کور / سياسي / ((سلطان محمد فاتح)) دمسلمانانو پر خلاف د صلیبي سازش دځنځیري کړیوبربنډونکی ناول

((سلطان محمد فاتح)) دمسلمانانو پر خلاف د صلیبي سازش دځنځیري کړیوبربنډونکی ناول

د ادریس  ازاد  لیکنه
دقریب الرحمن سعید ژباړه


بسم الله الرحمن الرحیم


دلیکوال  د زړه خواله :
بالاخره د قسطنطنیی د سوبې  ویاړ  اووم  عثماني  سلطان « سلطان محمدفاتح »  ته  ور په برخه شوه .
دا په حقیقت کې د اسلام د ستر پیغمبر  رسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه  بشارت او زیرې و چې  ویلي یی وو :  تاسې به هرومرو  قسطنطنیه فتحه کوئ ،… نو بیا به ډیره ښه امیر دهغې امیر وي او ډیر ښه لښکر به  همغه لښکر وي . « (مسند امام احمد، څلرم ټوک ، ۳۳۵ م مخ).
  د رسالت  همدغه  فرمان وو….. چې د هر دور او وخت مسلمان  فاتحین یی  د قسطنطنیی د نیولو له پاره هڅول. خو د پرلپسې حملو او بیا بیا هلو ځلو سره سره بیاهم   ددې پخواني ښار دروازې دمسلمانو فاتحینو تر مخه نه پرانستل کیدې .
هغه وخت  چې  سیدنا معاویه  رضی الله عنه خلیفه شو نو هغه د لمړي ځل  له  پاره د خپل  زوې  یزید په مشرۍ د قسطنطنیی د سوبې  له پاره  دمسلمانانو لښکر ور ولیږه . په دې حمله کې ډیره ستر ستر  جلیل القدره  صحابه رضی الله عنهم اجمعین په شهادت ورسیدل . چې په دې ډله کې  سیدنا ابوایوب انصاري  رضی الله عنه  هم  شامل و. ددې ښار دکلابندۍ په وخت کې  سیدنا ایوب انصاري رضی الله عنه  سخت  ناروغه  او بیا شهید کړل شو او هملته د قسطنطنیی د دیوال  لاندې  خاورو ته وسپارل شو .
سیدنا عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه ، هشام  بن عبدالملک ، مهدي عباسي  او هارون الرشید په څیر ستر ستر خلفاؤ  هم ددې ښار د نیولو  له پاره زبردستي  حملې  وکړې  خو د قسطنطنیی په نیولو  بریالي نه شول.
قسطنطنیه یو نه  تسخیریدونکې  ښار و، ددې ښار درې واړو  خواو ته  سمندر بهیږي ، یواځې یو اړخ  یی د وچې سره  نښلي ، دښار چارچاپیر  نژدې  ۱۴ میله  دایروی  شکله   ستر دیوال و ،  په دې دیوال  یوسل اویا فټه  لرې ستر او مستحکم  برجونه  جوړ کړل شوي وو ، ددې دیوال  په داخل کې یو بل دیوال  جوړ کړل شوې و اوبیا ددې  دواړو دیوالونو تر منځ  یو ستر خندق  کیندل شوې و چې شپیته فټه  پراخوالې یی درلود  او سل فټه یی  ژوروالې و. دهغې  اخوا یو بل دیوال  هم موجود و  چې ددې ښار  سل زره خلک یی په خپله  لمن کې  خوندي ساتلي وو. په دې توګه د دې ښار  سوبه کول  نژدې  بلکل  ناشوني ګرزیدلي وو.
قسطنطنیه د عیسایی روحاني نړۍ ستر مرکز و . همدا علت و چې دمسلمانانو  سترې سترې لښکرې به دخپلو ټولو  شتو وسایلو سره یو ځاې ددې ښار د سوبې کولو  له  پاره را تللې….. خو هر ځل به ناکامه بیرته ستنیدلې . خو بلاخره  د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بشارت  وړتیا د عثماني دولت  اووم  حاکم « سلطان محمد فاتح  »  و ګرزید.
«عثماني ترکان » …. چې موږ یی د «عثماني خلافت  » په نامه   پیژنو ،…. د خراساني کوچیانو (طغرال) د زوې  « عثمان » د زوزاک څخه  وو.  کله چې  دوې  کوچنۍ اسیا ته را ننوتل  نو د خپلو ځانو له پاره یی د یوه سلطنت  بنسټ کیښود. خو د درې سوه کالو په جریان کې  ددوې څخه د نړۍ  ډیر ستر ځواک  جوړ شو، په شرق کې  ددوې عروج  په «سلطان سلیم »  او په غرب کې یی په « سلطان  اعظم » باندې پاې ته  ورسید. خو دعثماني دولت  تر ټولو مشهور حاکم « سلطان محمد فاتح » وو ، چې په لاسو یی د عالمیانو دسردار (صلی الله علیه وسلم ) بشارت  تکمیل ته ورسید.
ددولسم « قسطنطین » او د«سلطان محمدفاتح» تر منځ دا جنګ  په ډیرو حیرانونکو پیښو  او تاریخ باندې  مشتمل دې . په ځانګړې  توګه   هغه وخت چې عثماني سلطان خپلې بحریی ته  په وچې باندې د بیړیو د چلولو  حکم وکړ  اوبحري لښکرو یی  نژدې  لس میله  غرنۍ تیږلوړه  واټن    د کشتیو په راښکودو سره   وواهه.
دا ستره او نه زوال موندونکې  معرکه   په حقیقت کې د تاریخ  یوه ډیره ستره   نه هیریدونکې  پیښه ده  چې ما د یوه مکمل ناول  په بڼه کې  بیان کړې ده . غربي  تاریخپوهان  د قسطنطنیی  فتحه ،  د منځنیو پیړیو  او اوسنی  عصر تر منځ   یو حد ګڼي ،…. او دا هم  یو حقیقت دې  چې د پخوانۍ بازنطینی سلطنت  پایتخت   او د ټولې  عیسایی نړۍ  روحاني  مرکز تسخیرول … د جهالت په تیارو کې  د را نغښتو غربي نسلونو اخري ماتې او د مسلمانانو  اخري  فتحه  وه .
هغه وخت چې رومي پادشاه « قسطنطین» په دریمې  عیسوي پیړۍ کې عیسوي مذهب  قبول کړ نوهمدا ښاریی  خپل پایتخت  و ګرځاوه ، نو دهمغه وخته یی نوم  قسطنطنیه  پاته شو .
رسول الله صلی الله علیه وسلم   په دې  ښار  باندې  جهاد کونکو ته  د مغفرت  زیرې  ورکړې  دې . د قسطنطنیی پادشاه  ته یی د روم قیصر  وایه ، د سلطان محمد فاتح  په وخت کې  هلته د قسطنطین  په نوم دولسم قیصر  حکمراني کوله .  په دې  جنګ کې  اخري قیصر   هلاک  شو او قسطنطنیه  د تل له پاره …« اسلامبول ،  یا استنبول »  و ګرزیده ، او په دې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  یوه بله وړاند وینه ، لکه  د نورو په څیر ، ریښتونې  ثابته شوه . لکه چې ویلي یی وو: ( اذا  هلک قیصرا  فلاقیصر بعده ) « کله چې قیصر  هلاک  کړل شي نوبیا به بل کوم قیصر را پیدا نه شي »
ما  هڅه  کړې  چې  ددې ناول  تاریخ د افسانې  په بڼه  وړاندې نه کړم  او نه  ددې افسانې څخه  د تاریخ د جوړولو  هڅه وکړم . ما هڅه کړې چې د دې  ناول  ټول   تاریخې  کړچار  په حقیقت  باندې  ولاړ وي . اوزه په دې  کار کې تر ډیره پورې بریالې شوې هم یم . خو ما ددې کار  له پاره  خپل ډیروخت   مصرف کړې دې  او په دې وختو کې مې  د ( ایډورډ ګین ، کریسي ، عثماني دولت ، د اسلام تاریخ،  او جهان دیده ، ) څخه علاوه  دجغرافیی او صلیبي جنګونو دتاریخ  زیات کتابونه   تر سترګو  تیر کړي دی.
