دزابل ولايت امنيتي ځواکونو ديولړ عملياتو په ترڅ کې ددغه ولايت له مرکز کلات ښار څخه يوشمير چاوديدونکي توکي کشف کړي .
په همدي حال کې ددغه ولايت په ارغنداو ولسوالۍکې دافغان اوبهرنيوځواکونو په يولړ عملياتوکې دري سوه اتياکيلوګرامه چرس اوامونيم نايتريت ترلاسه شوي دي اودپيښې په تړاو دري تنه نيول شوي دي .
دنوموړي ولايت امنيتي چارواکي وايي ددغه ولايت په مرکز کې يې پلټونکي عمليات ترسره کړل چې په ترڅ کې دوسلو اوچاوديدونکوتوکو يوه زيرمه ترلاسه کړي ده .
دزابل امنيي قومندان وايي دغه عمليات ددي ولايت په مرکز کلات کې ترسره شوي چې په ترڅ کې په لسګونه ميله وسلي اوچاوديدونکي توکي د دوي لاس ته ورغلي دي .
نوموړى زياتوي ددغه وسلو اوچاديدونکو توکو سره په تړاو يې يوتن نيولى چې دمګړۍ دزابل په امنيي قومندانۍ کې ترپوښتنو ګرويږنو لاندي دى .
دامنيي قومندان په وينا وسله والو طالبانو غوښتل چې ددغه وسلو اوچاديدونکوتوکوڅخه په يوشمير ترهګريزو کړنو کې کار واخلي .
په همدي حال کې دبهرنيوځواکونو له لوري په خپره شوه خبرپآڼه کې ويل شوي چې ددغه ولايت په ارغنداو ولسوالۍ کې دافغان اوبهرنيوځواکونو په دوو بيلابيلو عملياتوکې دري سوه اتياکيلو ګرامه چرس،يوسلو پنځوس کيلوګرامه امونيم نايتريت ،او دچاوديدونکو توکو يوه دستګاه د دوي لاس ته ورغلي اوپه توريې دري تنه هم نيولي دي .