نړۍ والو له څو هفتو راهيسي په تونس او مصرکي د داسي سوله يیز ولسي پاڅونو ننداره وکړه،چي بشري تاريخ يې تر اوسه په هيڅ ځای کي مثال نه ؤ ليدلئ . نوځکه بې ځايه نه ده، چي نن د زړورو او باشعوره تونسيانو او مصريانو په سرښندنو اوحماسو، نه يوازي د دغو هيوادو مېړني او هوډمن وګړي، بلکي د ټول جهان ازادی غوښتوونکي ولسونه وياړي . دادی د الجزاير، يمن، اُردُن، بحرين او ايران ننګيالي خلګ همدا اوس د تونس او مصر له ولسي پاڅونو څخه په الهام اخيستلو د خپلو فاسدو او مستبدو واکدارانو په وړاندي د مبارزې ډګرته را وتلي دي؛ او ډېر ژر به دا لړۍ پر عربي هيوادو سربېره د نړۍ نورو ويښو ولسونو ته هم وغزېږي .که له حقيقته سترګي پټي نه کړو، د تونس او مصر اتلو خلګو په اتلسو ورځوکي دونه لار ووهله، چي موږ افغانانوپه دېرشو کالوکي نه ده وهلې . دا څنګه ممکنه ده؟
هو! په دې واقعيت هرڅوک پوهيږي، چي افغانانو د اسلام پالني، خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ولسواکۍ په لار کي تر تونسيانواو مصريانو ډېري قربانۍ ورکړي دي . زموږ درې ميليونه شهيدان، معيوبين او معلولين، د تونسيانو او مصريانو تر څوسوه شهيدانو او ټپيانو، په وارو وارو زيات دي . په افغانستان کي د مستبدو اويرغلګرو رژيمونو د زور زياتي له کبله زموږ شاوخواپينځو میليونو هيوادوالوخپل کلي اوکورونه پرېښوده؛ او په پردو هيوادو کي د پردېسۍ، سرګردانۍ او بې قدرۍ ژوند ته اړ سوه . په دې حساب خو زموږ د مهاجرو شمېر د تونس او مصر تر جلاوطنه خلګو زرګونه واره ډېر دئ . تر دې مسألې چي تېر سو، زموږ بېوزله جونګړه په تېرو دېرشوکالوکي د تپل سوو جګړو او ظالمانه لاس وهنو په وجه داسي لولپه سوه، چي تونس او مصر يې د فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي ضايعاتو له پلوه، په ميليونمه زيان هم نه دئ ليدلئ . که خبره په دې کي هم نه ده، نو تونسيان او مصريان تر افغانانو په څه زړور او غښتلي دي، چي په څو اوونييو کي يې دېرش کلني لاري ووهلې؟
که د زړورتيا او غښتلوالي خبره وي، ښايي د افغانانو حماسې او وياړني په نړۍ کي ساری و نه لري؛ ځکه ټول جهان ته مالومه ده، چي همدې بې باکو او سرکښو افغانانو په تشو لاسو د يرغلګرو روسانو پر ټانکونو ور وځغستل؛ له خپلو سرونواو هست و نېست سره يې لوبي وکړې؛ او په پای کي يې خپله سپېڅلې خاوره د پردو له ناپاکو قدمونو پاکه کړه . اوس هم همدغه پارېدلي او خروښېدلي خلګ د نړۍ له تر ټولو سمبالو او ځواکمنواشغالګرو پوځونو سره په داسي مړانه او بې باکۍ مقاومت کوي، چي خپل او پردي يې ټول هک پک کړي دي . په دي کي شک نسته، چي د دې سرلوړي هيواد هر دښت او دره، هر کلی اوکوڅه زموږ د غيرتي او مېړني ولس پر نه هېرېدونکو حماسو اوکارنامو شاهدي ورکوي .