ددې ناول  له مخې  د پنځلسمې پیړۍ  منځنې وخت و، دا پیړۍ  په دې  اساس  ډیره مهمه ده  چې دهمدې پیړۍ په  منځنۍ برخه  کې  دعیسایانو  مقدس  ښار  قسطنطنیه  فتحه شوه …. او دهمدې  پیړۍ په اخري  لسو کلونو  کې د اندلس مسلمانان  د تل  له پاره  له منځه  ولاړل …. ما غوښتل چې …که نور نه وي نو لږ تر لږه  د ال عثمان   تاریخ خو په  لنډه توګه  په دې ناول کې را ونغاړم . خو د ناول په ډیره  په زړه پورې پلاټ کې  دې  لیکنې ته ځاې  پیدا نه شو . همدا  علت و چې ما د بلې برخې  پيل « د تیروشو  پاڼو» تر عنوان  لاندې  یو لنډ  فصل ولیکه ، په دې  کې د طغرال  څخه  ان تر سلطان محمد فاتح پورې  دعثماني حکمرانانو تاریخ په لنډه توګه  وړاندې کړل شوې دې ، په دې اساس  دا ناول  یواځې  ناول نه  بلکه  یو مکمل تاریخی  سند  ګرزیدلې دې . لنډه  دا چې  زه دخوښئ  احساس کوم چې  دا تاریخې  ناول د خپلو لوستونکو تر مخ  وړاندې کوم او په دې ویاړم چې ما په خپله  خوښه  عثماني تاریخ په  ډیره ښه بڼه   بیان کړې دې ، خو دا پریکړه به ددې ناول  لوستونکې کوي .
په اخر کې زه …. د منیرایاز، ریاض امین ، عبدالرحمن طاهر ، محمدسلیم سني ، او د قاسم یادڅخه  ممنون یم ، ځکه  چې ددې  دوستانو د علمي  همکاریو نه پرته  ددې ستر ناول  سرته رسول  اسانه کار نه و .
ستاسې د آندونو منتظر
ادریس  آزاد
P.O.Box No:1064
اسلام اباد



سکندر بیګ


دعربي نسل  یو ځواکمن آسپ ، په داسې حال کې چې یو نقاب پوښه  پرې  سپور و ، په ډیر  طمطراق سره  میدان ته را ننوت. دا میدان  «اورنه » یا ( اینډریانویل )  نومیده . دمیدان په څلورو خواو کې  ګڼ شمیر تماشاچیان  ناست و . ددې  آسپ سپور  نقاب پوښه درا ننوتلو سره سم په ټولو خلکو کې  چپه چپتیا خپره شوه . نن  د ترکانو  کلنۍ میله وه . او په دې  لوبغالي کې د تورې وهلو ، نیزې ویشتلو  او نورو  لوبو  مقابلې  روانې وې . دغه  نقاب  پوښه  اس سپور په داسې حال کې  چې  خپله الباني دوه سرې  توره  یی  په هوا کې خوځوله   دمیدان  منځته را غې ، او دلږ  څه ځنډ وروسته یی  خپل نقاب  لرې  واچاوه .  دا آس سپور پخپله « سکندربیګ  » وو .  سکندر بیګ د سلطان مراد خان   منل شوې  زوې و . دهغه د آس تر شا   په یوه نرۍ شانته لښته    د « سلطان بایزیدیلدرم » بیرغ  رپیده ، په دې وخت  کې سکندر بیګ  په میدان کې  ولاړو، (  ینې چري ) سالارانو ته  ور غږ کړ . دا سالاران  په دې  لوبغالي کې  د مقابلو  منصفین  وو.  سکندر بیګ ورته وویل  چې :
« د ال عثمان  په جاه  و جلال مې  سوګند:  چې په ټول  عثماني سلطنت  کې داسې  ځوان  نه میندل کیږي چې په لاسو  یی  سکندر بیګ  مات  شي …. که چیرې داسې کوم ځوان  دلته په دې میدان کې  شتون ولري  نوزه  ورته د زور د ازمیښت  له پاره بلنه ورکوم .»
د عثماني سلطنت  د ستر پادشاه  « سلطان  مراد خان ثاني »  ناست ځاې  بلکل د سکندر  بیګ  مخامخ  وو.   کله چې سلطان د سکندربیګ  دا  چلنج واورید نو  په ډیر ویاړ سره یی و خندل ، خو د سلطان څخه  څو ناست ځایه  لرې  دناستې  «مارسي » په  وچ تندي باندې دا خبره  ښه و نه لیګیده ، مارسي د سکندر بیګ  په دې چلنج باندې  ډیره تاوه  راتاوه  شوه . دغه البانوي  حسینه ، مارسي ، د سکندر بیګ  ښه نه راتله . دسکندر د چلنج په اوریدو سره  د یني  چري  د فوځ  یو ځوان  سالار  « اغاحسن » را مخته شو ، د اغاحسن دکتلو سره سم د سکندربیګ  په مخ  ډیره تحقیرونکي  خندا  خپره شوه . اغا حسن  په یوه  ستر قوې ذاته  ایراني نسله آس  باندې سپور و ، او په لاس کې یی  دیمن   جوړه  شوې  درنه  توره  وه . کله چې د مقابلې دواړه ګډونکونکي یو دبل مخې ته راغلل  نو په ټول میدان کې  حیرانونکې  چپتیا خپره شوه . د تماشاچیانو تر منځ   جوش  و  جذبه راپیدا شوه ، مارسي هم په خپل ناست ځاې کې  پورته پورته غورزیده . یوه منصف د تکبیر د غږ په  پورته کولو سره دمقابلې د پیلیدو  اعلان وکړ . په دې وخت کې دواړه سپاره  په داسې حال کې   چې خپلې تورې  یی بربنډې نیولې دې  یو بل  ته را نژدې  شول . سکندر بیګ ورته  په هیبت  ناکه  توګه  وویل چې:
« ډیر ښه  ځوانه ….!  زه ستا د جرءت په کتلو باندې ډیره زیات حیران  شوې یم . زه تاته د لمړۍ  حملې  اجازه درکوم .»
