کور / تازه خبرونه / خوست: چاودني نږدي ٤٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست: چاودني نږدي ٤٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

دخوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي وويل چي چاودنه نن سهارشاوخوا ٩ بجي دپروژي پوسته خوا کي رامنځته شوه چي له امله يي دوه پوليس او ٧ ملکي وګړي وژل شوي دي .نوموړي زياته کړه چي چاودنه ديو صرف ډوله موټر په واسطه رامنځته شوه .

بلخوا دخوست ملکي روغتون ريس ډاګټر امير بادشاه رحمت زي منګل د وينا له مخي په چاودنه کي ٣٠ ملکي وګړي ټپيان شوي دي او ٩ کسان مړه شوي دي چي دامهال خوست ملکي روغتون ته ددرملني په موخه راوړل شوي دي .دنوموړي په وينا په مړه شويو کسانو کي دري زنانه هم شاملي دي .

طالب وياند ذبيح الله رسنيو ته ويلي دي چي چاودنه ددوي ملګرو کړي ده چي په ترڅ کي يي ١٤ سرحدي پوليسوته مرګ ژوبله اړولي ده .
دا چاودنه په داسي حال کي رامنځته کيږي چي خوست ميشتي داوږدي مودي راهيسي دنسبتا ارامي فضا شاهدان وو.