ښه نوکه خبره نه په قربانييو او سرښندنو ده؛ او نه په زړورتوب او بهادرييو، بيا نو د تونسيانو او مصريانو د بري او زموږ د ناکامۍ راز په څه کي دئ؟ په دې لنډکۍ ليکنه کي کْورَټ همدې ارزښتناکي پوښتني ته د جواب موندلو هڅه کوو.
ما عاجز ته خو د تونسيانو او مصريانو په ولسي پاڅونوکي د دې اريانوونکي بري راز د هغو له پوهي، هوښيارۍ، يووالي، لوړ نظم او لوړو اخلاقي معيارونو پرته، په بل څه کي نه ښکاري . موږ ټول شاهدان وو، چي په مصر کي ګرده ولس یاني د پوهنتونو استادان او محصلان، د مکتبو ښوونکي او شاګردان، د روغتونو ډاکټران او نور طبي کارکوونکي، د مدني ټولنو غړي، ليکوال، شاعران، ژورناليستان، هونرمندان، د بانکونو او نورو تجارتي مؤسسو مأمورين، د فابريکو کارګران،کسبګران او د ټولني عام خلګ له دين، مذهب، قوم، ژبي، سيمي، جنس، سياسي تشکيلاتو، فکري جوړښت، ټولنيز دريځ او نورو بېلوونکو عواملو پرته تر يوه بيرغ لاندي په « تحرير ميدان » کي سره را غونډ سوه . دا مو هم وليده، چي په اعتراض کوونکو کي د « اخوان المسلمين » د سازمان پر غړو سربېره، عيسويان او د بېلابېلو سياسي، اجتماعي او فرهنګي سازمانوغړي او پلويان هم ولاړ وه . تر دې مهمه او خوندوره لا دا چي د دغو مخکښو ځواکونو تر څنګ د ټولني عامو وګړو( نارينه وو، ښځو، زړو، وړواو ځوانانو) هم په يوه آواز د مُبارک د فاسد او مستبد رژيم د نسکورېدو شعارونه ورکول .
په دې توګه، د مصريانو په ولسي پاڅون کي د فرهنګي، اجتماعي، سياسي او فکري نظريو بېلوالی د هغه پاڅون د خورورتيا او کمزورۍ سبب نه، بلکي د برياليتوب مهم او اساسي راز ؤ . دا واقعيت هر چا ته څرګند دئ، چي د« اخوان المسلمين » يا نورو اسلامي ګوندونو غړو په يوازي سر هيڅکله دونه توره نسوای کولای . دا خبره هم موږ ټولو ته مالومه ده، چي تونسي او مصري پاڅونونه په خپلو هيوادو کي د يوه لوړ ملي ارمان د تحقق له پاره مبارزه کوي . دا ستر ملي او ولسي ارمان د فاسدو، ظالمو او بې کفايته رژيمونو نړول؛ او د آزادو او شفافو انتخاباتو له لاري د يوه خپلواک، ولسي او عادلانه نظام جوړول دي . بې شکه، دا ګډ ارمان د ټولو مصريانو ستر انساني، اسلامي اوملي ارمان دئ . ټولي نړۍ دا مو هم د تلوېزونو پر پرده وليده، چي د ښځو او کوچنيانو په ګډون ټولو معترضو مصريانو دې لوړ انساني او وطني ارمان ته د رسېدو له پاره، په ګډه دحُسني مُبارک د مستبد رژیم د پوليسو، لوچکانو او ډانګيانو ګوليیو، ډنډو، اوښکي بهوونکي ګازونو، د ډبرو وارونو او نورو ناروا بريدونوته ځانونه ټینګ کړه . تر بري وروسته يو ځل بيا هم ټولو( نارينه وو او ښځو) په ګډه د لوړو اخلاقي معيارونو په ښوولو سره د« تحرير ميدان » او نورو واټونو په پاکولو او تنظيمولو کي فعاله برخه واخيسته . دې ته وايي يووالی، دې ته وايي نظم او دې ته وايي شعور او هيوادپالنه .