اغا حسن د سکندربیګ  څخه د څه ویرې  پرته ورمخته شو او  په پوره ځواک سره یی په هغه  وار  وکړ. سکندر  دبرق په څیر خپل ځان  تاو  راتاو کړ او د اغا حسن  د ګذار  څخه  یی ځان   خوندي  وساته . بیا یی وخندل ، خو اغا حسن یو ځل بیا په ډیره بیړه  مخته راغې  اویو ځل بیا یی په سکندر  باندې  په پوره ځواک  سره  حمله وکړه ، خو د سکندر  اس  د خپل مالک د مزاج  څخه  پوره پوره خبر و ، آسپ  په یوه  درنګ سره خپل  ځاې  بدل کړ او په دې توګه د اغاحسن  دویم  وار  هم خطا ولاړ . اغا حسن  دریم ځل بیا  خپل  آس  پونده کړ ، خو اوس  نو  سکندر هم خپله اراده  بدله کړې وه . هغه د ځان  دتاوولو په ځاې  د اغاحسن د تورې ګذار  په خپله توره  تم کړ  اوبیا یی  په ډیره حیرانونکې توګه   دبرق  په څیر  په اغا حسن باندې دخپلې تورې  وارونه پیل کړل . په میدان کې د تورو شرنګار  تر ډیره لرې  پورې اوریدل کیده .د اغاحسن  په  شاته تلو باندې  د مراسي  ګلرنګه  څیره  تکه سپینه شوه . ځکه هغې چې کومه هیله درلوده هغه  له منځه ولاړه . هغې  غوښتل سکندر  له ماتې سره مخ شی ، په داسې حال کې چې سلطان مراد خان  د فخر او ویاړ نه خپله  غړۍ تاووله او خندونی و . هغه  به دسکندر په هر وار  باندې  عش  عش کاوه  او پورته پورته به  لګیده .
د لږ  ځنډ وروسته د مقابلې  پریکړه  وشوه ،  د اغاحسن  توره د سکندر  د درنې تورې  په یوه ګذار   دوه ټوټې شوه . په ټول  لوبغالي کې  دخوشحالۍ څخه  لاسونه  و پړکیدل ، سکندر دپخوا په څیر  مقابله  وګټله ، دسلطان مراد خان تر څنګ ناست  دهغه  نوې  ځوان  زوې ، دخوشحالۍ څخه دخپله ځایه  را پورته شو او په دواړو لاسو یی  لوښې  ډبول. خو مارسي په ډیر خراب  حالت کې ناسته وه . هغې نه غوښتل چې سکندر بیګ یو ځل بیا ووینې . ځکه  سکندر پر هغې باندې  خپل رعب  حاکمول  غوښتل  خو مارسي ته د سکندر ټول  کړچار  ناخوښه و ….. او د خپلې مور  یی هم .
دپوخ عمر «مارتها» د مارسي  مور وه .  دا ښځه د البانوي شهزادګانو سره یوځاې  د «اورنه » شار ته ته راغلې وه . سکندربیګ هم البانوي شهزاده و ، دهغه البانوي نوم  « جارج کسټریاټ »  و ،  سلطان مرادثاني    ډیره موده مخته  دالبانیا فرمانروا « جان کسټریاټ »  د تورې په زور دخپل ځان تابع ګرځولې و . جان کسټریاټ  بیا سلطان ته عذر  و زاري وکړې  او خپل ریاست یی ترې بیرته وغوښت  ، سلطان هم دهغه غوښتنه و منله   خو دهغه د څلورو زامنو په ضمانت کې داخستو وروسته یی هغه ته خپل ریاست بیرته ورکړ. ددې شهزادګانو سره یو ځاې  البانوي کنیزه « مارتها» هم  د سلطان  قصر ته روغله . کله چې مارتها د عثماني سلطنت  دارالخلافې  ، اورنه ،  ته  ورغله نو ډیر ژر یی هلته  په اشرافي  طبقې کې  اثر و رسوخ  پیدا کړ . مارسي دهمدې  مارتها لور وه  او جارج کسټریاټ  یعنې  سکندربیګ  هم دهمدې مارتها په کور  کې خاپوړې کړې وې او را ځوان  شوې و . سکندربیګ د یني چري د طبیعت په مطابق  عیسایی مذهب پریښود او  اسلام یی قبول کړ . خو مارتها تر اوسه  هم په خپل  عیسایی مذهب باندې  کلکه  ولاړه وه . که څه  هم دمارسي په زړه کې داسلام  له پاره ډیره  مینه وه  خو د مور  له ویرې هغه  تر اوسه پورې همغسې  عیسایی  پاته  شوې وه. مارتها  ډیره کلکه مذهبي ښځه وه  او داسلام پر خلاف  یی ډیره  سخته کینه او حسد درلود. خو مارسي هغه وخت ډیره حیرانه شوه چې دهغې مور مارتها  د سکندر په مسلمانیدو باندې هیڅ  هم و نه ویل. مارسي  خپلې مورته د شک  په سترګو کتل . هغې دا شک کاوه چې  دهغې مور به پخپله سکندر  بیګ د اسلام  په منلو باندې  مجبور کړې وې. هغې دخپلې مور  او په خپل کور کې د رالوې کړل شوې  ځوان  جارج کسټریټ په کړچار  باندې شک کاوه او داسې   یی انګیرله  چې ددوې دواړو  دکړچار څخه د عثماني سلطنت پر خلاف د سازش  بوې  رازي .
مارسي ته ددې شک په پیدا کولو کې «ابوجعفر» ډیر  رول درلود، ابوجعفر  یو عمر رسیدلې  وګړې و . چې هملته په  «اورنه » کې   د یوه مذهبې  مشر او د جومات د امام  په څیر اوسیده ،خو په حقیقت کې د (قسطنطنیی د قیصر ) جاسوس و. هغه دلته  «اورنه » ته د یوه مذهبي مشر په څیر راننوتې و  او دمارتها د راتلو تر مخه یی د سازش  جال خپور کړې و . هغه وخت چې مذهب پاله  وینځه  مارتها  د سلطان محل ته را ننوته  نو د ابوجعفر سازش نور هم  په زیاتیدو شو، هغه تر هر څه لمړۍ  مارتها ته  د صلیب  اعظم  سوګند ورکړ او په خپل  سازش  یی کې  را ګډه  کړه . پخپله ابوجعفر  په قسطنطنیه کې  د « ایاصوفیاء » د چرچ سره تړلې و او ښه پوخ  راهب  و. کله چې قیصر  سلطان  مراد ثاني  د عثمانیه سلطنت په تخت  باندې  کیناستې وکوت نو دیوه  نوې  چال په لوبیدو یی پیل وکړ. ابوجعفر  چې اصل نوم  یی « ډیمونان» و  دستر عیسایی سلطنت د پادشاه یعنې  د قسطنطنیی د قیصر جاسوس  و . هغه د قسطنطنیی قیصر ( مینومیل ) ته  دعثماني سلطنت   د دارالخلافی  « اورنه »  څخه  هره میاشت  د  هر کوچنې او غټ  خبر په اړه معلومات   ور  کاوه . ځکه په اورنه کې  د قیصر د ټولو  جالونو د  غوړولو مشري   پخپله همدې  ابوجعفر په  غاړه درلوده . لمړۍ  ابوجعفر دمارسي دمور کور ته   په پرلپسې توګه  دولس کاله  تګ  راتګ  کاوه .  مارسی دهغه  څخه  ان د کوچنیوالي په وخت کې  هم  سخته  کرکه کوله . هغې به دهغه دمکار  شکل دلیدلو څخه  بد راتلل خو د ابوجعفر د دې  سازشونو په اړه  یی هیڅ ډول معلومات   نه درلود خو دهغه دعاداتو او کړچار څخه یی دا انګیرله  چې دا مکار  شخص  هغسې نه دې  لکه څنګه یی چې د شکل اوصورت  څخه  معلومیږي . کله به چې ابوجعفر دمارتها کورته را ته  ، نو دواړه  به  بیا په یوې بندې خونې کې  کیناستل او ترډیره به یی خبرې کولې . دوې به کله کله  سکندربیګ  هم راباله . خو مارسي  ته د خپلې مور سره  د مسلمانانو ددې  مذهبې مشر ځانته ناسته ښه نه ښکاریده او په دې  اړه  ډیره  شکمنه وه .
