د ژورناليزم اصول او آرونو ښونېز ورکشاپ چې د سلواغې دمياشتې په دوه وېشتمه نيټه دکندز ميديوتيک درسنيو کورکې په لار اچول شوي وو نن پاي ته ورسيد.
ددغه ورکشاپ ګډون کونکې ١٥ تنه نجونې او هلکانووو. ټول هغه ځوانان وو چې نوې دژورنالېزم ډګرته راوتلې دې او په يوشمېر رسنيو کې کارکوې.
ګډون کونکوته په ځانګړې توګه د خبرليکنې، ګزارش، مرکې او د يو ژورناليست د اخلاقو په اړه د درې ورځو په اوږدو کې ورته زدکړه ورکړل شوه.
ددغه ورکشاپ بهېر چې له پوښتنو او ځوابونو سره مل وو، په پاې کې ګډون کونکو باندې د فراغت ليکونه وويشل شول.
يوشميرخبريالان، دکندز درسنيو کور نه په راتلوکې کې د داشان برنامو په لار اچولو غو ښتنونکې شول چې د کندز ميديوتيک درسنيو کور کوارديناتورزرغون ملزم لخوا ورسره په دغه لار کې دهرډول مرستې ژمنه وکړه.
دکندز ميديوتيک درسنيوکور تصميم لري ترڅو ځوانو ژورناليستانو او د مطبوعاتې کارونو مينه والو دعامه پوهاوې دلوړوالې او دظرفيت سازې لپاره رېښتېنې زدکړې ورکړې او ټولنې ته يې دخدمت لپاره وړاندې کړې.
ځکه چې دکندز ميديوتيک درسنيو کور، په دې باوردی :هغه ټولنه چې د پرمختګ دعوا لري، بايد د رسنيو او مطبوعاتو دپرمختګ ، په څانګه کې له هيڅ ډول هڅو څخه ونه سپموي .