د همدې استدلال له مخي، د مصر ولسي انقلاب، په بشپړ باور سره د اعتراض کوونکو د ويښ والي، هوښيارۍ، نظم، دسپلين او لوړو اخلاقي موازينوتر ټولوعالي او بې ساري مثال ؤ. زما په ګومان دا هغه لويه او مُهمه ځانګړتيا ده، چي په تېرو يودېرش کالوکي د افغانانو وسله وال او غير وسله وال مقاومت د تونس، مصر ، الجزايز، يمن، اُردُن او داسي نورو هيوادو له پراخو سوله يیزو او ولسي پاڅونو څخه بېلوي . دا خبره دقيقه ده، چي په تېرو يو دېرش کالوکي د پردو خونړييو تېرييو او خاينانه لاسوهنو د افغانانو ترمنځ بېلابېلو سياسي، فکري او فرهنګي درزونو ته لاره هواره کړه؛ د جنګ کورني او بهرني سوداګران تر ګرده کوښښ کوي، چي د دوښمنييو، تعصبونو او بې باورييو دې اور ته نوره هم لمن ووهي . له دې امله خلګ له سياسي او فکري پلوه، په خواشينۍ سره، پر ډېرو ډلو او ډلګييو وېشلي دي .
دې شرايطو او حالاتو ته په پام سره اساسي پوښتنه دا ده، چي افغانان به د خپل هيواد او ولس د ژغورني له پاره څنګه د تونسيانو او مصريانو په څېر د سياسي بلوغ پر لور ګام اخلي؟ څنګه به ګرده له هر راز توپيرونو او اختلافونو پرته، د خپل ګډ ملي ارمان د پوره کولو له پاره، په يوه مورچل کي سره را ټوليږي؟
د عيني شرايطو له اړخه خو افغانستان تر هر بل عربي يا غيرعربي هيواد، د يوه پياوړي ولسي پاڅون زېږولو او بريالي کولو ته چمتو دئ . درسته نړۍ ګوري، چي زموږ کړېدلي او اسکېرلي خلګ هره ورځ په وينو او اورونو کي ژوند کوي . لوږه، بېکاري، بې کوري، زور زياتی، غلا، چور، د خپلو او پردو بې رحمانه وژني، ناامنۍ، محبسونه، ځوروَني، د شپې او ورځي تلاښۍ، تښتوني، د کورونو، دوکانونو، باغونو او نورو شتمنييو له منځه وړل او نړول ، ډول ډول ملنډي اوبې عزتۍ هغه څه دي، چي ټول افغانان له شماله تر جنوبه، له شرقه تر غربه ورسره لاس اوګرېوان دي د فرعوني لښکرو اوجابرو واکدارانو د ظلمونو اوخيانتو په وجه هره ورځ زموږ پر مظلومو او رټېدلو خلګود قيامت شپې تېرېږي؛ خوپه ګرده هيواد کي داسي څوک نسته، چي پرکرږو او بوغارو يې غوږ ونيسي!