سکندر بیګ  چې دکومه وخته  مسلمان  شوې و نو دهغې وروسته یی کړچار نور هم کرکجن او دبداخلاقیو نه ډک  ګرزیدلې و . هغه به چې څومره ډیره  دلته د مارتها  په کور کې  تم کیده نو همغومره وخت به یی مارسي ته  په ډیرو بداخلاقه  سترګو کتل . مارسي  دکوچني والې څخه  د سکندر بیګ  دغه کړچارنه خوښاوه. ځکه سکندربیګ  لا د همغه  وړکتوب  څخه  بداخلاقه او بدمزاجه  انسان و . کیدې  شې چې دهغه ددې بدمزاجۍ  لامل دا  وي  چې دهغه تر مخه دهغه پلار … جان کسټریاټ  ته سلطان مرادخان  ثاني ډیره د  ذلت نه ډکه ماتې ورکړې وه . اوبیا یی هغه د خپلو نورو  درې کوچنیو ورونو سره یو ځاې  یرغمل کړ او تر  «اورنه » پورې یی راوست . اوبیا دا  چې دهغه  دغه درې واړه ورونه  د همدې  لیږد  په وخت کې  ناروغه  اوبیا ددې د سترګو تر مخه  ددې دنیاګۍ  څخه ولاړل . نو دا  ټول هر څه د سکندربیګ  د سترګو تر مخه وو . ددې ترڅنګ د  مارتها  غوړه  ژبه او  سازشي کړچار  هم  و  چې سکندربیګ یی دومره  بدله اخستونکې  او مغرور ګرځولې و .
نن یو ځل بیا مارسي و کتل چې سکندر بیګ  د مقابلې  میدان وګاټه . دسکندربیګ په سوبه د مارسي په وجود کې  د قهر او غصې څپې راپیدا  شوې وې . او نن خو دهغې  د غم او غصې  یو علت دا  هم و  چې سکندر  بیګ  سهار وختې دکوره د وتلو سره سم  مارسي ته ویلي وو  چې :
« نن د تورې د وهلو د مقابلو  ورځ ده .  او زه  به  نن یوځل بیا د  «اورنه »  د جنګجویانو  اتل  و ګرځم …. دا سپک  ترکان  زما  دمقابلې توان  نه لري  ، نو نن که چیرې زه بریالی  شم او د بریالیتوب  مډال  و ګټم  نو  د مارتها  کاني  څخه به ستا  د لاس  غوښتنه کوم .»
سکندر بیګ  ، مارتها  ته  د کاني  په نامه  غږ کاوه . کله چې مارسي دهغه  دا خبره واوریده نو دغصې څخه تکه سره شوه  او ورته یی وویل :« دومره  کبر مه کوه …. په حقیقت کې سلطان  په تا باندې ډیر  باوري دې . به دې خاطر د شاهي درنښت  په اساس  ستا  مخې ته هیڅوک  نه راځي . زه ډاډمنه یم چې  د «ینی چري»  کوم سالار  به  په ډیره اسانۍ سره تاته ماتې درکړي . »
سکندر بیګ دمارسي  ددغې  د زهرو نه  ډکې  جملې باندې ډیر  و قهرید او په غصه دکوره ووت . او اوس مارسي کتل چې د یني چري  یو سالار د سنکدر بیګ  په لاسو   په ډیره  بده توګه ماتې وخوړه . دمارسي سترګې د میدان  څخه  را واوښتې او په خپلو پښو باندې و نښتې . هغې د نن سهار خبرې را یادولې ، هغه وخت  چې سکندر بیګ ورته ویلي و چې : «زه به  نن  ستا دمور څخه  ستا لاس  غواړم »
مارسي ډیره نا ارامه وه ، او د راتلونکې وخت څخه  په ویره کې . د مارسي سترګې  ښکته وې ، په همدې وخت کې  په لوبغاړی کې  شور  و  غوغا  شوه ….. د لاسونو د پړکار  شور ،کله چې مارسی  میدان ته وکتل  نو دحیرانتیا څخه  یی خوله  خلاصه  پاته شوه . یو اجنبي ځوان   چې په عربي کالیو کې پټ  و د لوبغاړی په یوې غاړې  کې په یوه سپین آس  سپور  را ښکاره شو ، ددې ځوان  خدوخال  هم حجازی و، هغه  په ترکې نسله   بهترین آس  باندې سپور و  او په ښي لاس کې یی  درنه  ځلیدونکې  توره  نیولې وه . د هغه  په وجود باندې نه  زره  وه  اونه بل څه . دهغه په سر هم   د اوسپنیزې  خولۍ په ځاې  خالصه  حجازی  پګړۍ تړلې وه . ددې ځوان ټول عمر  د اولس کالو په  شاوخوا کې  و . تماشا چیانو ورته  په  پوره زور سره لاسونه و پړکول .
د اجنبي  ځوان  په کتلو او راتللو سره  سم د سکندر بیګ په تندي  باندې  لیکې را پیدا شوې. هغه ته ددې عرب  ځوان را تلل ډیر حیرانونکې وو . په همدې وخت کې د لوبغالي  اعلان  کونکي  په لوړ اواز اعلان وکړ  او خلکو ته  یی  ډاګیزه کړه چې  دا  اجنبي ځوان « قاسم بن هشام »  نومیږي ،  او د حجاز  د مکې دښار اوسیدونکې دې ، د مکې ددې ښاره  داسلام  دلمر وړانګې را خپرې شوې دي . ډنډورچي اعلان وکړ  چې  قاسم د عثمانی روزن ځاې  د تورې  وهونکو د استاد (طاهر بن هشام )  کوچنې ورور دې . خو په دې وخت کې د مارسي حالت  هم  د کتلو وړ و. هغې بیا بیا په خپل  ناست ځآې کې  څنګ بدلاوه او خپلې  لاسونه به یی موټې کول   اودخپلو احساساتو څرګندونه به یی کوله .
کله چې دغه عرب  آس سپور د سکندر بیګ مخې ته راغې  نو سکندر د خندا کولو  هڅه وکړه ، هغه د پخوا په څیر دغه عرب  آس سپور  ته  په  کرکجنه توګه وکتل او ورته یی وویل : «ځوانه  !  زه ستا په مخ کې د جرءت او میړانې نښې وینم . خو په افسوس سره باید  ووایم چې ستا دا ټولې هیلې به د سکندر  د لمړي  وار سره سمې  له منځه ولاړې شي.  دا مکه  نه ده  ، بلکه د عثماني خلافت  مرکز  «اورنه »  ده  او زه د سلطان مرادخان  ثاني  تر ټولو تکړه او غښتلې توره وهونکې  یم .»
