کور / شعر / ټپيزې

ټپيزې

څنګه دې هير کړم ګلشنه
د ښکلا ګانو ډک چمنه
زما د خوږ زړګي مسکنه
له ما نه پاتې شوى وطنه
که چنارونه دې لونګ شي څه به ېي کړمه

کلي کې هر خواته پيري دي
غمازان ډېر هر خوا خطري دي
د انتظار سختې شېبي دي
د کلي يو پنځوس کوڅي دي
جانانه ستا ديدن ته کوم ځاى ودريږمه

د ملک لور ېي نازولې
پر ما ېي ګرانه ډېره ښکلې
ځکه زما د زړګي منلې
ګل د ګلاب بوى د سنځلې
سورى د ولې ديدن ستا مزه کوينه

په يارۍ نه پوهيږي کمکۍ ده
څومره ښايسته واړه جلۍ ده
د ملک لور ده. ساده ګۍ ده
هغه د غـــــــټې کـــــورنۍ ده
زه په پر دى ګوته عمر تيرومه

يو وارې راشه را پخلا شه
ما ته له لارې په خندا شه
زما د خوږ زړګې دوا شه
بيا د ګودر په لار راشه
نامرده يار جينکۍ دې يادوينه

په ما خو هسې دا الزام شو
کلې کې دا خبر اوس عام شو
راته د هر سړي ډير پام شو
زما پرې هسې نوم بدنام شو
د جينۍ سرې شونډې پيزوان خوړلي دينه