په دې ډول، له څو تپل سوو خاينو واکمنانو او جنايتکارو مافيايي ډلو ټپلو پرته ټول ملت، ولسي پاڅون ته تيار دئ؛ د ټولو ويښو، با احساسو او دردېدلو افغانانو زړونه د باروتي بمونو په څېر چاودېدو ته چمتو دي؛ اما افغانان باید د خپل سوله يیز ولسي پاڅون د بريالي کولو له پاره تر هر څه مخکي د تونس او مصر له خلګو زده کي، چي د نفاق او شقاق هغه توخمونه څنګه له منځه يوسي، چي د سُني او شيعه، پښتون او تاجک، هزاره اواوزبک . . .، پاړسي او پښتو، شمال او جنوب يا دې او هغه سياسي ګوند په نامه زموږ په خلګوکي کرل سوي دي . افغانان بايد په دې واقعيت ښه سرخلاص کړي، چي په افغانستان کي هيڅکله د پښتانه، تاجک، هزاره، اوزبک، پشه يي، نورستاني، هندو، سيک او نورو مېشتو قوموترمنځ دوښمني او اختلاف نه ؤ، نه سته او نه به وي . دوښمني او اختلاف يوازي د ظالمو او مظلومو يا حاکمو او محکمو ډلو تر منځ دئ . پرون هم همداسي وه، نن هم داسي ده او سبا به هم داسي وي . تر افغانستان ها خوا، په ټولو نورو هيوادوکي هم دغه زرين اصل چليږي . بايد هېر نه کړو، چي په اوسنييو شرايطو کي زموږ د ټولني اساسي تضاد همدا تضاد دئ . په ظالمه يا واکمنه ډله کي، لکه څنګه چي ګورو، بهرني پوځونه، د هغو خاين او جنايتکار واکمنان، بېلابېلي مافيايي ډلي، بهرني ايجنټان او جاسوسان را غونډ دي، چي د هيواد په ګوټ ګوټ کي يې پر خلګو ژوند تريخ کړی دئ . د يرغلګرو پوځونو، کرزي، رباني، سياف، فهيم، خليلي، اسماعيل خان، قانوني، عبدالله، محقق، دوستم، نور او داسي نورو ګټي نه بېلېدونکي دي . په مظلومه يا رټېدلې ډله کي د افغانستان له پښتنو، تاجکانو، هزاره ګانو، اوزبکانو، پشه يانو، نورستانيانو، هندونانو، سيکانواو داسي نورو وروڼو قومونوڅخه ټول بېوزلي او ترټل سوي خلګ ځای لري .
لکه څنګه چي تونسيانو او مصريانو په ګډه د « بن علي » او« مُبارک » د مستبدو نظامونو د را پروزلو شعار وکړ، زموږ خلګ هم بايد په دې پوه سي، چي له اوسني ويرلړلي او بدمرغه حالت څخه د هيواد د ژغورني يوازنۍ لار همدا سوله ييز سراسري ولسي پاڅون دئ . تر هغه وخته،چي يرغلګرو پردو او دهغو جنايتکارو، فاسدو او بې کفايته مزدورانو زموږ د ربړېدلو خلګو په سر، مال او ناموس منګولي لګولي وي، دې وراني مېني ته د سولي او امنيت راتګ ناممکن دئ . بېله شکه، تر هغه مهاله چي سوله او امنيت نه وي راغلئ، هيڅ کړېدلی افغان هم د خوښۍ او نېکمرغۍ مخ نسي کتلای . ترڅو زموږ خلګ دا روښانه واقعيتونه په ټوله ماناو نه پېژني؛ او په دې توګه د سياسي بلوغ يوه نوي او پرمختللي پړاو ته ګام پورته نه کړي، موږ ګرده افغانان به د جګړې، ناامنۍ، خيانت، غلا، چور، فساد، بې عدالتۍ او بې کفایتۍ په اورکي سوځو.