قاسم ، دسکندر بیګ  فرعونيت  په پوره   توګه  احساس کړ  او په  عارفانه توګه  یی  وخندل   اوبیا یی په ډیره سوکه  توګه  هغه ته  مخ کړ او ورته یی وویل :
« زه د وخته  مخته   لویی لویی  دعوی نه  کوم ، خو زه همدومره درته وایم چې زما په وجود کې د خالد بن ولید وینه  بهیږي ، زما  ډیره کلکه  هیله داده چې  زه  یوه ترک  شهزاده  ته  د حجازي تورې  اوسپنه ور وښایم.»
قاسم  همدومره وویل  اوخپل آس ته یی پونده ورکړه . سکندر هم په پوره توګه  دهغه دحملې له پاره تیار و. قاسم  خپله توره په هوا کې پورته کړه او په خالصه  عربي ژبه یی  دالله اکبر غږ  پورته کړ اوپه سکندر بیګ یی ورحمله کړه . په دې وخت د لمر  وړانګې د قاسم په  عربي توره باندې    ولګیدې  اوبیرته یی د تماشاچیانو  سترګو ته  ور منعکس کړې.  دا یواځې د تورې  شعلې نه وې  بلکه د اسماني  تندر په څیر شعاعې  وې …. د قاسم دغه  درنه  حمله د سکندر  له پاره  د هزیمت او ناکامۍ پیغام و . ځکه دهغه ټول  چالونه  خوشې ولاړل ، هغه به پرلپسې توګه هڅه کوله چې د قاسم  هر  ګذار په خپله توره باندې تم کړي ، داسې  څرګندیده چې  قاسم به ډیر ژر  ستومانه شي ، مارسي به د قاسم  په هر وار  باندې  د ځایه پورته پورته کیده ، خو په اخر کې  دخپل ناست ځاې  څخه پورته شوه  او ودریده .  ټولو تماشاچیانو قاسم ته  لاسونه پړکول، سلطان  هم  د مرحبا ، مرحبا چغې وهلې ، ترڅنګ یی  شهزاده  «محمد» خپله شاهي  مرتبه تر پښو لاندې کړه او دکوچنیانو په څیر یی  لاسونه  پړکول .
په دې وخت کې  یو ناڅاپه قاسم د یوې  نوې  حربې څخه کار واخست . هڅه یی وکړه چې خپل  ځان  ستومانه  وښیی ،  سکندر هم د قاسم په وارونو کې  کمزورتیا  احساس کړه ، سمدستی یی خپل  ډوب شوي زړه  ته تکیه ورکړه  او په قاسم باندې یی حمله راوسته . اوس نو قاسم د سکندر د هر وار  څخه خپل ځآن  څنګ کاوه . دهغه آس  به  لږ  لږ شاته  ته . اودهغه توره  به  هر ځل د سکندر  د تورې سره  په ټکر کې  وه  اود هغه د تورې  وارونه به یی  تمبول. سکندر هم نور ډیر  ستومانه شوې  و ، غوښتل  یی په یوه ډول نه یوه ډول  دا مقابله پاې ته ورسوي . په دې وخت کې  یو ناڅاپه  قاسم  د خپل آس  د زین  څخه  خپله  پښه  شاته کړه  او دزین  د پاسه  کیناست . په دې بلې لمحې کې ، هغه وخت چې  تماشاچیانو د قاسم   چال وکوت نو ټول  حیران  پاته شول ، ځکه  قاسم دخپل  وجود  بار  په  خپلو پښو باندې  واچاوه  اوپه یوه ټکان  سره و درید، په دې وخت کې د لوبغالي ټولو ناستوخلکو  د لاسو د  پړکولو  تر څنګ د قاسم ددې چال په وړاندې و دریدل. اوس نو  د اوږود  قد  خاوند  قاسم   د سکندر نه په لوړه  وه  ، هغه ته  په سکندر باندې دحملې کولو له پاره هم  لاره  پرانستې وه . هغه  د آس په زین  ددریدو سره  په سکندر باندې  داسې  سخت  ګذار وکړ  چې د سکندر  وار پار  یی وارخطا کړ. مارسي  هم د خوشحالۍ نه چغې کړې ، سکندر بیګ د اوږود  قاسم  دغه  ګذار  و نه شو زغملې  ځکه د قاسم توره د سکندر  په اوسپنیز  خول  باند ې  لکه  د اوسپنې د ګرز  په څیر راپریوتې وه ،  سکندر  هڅه وکړه چې په خپله توره  د قاسم  ګذار  تم کړي   خو قاسم دومره سخت ګذار کړې و چې سکندر د آس  په زین باندې  ټینګ  نه  شو او لاندې  را پریوت . قاسم هم د یوه لوبغاړي  په څیر د آس د زین  څخه  ښکته را ټوپ کړ  او د سکندر  د راپورته کیدو د مخه یی دهغه په سر  پښه کیښوده . د سکندر په تندې  باندې  د خولو د څاڅکو په کتلو سره  مارسي  د خوشحالۍ نه  چغې  کړې ، سلطان  هم د خوشحالۍ په  جذبو کې ډوب  و او لاسونه یی پړکول.
په زمکې باندې دپښو د ایښودو سره سم  قاسم   سکندربیګ  تر خپلو  لاسو  لاندې کړ . که څه  هم سکندر بیګ هڅه کوله  چې خپل ځان  کنترول کړي  خو قاسم  پرې  ناڅاپی  سخته  حمله وکړه  او بیرته یی څملاوه . اوس نو سکندر ته خپله ماتې  تر سترګو شوه . قاسم  په یوه ټکان  سره  خپل اړخ  بدل کړ  او د سکندر  په اړخ  یی ځواکمن  ګذار وکړ  سکندر هڅه وکړه  چې د خپلې تورې په واسطه د قاسم  دغه  ګذار تم کړي  خو هغه د قاسم  په  چال  و نه پوهیده ، قاسم د ښې  اړخ  په ځاې   خپله اراده  بدله کړه او دسکندر په چپ اړخ  یی  قوي حمله وکړه ، دسکندر په  اړخونو او بازو  ګانو باندې  اوسپنیز  خولونه  تړلې وو . خو د قاسم تورې  د هغه  دغه اوسپنیز بندونه  له منځه یوړل  بلکه د سکندر  بازو  یی  هم  زخمې کړ، اودهغه د ویني څاڅکې په زمکه را پریوتل . په دې وخت کې په لوبغالي کې ناست  تماشاچیان  غلي شول، قاسم  د حالاتو نزاکت  احساساوه  نو په دې خاطر یی دخپلو حملو  لړۍ  بنده کړه او سکندر یی په خپلو زخمونو کې  تاورا تاو پریښود او په شا ترې ولاړ. دلته د مقابلې منصفین  په یوه لیکه کې  ولاړ وو . د ټولو  خلکو په مخونو کې  یو ډول حیرانتیا،  یو ډول احساس او یو  ډول  جذبه ډاګیزه کیده .
