کور / تازه خبرونه / لغمان: يوه ډله وسله وال له دولت سره يوځاى شول

لغمان: يوه ډله وسله وال له دولت سره يوځاى شول

په لغمان ولايت کې يوه ډله وسله واله طالبان دسولې له بهير سره يوځاى شول اوخپلې وسلې يې دولت ته وسپارلې.
دلغمان ولايت والي محمداقبال عزيزي په وينا دغه وسله وال طالبان دغنم ګل په مشرۍ چې تردي وړاندي په نوموړي ولايت کې په ورانکارو فعاليتونو بوخت وه دملي امنيت دمنسوبينو،د ولايتي شورا دغړيو او دقومي مشرانو په هلو ځلو دسولي له روان بهير سره يوځاى شول .
دغنم ګل په مشرۍ دسولي له بهير سره يوځاى شوي کسانو ژمنه وکړه چې له دي وروسته به دنورو هيوادوالو په څير دهيواد په ودانولو کې فعاله ونډه واخلي .
دلغمان والي يادو کسانوسره دخبرو په ترڅ کې وويل دا چې ځوانان ياستى نو په همدي موخه بايد دهيواد دساتنې لپاره دملي اردو اوياهم دملي پوليسو په ليکو کې ځانونه جذب کړى ترڅو له دغه لارې هيواد ته دخدمت مصدر وګرځى .
نوموړي ددغه پنځه کسيزي وسله والي ډلې له دولت سره په يوځاى کيدو خوښي وښوده او په نورو وسله والو طالبانو يې غږ وکړ چې له جګړي لاس په سر شي او دسولي له روان بهير سره يوځاى شي .
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم يو پنځلس کسيزه وسله واله ډله دنوموړي ولايت دوالي او قومي مشرانو په هلوځلو دسولي له روان بهير سره يوځاى شوه .