کور / تازه خبرونه / غزني: کوچيان له ستونزو سره مخ دي

غزني: کوچيان له ستونزو سره مخ دي

په غزني ولايت کې يوشميرميشت کوچيان له بيلابيلو ستونزو څخه شکايت کوي او وايي چې اووه زره څارويو ته يې مرګ ژوبله اوښتي .
دوي وايي د ډيرو واورو وريدو له امله لاري تړل شوي او يوشميرڅاروي يې له منځه تللي دي .
دغه کوچيان زياتوي اوس مهال دغزني ولايت په واغث،قرباغ او اندړو ولسواليو کې زيات شمير کوچيان دخوراکي توکو له کموالي سره مخامخ دي اوتراوسه د دولت لخوا ورسره کومه مرسته نده شوي .
دغه کوچيان زياتوي دروانو واورو اورښت له امله يې تردامهاله نږدي دوه زره څاروي وژل شوي اودپنځه زرو په شاوخوا کې له خطرسره مخامخ دي.
په همدي حال کې په غزني ولايت کې دکوچيانو دانسجام امر وايي دوي دروغتيا په برخه کې له زياتو ستونزو مخامخ دي او تراوسه دعامي روغتيا وزارت په دي اړه کوم اقدام نه دى اخيستى .
په ورته وخت کې دطبيعې پيښو سره دمبارزې ادارې له لوري دکوچيانو هرې کورنۍ سره ديوشمير ژمنيو توکو مرسته وشوه .
ديادونې وړده دمګړۍ دپنځه زرو په شاوخوا کې کوچيان دغزني ولايت په بيلابيلوسيموکې استوګن دي اوخپلي ورځنۍ ورځي تيروي .