونو کې لویدیځ او امریکا د زورواکو رژیمونو ، پاچاهانو او بدماشو شیخانو څخه ملاتړ کوي . دغه ټول هېوادونو په سلګونو او زرګونو مزو له لویدیځ او امریکي سره تړلي دي .
د عربي او اسلامي هېوادونو ولسونه که غواړي چې خپل برخلیک بدل کړي او د وخت له کاروان سره ځانونه همغاړې کړي  ، نه یوازې پخپلو هېوادو کې دې د زورواکانو په وړاندې سرسخته مبارزه وکړي بلکې د لویدیځ او امریکې د هغو اړیکو د بدلون لپاره دې هم سروښندي چې ددې هېوادونو له زورواکانو څخه يي په ملاتړ او مرسته کې دغه ولسونه ځپلې دي .
افغانان هم باید د عربي او اسلامي هېوادونو د پرګنو پاڅون څخه په الهام ، هغه جهادي ــ مافیايي کړۍ چې له ۱۹۹۲ راهیسې د لویدیځ په مټ او ملاتړ په افغانستان کې واک چلوي ، راچپه کړي . افغان دولت کې د فساد جهادي ــ مافیايي کړۍ چې د افغان ولس د هر ډول پرمختګ او سولې مخه يي ډب کړې د تاریخ ګړنګ ته ورټېل وهي .
د لویدیځ او امریکې روستۍ نارې او شعارونه که لږه ریښتیا هم ولري ، باید د فساد ددغه زیرمې له ملاتړ څخه لاس واخلی او افغانانو سره ددغو درواغجنو مجاهدینو په شړلو او ورکولو کې مرسته وکړي !
اخځونه :
ــ بېلا بېلې بریښناپاڼې
د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ ۱۷ مه