قاسم  په پوره بې خبرۍ سره د لوبغالي  د تماشاچیانو په لور کتل  چې په دې وخت کې سکندر دپوره  بې اصولۍ  څرګندونه وکړه  او په ډیره بیړه د قاسم په  لور  و ور وخوزید.  که چیرې په همدې وخت  کې ماسی دخپله  ځایه په قاسم  باندې  غږ نه وې کړې نو په  ډاډمنه توګه به  سکندر د قاسم   ورمیږ  ور پرې کړې و. قاسم د مارسي  غږ  وا ورید او سمدستي  دحالاتو په لور متوجه شو ، هغه  نه یواځې د سکندر  د ګذار  څخه  ځان  خوندي وساته بلکه  پر هغه یی  یو ځل بیا  ځان  وړونکې  حمله وکړه . په دې وخت کې د تورو  د شرنګار اواز  تر لرې لرې  پورې  اوریدل کیده . اوبیا  تماشاچیانو وکتل  چې د قاسم په  ګذارونو سره د سکندر توره  ټو ټې  ټوټې  شوه  او  په هوا کې  د نڅا وروسته لاندې  زمکې ته را پریوته . اوس نود سکندر لاس خالی  شوې و ، قاسم  هم خپله توره  خطا کړه او د سلطان مراد  ثاني په لور دکتلو پرته یی  د عراقي  پهلوانۍ  په څیر داسې  یو داو   وکړ چې  سکندر یی د زمکې  څخه  څو فټه  پورته کړ  او بیرته یی  زمکې ته راخلاص کړ ، سلطان  د قاسم  په دې  میړانې باندې   د خپله ځایه پورته شو او حکم یی وکړ  چې مقابله  پاې ته ورسوئ.
مقابله خو هسې  هم  پاې ته رسیدلې وه . ځکه سکندر  د قاسم په لاسو  مات شوې و اوپه زمکه  باندې   پړمخ  پروت و او دزمکې خاورې  یی  څټلې.مارسي  چې سکندر په داسې حال کې وکوت  نو دخوشحالۍڅخه  دلیونتوب  مرحلې ته رسیدلې وه .  دلوبو  په پاې ته رسیدلو  سره  سلطان مراد ثاني د لوبو د ګډونکو تر منځ  انعامونه وویشل . او ټولو ته یی په خپل  خپل  وار  شاباسې ووایه . خو کله چې د قاسم نوبت  راغې  نو سلطان  ، قاسم د اوږو  څخه و نیوه ، په ډیر غور سره یی ورته وکتل او بیا یی ورته وویل: « قاسم بن هشامه !  ستا د تورې د وهلو فن  د ستاینې  وړ دې . عثماني سلطنت  ستا په  څیر ځوانانو ته  سخته اړتیا لري .د عیسایانو تر ټولو ستر  جرنیل « هونیاډې» دخپل  یونیم لک  فوځ سره  همدا  اوس  زمونږ په  پولو باندې  پروت دې ، د « هونیاډی » د تورې  مقابله  ، یواځې ستا توره کولې شي . زه غواړم  چې ته زمونږ په روزل  شوي  فوځ  یني چري کې  شامل شې  ، زه به تا د یني چري د «زرکسیزې  ډلې سالار» و ټاکم .»
د سلطان دا پریکړه د قاسم له پاره  د هیلو نه پورته وه .هغه  ولړزید ځکه هغه خو یواځې د یو څو ورځو د تیرولو له پاره دلته  «اورنه » ته  دخپل ورور  طاهر بن هشام کور ته راغلې و . او که نه  هغه  د مکې په ښار   کې   پوره  مصروفیات  درلودل ،  دخپل مور اوپلار د خدمت ، دکښت او زراعت  ، مال او حیواناتو ساتنه  ….ددې هر څه  ښه سبنالول  او ساتل  د هغه  په دندو اومسؤلیتونو کې شامل وو .  دهغه مشر ورور طاهر  لا دمخه  د سلطان مراد ثاني  ملازم و. طاهر  په  عثماني  روز ځاې کې  د تورې  وهلو د فن  استاد و. توره وهل  او پهلواني د قاسم  میراثی کورنۍ  لوبه وه . دهغه پلار  هشام  د حجاز  یو نوموړې  او ستر پهلوان تیر شوې و، اوس  قاسم یواځې دخپل ورور دکتلو له پاره راغلې و . هغه یواځې یوه ورځ مخته   « اورنه  »  ته را غلې و، دلته د راتلو وروسته ورته دکلنۍ میلې په اړه  معلومات  ور په برخه شول  ، هغه ډیر خوشحاله شو او سهار وختي دخپل ورور  طاهر هشام  سره یو ځاې  لوبغالې ته ورغلې و . اوس نو دا  یو ناڅاپې  کار  و  چې دهغه په سر  راپریوتې و . هغه د سکندر  کبر  اوغرور  و نه شو زغملې ، او دخپل مشر ورورسره د سلا  کولو وروسته  یی  دې مقابلې ته را و دنګل.تر څو سکندر ته  دهغه ددې  لویی کولو  سزا ورکړي . خو دمقابلې وروسته هغه  ته د سلطان  له اړخه  همدلته په  « اورنه  » کې  داوسیدو  حکم شوې و ، دسلطان دحکم په اوریدو سره  قاسم  په  سکته کې راغې او چپ چاپ و درید.  سلطان د قاسم  ددغه چوپیا  په کتلو سره وویل چې :
« اې ځوانه !  ته زما په دې خبره خوشحاله نه شوې ؟ تر اوسه  ستا عمر  کم دې نو په دې خاطر مې د زرو کسو  سالار  و ټاکلې . خو که ته په دې دنده   خوشحاله نه اوسې نو  زه به تا د پنځه زرو  غوره او ښه عسکر و  سالار و ټاکم .»
داسې بریښیده  چې قاسم اوس  د کوم ژور خوب  څخه را ویښ  شوي وي ، هغه یو ناڅاپه دسلطان په لور وکتل  اوبیا  یی  لږ څه په ټیټ اواز سره وویل  چې :« نه ! درونده  سلطانه !  زه  دکوم  لالچ په خاطر  خاموشه  شوې نه وم . بلکه زما د چوپتیا علت  زما  مور او پلار دي ، ځکه  زما مور اوپلار  هلته په کور کې دخپل کرکیلې او مالدارۍ په  خاطر  یوازې دی . په داسې حال کې چې  زما مشر ورور  طاهر بن هشام دلته ستا په  عسکر ځاې  کې  دتورې وهلو د فن  استاد دې .»
سلطان په ډیره   ښه توګه د قاسم خبرې واوریدې . اوبیا یی په ډیره نرمه  لهجه  قاسم ته وویل چې :« مال او مالدارې  یا کور  ددنیاوي ژوندانه له پاره تکیه ده . د یوه ریښتونې مسلمان  او مومن عسکر له پاره  د دنیاوي ژوند څخه  د راتلونکې  اخروي ژوند  ارزښت  ډیر وي …. ته  په داسې حال کې چې  یو ډیره ښه عسکر  او د تورې د وهلو دفن  ماهر یی  ولې خپل  وخت  په مال او مالدارۍ  باندې  ضایع کوې ؟ … تر هغو چې ستا د مور اوپلار  پورې  اړه  لري نو زه به هغوې همدلته را وبلم …زه به په دې اړه ستا د ورور  طاهر هشام سره خبرې وکړم .»
اوس نو دقاسم سره بله کومه لاره نه وه . په پټه  خوله یی  د تسلیمۍ سره ټیټ کړ ، سلطان دهغه دخوښې  څخه خوشحاله شو او سمدستي یی د خپل «یني چري » فوځ   سپه سالار  را  و باله  اوهغه ته یی حکم وکړ  چې د قاسم بن هشام په  مشرۍ  دې  هغه ته  پنځه زره   فوځونه   ورکړي . په دې توګه یی  قاسم هشام د پنځه  زریز  فوځ  ستر سالار  و ټاکه . پخپله قاسم حیران  و چې  سلطان  یواځې د یوې تورې  د وهلو د مقابلې په ګټلو هغه ته  دومره ستر  فوځ  ورحواله کړ  خو تر څنګ  یی هغه د سلطان د پریکړې  څخه ډیر خوشحاله هم و ځکه هغه کولې  شو چې په دې توګه د خپلې خوښې  جنګجویانه   ژوند څخه خوند واخلي .