د زورواکانو له خوا د بيت المال او بېوزلو خلګو د شتمنييو لاندي کول اوس دونه عادي خبره ده، چي هيڅوک سر نه په خوږوي؛ دتش په نامه جمهوری رياست، ولسي جرګې او مشرانو جرګې د شرمېدلو او خندنيیو انتخاباتو بهير هم ټولو افغانانو وليد؛ دا تريخ او دردناک حقيقت هم ټول افغانان ګوري، چي په اتلسو ورځو کي حتا د جرګې د مشر او اداري هيأت د غوره کولو مسأله هم حل نه سوه ؛ موږ ټول د سر په سترګو ګورو، چي دحکومت غړي او لوی دولتي چارواکي عملاً د پردو استخباراتي سازمانو په چوپړ کي ولاړ دي؛ په مخدره موادو او نورو تورو معاملو کي هم د لوړو حکومتي کارکوونکو او ډول ډول زورمندانو لاس لرل هر چا ته څرګند دي؛ په دولتي دستګاه کي چور، خيانت، فساد او بې کفايتي داسي حد ته رسېدلي دي، چي کرزی هم، بالاخره په توروکڅوړوکي دچټلو پيسو پر اخيستلو اعتراف کوي؛ دا خبره هم له امکانه ليري نه ده، چي د غلو، مجرمينو، او ملي خاينانو بېلابېلي ډلي ټپلي د خپلو بشري ضد ګټو د خونديتوب له پاره د پارلمان يا لويي جرګې په نامه زموږ په وياړلي او سرلوړي هيوادکي د امريکايي کاوبايانو د دايمي اډو پر جوړولو د تأييد مُهر کښېږدي؛ لنډه دا چي د بېوزلو افغانانو ژوند له داسي زياتېدونکو ناورينو اوکړاوو سره مخامخ دئ، چي نه يې د شپږ څلوېښتو هيوادو پوځي ايتلاف او نه يې هم د هغو لاسپوڅی، فاسداو بې کاره حکومت د حلولو څه لاره او ګودر موندلای سي .
د درد او احساس خاوندان بايد له ځانو پوښتنه وکي، چي دا توري او غملړلي ورځي به تر کله رواني وي؟
په وسله وال مقاومت کي شاملي ډلي اوګوندونه خو د افغاني مسألو د حل له پاره بې انتحاري بريدونو، ړندو بمونو، تروريستي عملياتو، وسلو او باروتو بل څه نه ويني .که په انتحاري بريدونو، تروريستي عملياتو، وسلو، باروتو او چاودنو مسأله حل کېدای سوای، اوس به وخت وطن ګل و ګلزار وای . د وسله وال مقاومت جنګيالييو په تېرو لسو کالو کي له هيڅ راز وسله وال اقدام څخه ډډه نه ده کړې؛ خو بيا هم په هيواد کي د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، سولي، سوکالۍ او نېکمرغۍ هيڅ نښه نښانه نه ليدله کيږي . دردناکه او خواشينوونکې خو لا داچي، هر څونه وسله وال مخالفين د وسلې او باروتو پر منطق ټينګار کوي، په هغه اندازه امريکايي کاوبايان او د هغو سياسي- نظامي متحدین دالقاعدې، طالبانو او نورو وسله والو ډلو د خطر په پلمه، دا وران هيواد په وينوکي لمبوي؛ د خلګو کورونه، دوکانونه، باغونه او نور جايدادونه نړوي؛ په نيمه شپه يې په کورونوکي تلاښۍ کوي؛ ښځي اوکوچنيان يې په سپو داړي . . . دا حقيقت هم ټولو وطندارانو ته لمر غوندي روښانه دئ، چي وسله وال مخالفين هم هره ورځ په خپلو انتحاري بريدونو او ړندو ګوزارونو سره، څونه بې ګونا افغانان یاني خپل وروڼه اوخوندي په وينو لړي؛ د بېوزلۍ کورونه او جايدادونه يې په کنډوالو اړوي؛ او د غريبۍ يوه ګوله ډوډۍ يې له خولي راباسي .
