د اراکوزیا غمی
د شعر او ادب د مینوالو لپاره زیری ، اراکوزیا راډیو د خپلو روزنیزو خپرونو په لړ کې د ځوانو شاعرانو لپاره د اراکوزیا غمي خپرونه پیل کړی ده .
په دغه خپرونه کې ځوان شاعران د ۴۵۶ له لارې خپل شعرونه له اراکوزیا راډیو سره ثبتولی شي .
د اراکوزیا راډیو مسوول اجمل تورمان رسنیو ته ویلي چې دغه لړۍ به د روان کال د کب د میاشتې تر پنځلسمې نیټې پورې روانه وي او بیا به دولس غوره شعرونه د ایس ، ام ، ایس له لارې ازادې سیالۍ ته ایښودل کیږي .
اراکوزیا راډیو که څه هم په دې ورستیو کې په خپرونو پیل کړی خو په خپلو ښکلو او روزنیزو خپرونو سره یې ډیری اوریدونکي په ځانګړي ډول د پښتون میشتو سیمو اوسیدونکي خپل کړي دي .
د اراکوزیا راډیو د مسوول په وینا دوی په پام کې لري چې هر کال دغه سیالي جوړه او نوي غمي پیدا د پښتو شعر غاړې ته رنګین هار ترې جوړ کړي .
دلازیاتو معلوماتو دپاره دلاندې شمېرو سره اړیکې ونیسی .
0799450458___ ۱ـ محمدواصل وصال
0789134670 ۲ـ ظهرالدین کمال ـــ