دپيسو نړيوال صندوق دهيواد چارواکو ته وړانديز کړى چې کابل بانک نوي څانګو لرونکو ته دخرڅولو لپاره چمتو کړي .
دپيسو نړيوال صندوق ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي دافغانستان له دولت څخه غوښتنه کړي چې دکابل بانک دستوتزو دحل کولو په موخه يوه دقيقه خپرونه ترلاسه لاندي ونيسي .
دغه ټولنې وړانديز کړى چې کابل بانک دحقوقي نظره دماتي په حالات کې راوړل شي او له هغې وروسته ژر ترژره خرڅ شي .
دپيسو نړيوال صندوق همدا راز دهغه کسانو دمحاکمه کيدو غوښتنه کوي چې دغيري قانوني کارونو په ترسره کولو سره په کابل بانک کې دکړکيچ لامل شوى دى .