وسله وال مقاومت به هغه مهال خوندکولای، چي ټولي واګي يې زموږ غيرتمنو افغانانو په لاس کي وای؛ په ليکو کي يې د نارينه وو او ښځو په ګډون د هرې عقيدې، دين، مذهب، فکر، ژبي اوسيمي اوسېدونکي افغانان ولاړ وای؛ په ګولييو او باروتو يې يوازي او يوازي د پردو يرغلګرو او د هغو د مالوم الحاله جنايتکارانو ځيګرونه سوري کېدای؛ په يوه کلام کي داسي وسله وال مقاومت،چي د خپلو وطندارانو او عزيزانو په غم، غمجن اوپه ښادۍ، ښاد وای . مات دي سي هغه لاسونه، چي پر خپلو بې ګونا وروڼواوخوندو پورته کيږي؛ او خپل کور ته په خپله اور اچوي . په دې ډول ګورو چي وژنه، ترور، ورانکاري، ګواښل او بېرول په هيڅ ډول د مسألې حل نه دئ . د مسألې انساني، اسلامي او افغاني حل دا دئ، چي زموږ په ګډ تاريخي کور- ګران افغانستان کي د دې وحشتناکي جګړې اورونه مړه سي؛ افغانان يو پلا بيا د خپل هيواد واک او اختيا ر تر لاسه کړي؛ او په ګډه د هغه بيا ودانولو ته ملاوي وتړي . البته، دا ستر ملي او انساني ارمان يوازي په وسلو، ړندو وژنو او ورانييو نه ترلاسه کيږي .
که څه هم خلګ له يرغلګرو پوځونو او مزدورو واکمنانو څخه کرکه لري؛ او حاضر دي له هغو سره په مبارزه کي تر خپلو وينو او سرونو تېر سي؛ مګر بيا هم د هغه تاريک او ړانده وسله وال مقاومت تر شا نه درېږي، چي د سولي، آزادۍ، يووالي او سوکالۍپيغام نه لري . خلګو د اوسنييو وسله والو ډلو ښه او بد ټول ليدلي دي . له دې امله يې بيا واکمن کېدو ته زړونه نه ښه کوي . شک نسته، چي وسله والو مخالفينو له بهرنيیو پوځونو اومزدورو واکمنانو سره په خپل وسله وال مقاومت کي ډېري قربانۍ ورکړي دي؛ د هغو زړورتيا، حماسې او کارنامې پر خپل ځای د هېرېدو نه دي؛ سره له دې هم، د هغوی اوسنۍ سياسي، فرهنګي او فکري تګلاره د بري هيڅ چانس نه لري . البته، نه په دې خاطر چي امريکايان او نور ملګري يې مخالفت ور سره لري، بلکي په دې خاطر چي خلګ آزادي، ترقي او پرمختګ غواړي . په مذهبي افراطيت او تشدُد سره د خلګو انساني غوښتني نسي پوره کېدای . ايراني اخوندان به هم هرو مرو نن ياسبا د آزادۍ، برابرۍ، عدالت او ترقۍ له پاره د ايراني ولس روا غوښتنو ته غاړه ږدي،که نه دوی هم د« بن علي » او« مُبارک » له کانو ځانونه نسي ژغورلای . دا خبره بايد په ورين تندي ومنو، چي خلګ د استبداد، زورزياتي او بې عدالتۍ په وړاندي تل تر تله غلي نه کښېني . استبداد، زورزياتی او بې عدالتي که سور رنګ ولري، که تور يا زرغون، ټول يو شی دي؛ نو ځکه بايد په روښانه ټکو سره ووايو، چي ړوند او تاريک وسله وال مقاومت خلګو ته هيڅ نسي ورکولای . ښايي يوه ورځ د زور يا معاملې له لاري سیاسي واک ته هم ورسيږي؛ خو دا سياسي واک به هيڅکله د خلګو او هيواد په ګټه نه وي .