مارسي  هلته د ښځو  په ناست ځاې  کې   ناسته وه  او دسلطان او قاسم تر منځ  خبرو ته  یی غوږ  ایښې و . اوس نو د هغې په زړه کې د قاسم  په نوم   غوټه  پرانستل شوې وه . ځکه دا  دښه  قد و قامت  خاوند عربې  ځوان  د  سکندر د تکبر او غرور  بت  ورمات کړې و  اودهغه د فرعونیت  له پاره د اجل پیغام  ګرزیدلې و . په دې اساس دا اړینه وه چې مارسی پرې ځان  قربان کړي ….. هغې  په خوږو خوږو  سترګو سره د قاسم بن هشام  غنمرنګه  مخ ته کتل . ترهغو  چې قاسم د سلطان تر څنګ  ولاړ و  نومارسي دهمغې لورې ته متوجه وه . خو کله چې  قاسم د سلطان څخه جدا  شو  نو دمارسي سترګو د هغه قدمونه څارل . هغه هلته لرې د معزیزنو  په لیکو کې   دخپل ورور  طاهر هشام  څنګ ته ولاړ او کیناست . اوس نو دمارسی له پاره په  لوبغالې  کې  بل کوم  کار  نه و پاته . دخپله ځاېه  پورته شوه  او بیرون  ولاړه .
کور ته په رسیدو  سره  مارتها   په  مارسي  باندې  خوله و لګوله .  او ورته یی وویل چې : « نجلۍ !  ستا  کړچار  ډیر خرابیږی ،  نن سهار یو ځل بیا تا  دسکندر  سره  د بداخلاقۍ  څرګندونه کړې ده !»
د خپلې مور  مارتها په دې خبره    مارسي  سر ټیټ کړ ، بیا یی  په لږه  ترخه ژبه وویل چې :« درنې مورې !  ته دې  دا زړه  څخه  و کاږه چې زه به دسکندر بیګ  ناوې  کیږم ….زه ستا دغه نازولې  یوه  لحظه هم  نه شم زغملې.»
مارتها ورته په قهر سره وویل :
خبردار  ! چې کومه غلطه  خبره  د خولې نه و نه کاږې .بدبختې نجلۍ !  ته ولې خپل ځانه هیروې ؟ سکندر بیګ د البانیه شهزاده دې . او ډیر ژر  به د سیمې پادشاه  شی  . په داسې حال کې چې مونږ دهغې غلامان یو .دسکندربیګ  نه  علاوه  به  بل هیڅوک  هم تا دومره خوشحاله و نه شي ساتلاې .»
« واه ! دا څه خبره دې وکړه ؟ شهزاده  صاحب خو پخپله د سلطان مراد ثاني  په لاسو کې یرغمالی دی. او د هغه پلار « جان کسټریاټ » د سلطان مراد خان  ثانی  باج ورکونکې   ….. ته  د یوه یرغمالي په اړه څنګه  وایی چې هغه  به  په راتلونکې  کې د البانیه  پادشاه وې ؟» مارسي په طنزیه توګه  خپلې مور مارتها ته ځواب  ورکړ . خو مارتها یو ناڅاپه خاموشه  شوه . ځکه هغې نه غوښتل  یو ځل  بیا ووایی چې سکندر بیګ د البانیه راتلونکې پادشاه دې . هغه  په دې پوهیده چې دهغې او جعفر ترمنځ د دولس کلنې جوړکړل شوي   سازش پوره کیدو ته   لا  څو  ورځې  پاته  دي . او  هغې  دداسې نازکې خبرې  دکولو په اړه  د ډیره  احتیاطه کار اخست . کله چې  مارسی خپله مور مارتها  خاموشه و کتله نو  د موقع نه  یی  په ګټه اخستو سره  په ډیره  بیړه  د انګړ په لور  ور منډه کړه . او دلته یی مارتها دخپل سازش  په  فکرونو کې ډوبه پریښوده .
مارتها او ابوجعفر  دواړه  سکندر په مکمله توګه  په خپل جال کې را نغاړلې و . سکندر دمارتها  تر سترګو لاندې  وړکتوب تیر کړې و . هغې ته هغه وخت  ډیر ښه په یاد  و  کله چې دالبانیه  پادشاه « جان کسټریاټ » د عثماني سلطنت  دسلطان مراد خان ثاني   په لاسو  ډیره  بده او ذلت  ناکه ماتې خوړلې وه …. په هغه وخت کې مارتها  په البانوي  محل کې  د یوې  وینځې په توګه  شپې تیرولې . مارتها د ځوانۍ اوښایست  تر څنګ  یو ذهینه او چالاکه پیغله وه . په  محل کې  د  وینځیتوب  نه مخته  هغې  د یوه  البانوي  امیر څخه د محبت  دوکه  هم   خوړلې وه. دهغې په  غیږه کې  دخپل همغې محبوب  یوکلنه  نجلۍ  هم پرته وه . البانوي امیر په لمړیو کې د مارتها  سره  ډیره  مینه کوله . خو کله چې   د مارتها  غیږه  ډکه شوه ، نو هغې مارتها په ډیره بې عزتۍ سره دکوره  وویسته . اوس  نو د مارتها سره   ددې پرته بله لاره نه وه  چې تر پادشاه پورې  خپله  شکایت  و رسوي . هماغه و چې هغه د البانیا دپادشاه  جان کسټریاټ  دربار ته ورسیده  اوپادشاه ته  یی خپله ټوله  قصه واوروله . خو کله چې پادشاه د البانوي امیر  نوم واورید نو په هغه ولایت کې یی د بغاوت  دخپریدونه  د مخنوي په خاطر  هغه امیر ته هیڅ  هم و نه ویل . خو مارتها  ته یی  په خپل محل کې ځاې ورکړ. او هملته یی دخپل  ځان  سره د وینځې په توګه و ساتله .
مارتها ډیره  ذهینه او  چالاکه  ښځه وه ، همدا علت  و چې ډیره ژر د پادشاه  تر سترګو  شوه . هغه ټول  څلور  شهزادګان  چې سلطان  مراد خان  ثانې له ځانه سره یرغمل راوستې وو، د پخوا څخه د مارتها  سره  اشنا وو .  همدا علت و چې  جان کسټریت  سلطان  مراد خان  ثانې ته دخپل زوې  سکندر بیګ   د ورسپارلو په وخت کې  مارتها هم دهغوې  سره یو ځاې   ور  کړه . مارتها اودغه  څلور واړه  شهزادګان  هملته د سلطان  په  محل کې اوسیدل . مارتها  د خپلې لور اودهغو  څلور  شهزادګانو سره یوځاې د محل په  اخري شاتنۍ برخه کې  په ازادۍ سره  زیست  کاوه . سلطان هغه  څلور  واړه شهزادګان په مکتب کې داخل کړل او د پادشاه په  مصارفو  باندې  تر روزنې لاندې و نیول شول .
