کور / خبرتیا او پيغامونه / د عارفې عمر لور نوی ناول(د واده پرسبا) چاپ شو

د عارفې عمر لور نوی ناول(د واده پرسبا) چاپ شو

د افغانستان د پیاوړې ناول لیکونکې عارفې عمر لور  بشیر  نوې ناول ( د واده پرسبا ) په ننګرهار کې د سپینغر کلتوري یون له خوا د چاپ په ګاڼه ښکلی شو .
دغه ناول چې شاوخوا سل مخونه لري نوې نوې بازار ته راغلی دی .
تر دې وړاندې هم د عارفې عمر دوه نور ناولونه(ستومانه تیښته ، ماته سیپۍ) چاپ شوي او د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوي وه .
د واده پرسبا د افغانانو د روان ژوند یوه ژوندۍ بیلګه ده . 
په ودونو کې بې ځایه دودونه او رواجونه او ترڅنګ یې د بدل د واده ستونزې د دغه ناول منځپانګه جوړوي .
د دغه ناول ژبه ساده ، روانه او د لوستونکو په ژبه لیکل شوی دی . 
موږ عارفې عمر لور ته د دغه ناول له امله مبارکي وایو . 
د دغه ناول چاپ چارې په ننګرهار کې ختیځ خپرندویه ټولنې او کتاب پلورنځې له خوا ترسره شوې دي .
  تاسې درانه دغه کتاب په ننګرهار کې د ختیځ کتاب پلورنځی څخه په وړ بیه ترلاسه کولای شي .