د وسله وال مقاومت تر سرزورۍ او کمزورۍ چي تېر سو، په اوروپا، امريکا او نورو بهرنييو هيوادوکي د ملي او روشنفکري غورځنګونو حال هم ټولو افغانانو ته څرګند دئ . سازماني خورورتيا، سياسي بېلوالی، فکري اختلافونه، خپله درنه او د نورو سپکه، غټي خبري او لږ عمل د دې غورځنګونو او سازمانو تر ټولو لويي ځانګړتیاوي دي . له دې کبله، دې ډول ګوندونو او سازمانو ته هم په نيژدې راتلونکې کي د افغانستان د ژغورني خاصه تمه نسي کېدای . د همدې دلايلو له مخي که د هيواد شمله ور او منور ځوانان په خپل ټينګ او پياوړي هوډ سره د روانو غملړلو پېښو تګلوری وانړوي، په د ې وران کورکي د وينو او اوښکو، لمبو او لوخړو د وحشتناکي لړۍ د ختمېدو هيڅ څرک نه ښکاري . خدای تعالی ( ج ) هم په خپل سپېڅلي کلام کي همدا حُکم کړی دئ : « لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ » ( ۱۱: ۱۳ ) .
البته، د افغانستان د ولسي پاڅون جوړېده او بری، نه د يوې ورځي خبره ده؛ او نه د يوه، دوو يا درو کسانو خبره . د دې تکاملي بهير په پوختيا او بشپړتيا کي هرومرو وختونه ولګېږي . هره څونه چي د هيواد بېلابېل قومونه اود ټولني مختلف قشرونه له دغه راز ملي او ولسي پاڅون سره ملګرتوب وکړي، په هغه اندازه به د افغانانو د غم او کړاو ورځي لنډيږي . دا خبره روښانه نه ده، چي دا فغانانو ولسي پاڅون به څنګه، چيري او د کوم غيرتي افغان په آزادۍ بخښوونکې چغه پيل کيږي؛ خو دا خبره ښکاره او روښانه ده، چي د ظلمونو، زورزياتيیو، نارواوو او بې عدالتييو په وړاندي خلګ تل ترتله چپ نه کښېني . زموږ خلګ څه ښه وايي : « چي تنګ سي نو په جنګ سي . » ګډ دوښمن، ګډ درد او ګډ ارمان به ډېر ژر ټول ويښ، دردمن او هيوادپال افغانان د یوه پراخ ملي او ولسي پاڅون په ليکو کي سره را غونډکړي .
په پای کي د افغانانو سياسي بلوغ ته د رسېدو په لار کي بايد د سياسي ګوندونو، ملي، اجتماعي او ديني شخصيتونو، پوهانو، ليکوالو، شاعرانو، هونرمندانو، ژورناليستانو او نورو منورو قشرونو ستر او ارزښتناک رسالت هم هيڅکله له ياده و نباسو. په حقيقت همدا مخکښ شخصيتونه دي، چي کولای سي زموږ په ولسي پاڅون کي د يووالي، خوځښت او پياوړتيا روحيه ايجاد کړي . هر څونه چي د هيواد پوه، هوښيار، زړه سواند او منلي شخصيتونه دسياست له ډګره ليري ګرځي، په هغه اندازه افراطي ډلو ټپلو ته ميدان تش پاتيږي . دا چي افغانستان له لسيزو لسيزو راهيسي د بېلابېلو افراطي ډلو د ناسمو سياستونو په سبب د اور په لمبوکي سوځي، تر ټول لوی دليل يې د عملي سياست له ميدان څخه د ملي او ولسي شخصيتونو ګوښه پاتېدل دي . دا خبره هم بايد زياته کوو، چي د خلګو د ويښولو، روښانولواو يووالي په کار کي د روښانفکرانو اوملي شخصيتونو رسالت يوازي په خبرو، شعرو ويلو او مقاله ليکلو نه بشپړيږي . دا ستر رسالت سرښندونو او قربانييو ته هم اړتيا لري . که زموږ ريښتيني ملي او ولسي شخصيتونه، پوهان او منورين په دې لار کي عملي ګامونه پورته کړي، انشاء الله د افغانانو د کړاونو او دردونو غملړلې شپه به هم ډېر ژر سبا سي .
په ګران افغانستان کي د همېشنۍ سولي، امنیت، آزادۍ، ترقۍ او عادلانه نظام د بري په هيله .