په بحرين کې دلاريون کوونکو اوامنيتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې دوه تنه وژل شوي دي .
درپوټونو له مخي دپنجشنبې په ورځ دلاريون کوونکو او امنيتي ځواکونوترمنځ نښته رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې امنيتي ځواکونو په لاريون کوونکو اوښکې بهونکى ګاز وکاروو چې له امله يې دوه تنه ووژل شول اوترپنځوسو زيات ټپيان شول
ويل کيږي لاريون کوونکو دامنيتي پوستوته څيرمه څو بمي چاودنه چاودنه کړي اوله پوليسو څخه يې ياده سيمه ترخپل واک لاندي راوستي .
تردي وړاندي هم دلاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ نښتي رامنځ ته شوي چې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي وه اوپنځه ويشت نورټپيان شوي وه .
ديادونې وړده په نوموړي هيواد کې له تيرو پنځه ورځو راهيسې لاريونونه دوام لري او اعتراض کوونکي له ولسمشرغوښتنه کوي ترڅو واک پريږدي .
په دي وروستيوکې دولسونو لخوا لاريو نونه ددي لامل شوي چې دټونس اومصر ولسمشر له واک څخه لاس په سر شول .