ډېر محترم مشره ستا او ستا د ملګرو په راتګ خو موږ ډېر خوشحاله سو.چي ګوندي په هیواد کي به مو دیموکراسي،جمهوریت او د ملګرو ملتونو په ملاتړ حکومت دایر سي او دا وروروژني او دا ژبني،سمتي او ټوپک سالاري زورواکي به له ګران هیواد څخه ورکه سي،او هېواد به مو یو ازاد،خپلواک او یو متحد افغانستان وي.او دا آرزو مو هم وه چي نور به زموږ هېواد د نړیوالو،سیمه ئیزو او ګاونډیو د لوبو میدان نه وي،موږ به هم د خپلو ګاونډیو په شان یو سوله ئیز هېواد ولرو،هر افغان به تر بل افغان جارېږي او د استقلال په جنګ کي به ټول په یوه سنګر کي ناست وي،لکه څنګه چي زموږ پلرونه او نیکونه سره متحد وه. مګر لس کاله پوره کېږي او دغه ارمانونه مو په سیند لاهو کېږي او لاهو سوه . افغانستان چي د ټولو قومونو ګډ کور دی او په افغانستان کي چي هر څوک د هر مذهب او هر دین څخه اوسېږي هغه افغانان دي او د دې خاوري بچیان دي او یو له بله سره وروڼه دي.
په دې هیواد کي چي له ۶۵-۷۲٪ برخه یې پښتانه تشکیلوي او پاته زموږ نور قومونه دي او تاسي محترم هم د پښتون قوم څخه یاست، تاسي محترم په دغه خپل لس کلني حکومت کښي وګوری چي خپل قوم(پښتون) ته تاسي څونه ګټي او تاوانونه وراړولي دي؟
تر ۲۰۰۳ پوري خو نه طالبان او نه اورپکي وه څه پېښه سوه چي په جنوب کي خاصتا په هلمند او کندهار کي د طالب او تروریزم په نامه عملیات پیل سوه دا ځواب به ته او ستا ملګري ورکوۍ؟او دې عملیاتو خو نه جنوب،ختیځ،لوېدیځ او نه شمال پرېښود او لا هم لګیا دي،ته ووایه دغه غوبل پر چا روان دی؟څوک مري؟ د دې ځوابونه پر تاسي دي؟!په شمال کي خو نه طالب سته نه تروریزم هلته ولي پښتانه ځپل کېږي؟! او ستاسي ملګري نارې وهي چي موږ په افغانستان کي زورواکي ختموو،او د خلکو نظام(مردم سالاري) راولو.آیا مردم سالاري و دې ته وايي لکه په تخار،کندز،مزارشریف،فاریاب،سرپل او جوزجان کي چي پښتنو سره وسوه او هم کېږي؟! تا او ستا ملګري خو پرېږده،ملګري ملتونه پر دې شاهدي وايي او هر کال خپل بیان(رپورټ)خپروي چي په شمال کي د پښتنو سره څه کېږي او څه وسوه؟! نور مثالونه به پرېږدم چي تېر سوي دي دا اوس فعلا د سرپل په ولایت د بهسودو او خانقا په کلیو کي د پښتنو سره کوم ظلم روان دی؟ ستا د حکومت ټول ارګانونه چي هلته سته نه سي ورتلای او د دې ظلم مخنیوی نه سي کولای.
داکوم ظلم دی؟
دا ظلم دا دی چي په ۱۳۱۸ هجري شمسي کال کي پښتنو په خانقا او بهسودو کي ۶۰۰ جریبه ځمکه په سندعرفي رانیولې ده،او په ۱۳۲۲هجري شمسي کال کي په وکالت خط شرعي له خپلو پښتنو څخه اخیستل سوې ده،کله چي تاسي محترم د قدرت واګي په لاس کي واخیستې دا ځمکه د ټوپک سالارانو له خوا ستاسي په دغه لس کلني حکومت کي غصب سوې ده،ستا څخه نیولې پر ټولو ارګانو دغه پښتانه خواران راڅرخېدلي او ټولو ارګانونو امرونه ورکړي دي مګر متاسفانه په ولایت کي یې د ولایت ارګانونه نه سي عملي کولای او په نن او سبا کښي لس کاله پوره سوه.
ستا د حکومت د ارګانونو یو څو مکتوبونه او نېټې په لاندي ډول دي چي دغو پښتنو ته ورکړل سوي دي خو عملي کول یې د امکان نه وتلې خبره ده
۱- وزارت عدلیه /قانونپوه عبدالرحیم کریمي مکتوب نمبر:ـ ۲۱۹۳ نېټه:ـ ۱۳۸۱-۱۰-۱۲
۲- ستره محکمه/قانونپوه مولوي عبیدالله مکتوب نمبر:- ۸۵/۸۲ نېټه:- ۱۳۸۵-۱-۲
۳- وزیر عدلیه/ قانونپوه عبدالرحیم کریمي نېټه:- ۱۳۸۲-۴-۱۰
۴-دولت انتقالي اسلامي افغانستان/ریاست هدایت الله متین د تحریراتو د مکتوب شماره:ـ ۲۵۹ نېټه:ـ ۱۳۸۲-۴-۸
۵- د دفاع وزارت ډګر جنرال کرام الدین کریم نمبر ثبت:- ۴۳۲ نېټه:ـ ۱۳۸۲-۴-۱۰
۶- لوی څارنوال عبدالجبار ثابت نمبر حریفه :ـ ۱۵۷۱۶۹
۷- استناف څارنوالي مکتوب نمبر:ـ ۴۵۹ نېټه:- ۱۳۸۶-۵-۱
۸- وزارت عدلیه/ سرور دانش نېټه:- ۱۳۸۴-۱۰-۵
د هغو جلبونو نمبر او نېټې چي په دغو ټوپک سالارانو پسې استول سوي او نه دي حاضر سوي:ـ
مکتوب نمبر:ـ۲۱۸، نېټه:ـ۱۳۸۵-۲-۳
مکتوب نمبر:ـ ۱۸۰،نېټه:ـ ۱۳۸۵-۲-۵
مکتوب نمبر:ـ ۸۵،نېټه:ـ ۱۳۸۵-۲-۲۰
نو مشره!
قضاوت ته وکړه چي په شمال کي پښتانه څه وکړي؟!