کور / تازه خبرونه / نورستان: وارو لارې بندي کړي دي

نورستان: وارو لارې بندي کړي دي

دنورستان والي وايي ددغه ولايت يوشمير لاري دوروستيو واورو دوريدو له امله دخلکو پرمخ تړل شوي دي .
دنوموړي ولايت والي زياتوي دواوري دورښت او دلارو دبنديدو له امله دخوراکي توکو بيعې هم لوړشي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي .
دنورستان والي جماالدين بدر وايي په دغه ولايت کې سختي واوري وريدلي او له امله يې دنورګرام ولسوالۍ سربيره دټولو ولسواليو ترمنځ دتګ راتګ لارې تړل شوي دي .
دنوموړي په وينا تردي مهال دوي په دي نه توانيدلي چې يادي لاري دخلکو پرمخ خلاصي کړي نوځکه دخوراکي توکو په بيو کې هم دپام وړ لوړوالى راغلى دى .
ديادونې وړده نورستان يوغرنيز ولايت دى چې هرکال دژمې په موسم کې دواري دورښت له امله يې خلک له يادو ستونزو سره مخامخ وي خو دطبعي پيښو په وړاندې دمبارزې ادارې په دي اړه لاتراوسه کوم اقدام هم ندى اخيستى .