کور / شعر / نعت

نعت

سرد ا رئې د نبيا نو محمد رسول ا لله
درود وايم درود وايم د رود وا يمه پرتا

زمانه وه د فترت شپږسوه کاله په شمار
په دې وخت کښي پيغمبرندیراغلي دالله

اسماني شريعت ډېر ژر خلګوهېرکړی
پاک رب محمد کړې پيغمبرد ټول د نيا

توريشپې وه غوړولي وزرونه د ظلمت
پا ک ا لله احمد را ولېږلې علم ته رهنما

نازولې دالله ئې رب د رکړي لوړعزت
ستا يلې پا ک الله ئې په يس ا و په طه

ددووکونوسرداره رب درکړی فضيلت
پرتابا ندې نازل کړی پاک الله کلام الله

پاک ا لله کړېسرفرا زپه مرتبه درسالت
پر تا با ند ي شو ه ختمه سلسله د ا نبيا

جاريبه شريعت دپاکرسول وي ترقيامته
رحمت العالمينه موږدي رب نکړي بېتا

د حشرپه ميدان کي شفاعت کړي دامت
زه فاربا يد چي ووياړم په دغسي پېشوا