کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملا عبدالسلام ضعيف : زه د هيڅ چا استازی نه يم

ملا عبدالسلام ضعيف : زه د هيڅ چا استازی نه يم

بسم الله الرحمن الرحیم


کوم خبرچې زماپه اړه دبرتانیې دورځپاڼې د ټلګراف په ۲۵ او۲۶ لخواخپورسویدی  په هغه کې ويل سویدې چې ګواکې زه دبرتانیې دخارجه وزارت لخوااویادحکومت لخواددوی په خبره دسولې دخبرولپاره دعوت سوی یم بې اساسه اوپه غلطومعلوماتوولاړه اوبې بنسټه خبره ده.


 ماته هیڅ کله دبرتانیې د حکومت اویادهغوی خارجه وزارت له لورې داسې بلنه نده راکړل سوې اونه ماته ددوی دسفارت لخواپه مستقیم اوياغیرمستقیم ډول داسې بلنه رارسیدلې ده البته دیوه افغان په صفت که هرڅوک زماسره دسولې په اړه مشوره اوپوښتنې کوې زه د یوه مسلمان اوافغان په توګه دبشرې ناوین دپای ته رسیدولپاره رشتونې مشوره ورکوم خودابه هیڅ وخت په دې مانانه وې چې زه دچایایوې ټولی نمائندګې کوم.


زه یوازادانسان یم په طبعې ډول یوانسان دنړی دنوروانسانانوسره لیده کاته کوې،دډيرواړتیاوه لپاره بل ځای ته سفرونه کوې،تجارت کوې،دمریضی دپاره یوځای ته ځې،ددوستانودلیدلولپاره یوځای ته ځې،په دعوتونومجلسونواوکنفرانسونوکې ګډون کوې دعادې انسان په توګه دازماحق دی اوداعادې خبره ده خوداددې مانانلرې چې دابه هرومرودیوچانمائندګې کوې.


 زمادټولومطبوعاتوڅخه غوښتنه داده چې دوی بایدپه دې باندې پوی سې چې زه اوس په کوم موقف کې یم زه یوعادې افغان یم،زه پرته دخپله ځانه دهيچانمائنده یااستازی نیم،زه دهيڅ یواړخ سره اوس عضویت نلرم نه دافغانستان داوسنی ادارې سره نه دافغانستان داسلامې امارت سره اونه دافغانستان دخلکواستازی یم،نه دسولې پروسه چې کومه روانه ده له هغه سره کوم تړاولرم په رشتينې توګه دافغانستان په اوسنې مرداراودروغژن سیاست کې هيڅ علاقه هم نلرم نوله همدې کبله زماهیله داده که زه یوځای ته ځم یاد یوچاسره لیده کاته اوخبره کوم هغه ته بایدغلط اوتبلغاتی رنګ ورنکړای سې اونه په غلط اوبې بنسټه اساس ولاړ کاذب اودرواغجن امیدونه خلکوته ورکړې دمطبوعاتورسالت بایدپه رشتونې بنسټ ولاړوې.


په درناوې