په کابل ښار کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دپوليسو يو افسر وژل شوى دى .
دکابل دامنيي قومندانۍ وياند وايي يادشوى پوليس افسر چې پربايسکل سپور وو هغه مهال ووژل شو چې دبهرنيوځواکونو له موټر سره يې ټکر وکړ .
دکابل امنيي قومندانۍ وياند زياتوي چې پوليسو ديادي پيښې دپلټنو په اړه اقدامات پيل کړي دي .