کور / تازه خبرونه / يمن: په لاريونونو کې مرګ ژوبله اوښتې

يمن: په لاريونونو کې مرګ ژوبله اوښتې

په يمن کې د دولت ضد لاريونو په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي اولس نورټپيان شوي دي .
درپوټونو له مخې امنيتي ځواکونو لخوا په لاريون کوونکو باندي داوښکې بهونکي ګازونو سربيره دلرګيو اونورو توکو بريدونه هم ترسره کړي دي .
دغه لاريون کوونکي دنوموړي هيواد په پلازميني ثنا کې دپنځمي ورځې لپاره دلاريون په حال کې وو چې دپوليسو او امنيتي ځواکونو دسخت غبرګون سره مخامخ شول .
ويل کيږي لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ په اخ وډب کې دوه تنه وژل شوي او لس نورټپيان شوي هم دي
صالح چې دوه ديرش کاله دنوموړي هيواد دولسمشر په توګه کار کړى لاريون کوونکو ته ويلي هغه نه غواړي د دوه زره ديارلسم زيږديزکال په ټاکنو کې برخه واخلي .
خولاريون کوونکي دهغه له واک څخه دسمدستي دګوښه کيدو غوښتنه کوي .
دا په داسې حال کې ده چې منځنى ختيځ په دي وروستيو اونيو کې دخلکو د داډول پراخو لاريونونو ليدونکى وو ېچ په پايله کې دمصر اوټونس ولسمشران له واکه ګوښه او په ايران،يمن اوبحرين کې لاريون کوونکي دامنيتي ځواکونو له عکسالعمل سره مخامخ شول .