کور / تازه خبرونه / المان د کابل هوايي ډګر پوليس روزي

المان د کابل هوايي ډګر پوليس روزي

دالمان هوايي پوليس غواړي چې دکابل دهوايي ډګر پوليس په بيلابيلو برخوکې له نړيوالو معيارونو سره سم وروزي .
په کابل کې دالمان پوليسو يوچارواکي دافغان پوليسو په روزنه ټينګار وکړ .
په همدي حال کې دکابل دهوايي ډګر قومندان دالمان دغه مرسته دنشه يي توکو په مخنيوي او همدارنګه دافغان پوليسو په مسلکي کيدو کې اغيزمنه بولي .
دکابل دهوايي ډګر قومندان وايي دالمان دکلين پوليس په پام کې لري ترڅو دکابل هوايي ډګر سرحدي پوليس دامنيت دټينګښت،بشري حقونو دکډوالو دتګ راتګ پرسردڅار،دچاوديدونکو توکو حنثى کولو او په هوايي ډګر کې دمخدره توکو اوجرمي پيښو په پيژندنه کې وروزي .
دکابل دهوايي ډګر قومندان زياتوي سرحدي پوليس دنړيوالي ټولني لخوا زياتي روزني اوسمبالتيا ته اړتيا لري .
دنوموړي په وينا ټاکل شوي چې المان به داته سوو په شاوخوا کې افغان پوليس دروزنې په موخه دغه هيواد ته واستوي .