« اورنه  » ته د مارتها د راتلو  ډیر کمې ورځې شوې وې ، خو هغې  ډیر  ژر   دمحل دننه خپل اړیکې و غځول .هغه ډیره مذهبي ښځه وه . د بله اړخه  ابوجعفر  هم هملته په  اورنه  کې  موجود و . ابو جعفر یو روزل شوې  هوښیار  جاسوس و . هغه هلته  په « اورنه  » کې د سلطان په خلاف  د جاسوسۍ  جال  خپور کړې و ، د کوټوال  نه  نیولې د ینې جري  فوځ د یو شمیر سالارانو  پورې یی  د خپل  پټ کار  تارونه  غځولي و. ان تر دې  چې دسلطان په دربار کې یی هم  کارندې   موجودې وې . داسې بریښیده چې  په اورنه کې  ابوجعفر بې تخته پادشاه و .  هغه  به  په  څرګنده توګه د یوه مذهبي  لارښود په څیر  را ښکاره کیده ، خلکو به ورته د غرب  خطیب  وایه . خو په حقیقت  کې  هغه  د قسطنطنیی د ارتوډکس  دچرچ  «ایا صوفیا»  یو  روزل شوې  پادری و . هغه هلته په اورنه کې دڅو کالو څخه اوسیده  او جاسوسانو به یی ورته د عثماني سلطنت  د ټولو  کړو  وړو  په اړه  خبرونه ور  رسول.
د البانیه دماتې وروسته  مارتها او البانوي شهزاده «اورنه »ته راغلل ، دهغوې  راتګ  ابوجعفر ته د هغه د سازش  د جال د خپرولو له پاره  نورې اسانتیاوې هم راپیدا کړې .  هغه د ټولو دمخه د مارتها   کمزورتیاوې  راپیدا کړې  اوبیا یی  دغه  ښایسته ښځه  په خپل  جال کې د راښکیلولو  له پاره  منډې ترړې پیل کړې . دیوه مذهبي  مشر اولارښود په څیر ،خلکو ته د سلطان د محل  شاتنۍ  برخې ته د هغه   تګ راتګ  دومره  عیبجن  نه ښکاریده . لمړۍ ځل  چې هغه دمارتها کورته راغې  نو مارتها هغه د مسلمانانو مذهبي  لارښود  و ګاڼه  او څه  ځانګړې پاملرنه یی ورته و نه  کړه . خو دغه مکار  ابوجعفر په خپلې همغې لمړنۍ کتنه کې  مارتها په خپل  بوتل کې  بنده کړه .  په لمړیو کې مارتها د عیسویانو د دې  سازش  څخه په ویره کې وه . خو د ابوجعفر  غوړه مالۍ  هغه ډیره ژر په خپله ولکه کې راوسته ، اوس هغه د یوې البانوی  وینځې  په ځاې  د «قیصر » یوه ډیره مهمه  جاسوسه وه . مارتها به د ابوجعفر  له پاره  سلطانی  محل ته ورتله اودهغه  ځایه به یی  مکمل  را پور   ابوجعفر ته ورکاوه او په دې توګه یی د یسوع مسیح ددین له پاره خپل ځان وقف کړې و .
په دې وخت کې یوه ډیره مهمه پیښه رامنځته شوه . د سربیه پادشاه ( لارډ سټیفن ) خپله  شهزاګۍ  لور «سروین » د سلطان مرادخان  ثاني په نکاح کې  ورکړه . دسربیه پادشاه   لارډ سټیفن که  څه هم په مذهبی توګه عیسایی و خو د مرادخان ثاني د نیکه  (سلطان بایزیدیلدرم ) د وخته راهیسې دعثماني سلطنت  خیرغوښتونکې  او وفاداره  پاته شوې و .  دبایزیدیلدرم د  وخته راهیسې   سټیفن  دمسلمانانو سره یو ځاې  په ډیرو  جنګونو کې  ګډون کړې  او په هر محاذ به د سلطان تر څنګ  ولاړ و .   د انګورې په جنګ  کې  هغه وخت  چې د تاتاریانو  حاکم ( امیر  تیمور) سلطان بایزیلدرم ته  سخته ماته ورکړه ، نو سټیفن هم دسلطان  سره یو ځاې  ولاړ و. په هغو وختو کې سټیفن  نوې  ځوان شوې و ، سټیفن  سلطان  بایزیدیلدرم  ته د وفادارۍ د نښې  په توګه  خپله خور  هغه ته په نکاح ورکړه . او اوس  یی  سلطان مرادخان ثاني ته  ،  چې دبایزیدیلدرم   لمسې   او دسلطان محمدخان  اول  زوې  و ، د وفادارۍ  د نښې په توګه  خپله  لور  شهزادګۍ  «سروین »  واده کړه . کله چې شهزداګۍ سروین  د سلطان محل ته  را غله نو د مارتها او ابوجعفر غوږونه را پورته شول . په دې وخت  کې ابوجعفر مارتها ته وویل چې :
« مارتها ! دا شهزادګۍ  ستا دمنګلو  څخه لرې نه د ه . هغې ته د سترصلیب  سوګند ورکړه  او د خپل ځان سره یی په جهاد کې  شریکه کړه .»
مارتها هم  شهزادګۍ  سروین سره خپل  اړیکې و غځول  اودهغې محل ته یی تګ را تګ  پیل کړ . خو هغې ته ډیره  ژر  څرګنده شوه چې د لارډ سټیفن  لور  دخپل پلار په څیر  په پاک  زړه د عثماني سلطنت  ملاتړې ده . مارتها ډیره ژر ناهیلې شوه  او ابوجعفر ته یی  وویل  چې شهزادګۍ  سروین  دومره  غوړه   مړۍ  نه ده چې  په اسانه د ستونې تیره شي .  خو ابوجعفر نا هیلې شوې نه و. په دې خاطر یی  په خپل  جال کې د شهزادګۍ سروین  د راښکیلولو  له پاره هلې ځلې  جاري و ساتلې .
په حقیقت کې ابو حعفر  یو ډیر  سفاک او ظالم انسان و . هغه  د البانیی پادشاه  جان کسټریاټ  ، دسلطان  پر خلاف  بدګمانه کاوه   او  هغه یی د بغاوت  په لور  را کشاوه ، ددې کار  له پاره هغه یو  ستر  پلان  جوړ کړې و . خو کله یی چې دخپل دغه پلان  څخه مارتها خبروله  نو هغه ډیره   په ویره کې شوه ، ځکه چې د ابوجعفر  سازش  ډیر  ظالمانه  اوسفاکانه و. دسلطان پر خلاف  د  البانیی د پادشاه  جان کسټریاټ دبدګمانه کولو له پاره ابوجعفر ، دسلطان په محل کې  د اوسیدونکو البانوي معصومو  شهزادګانو د وژلو پلان  جوړ کړ .    مارتها چې په یوه  ډول ددې  کوچنیانو مور  ګڼل کیده ، نه غوښتل  چې د ابوجعفر په دې سفاکانه  سازش  کې  راګډه شي ، خو ابوجعفر  څو  ورځې په پرلپسې  توګه  مارتها  ته ددې کوچنیانو د وژلو  له پاره  حکم کاوه . خو کله چې مارتها  دهغه  خبره و نه منله  نو ابوجعفر  پیغله  مارسي د مارتها څخه  په زوره  جدا کړه ، مارتها ډیره  سخته  په جال کې را ګیره شوې وه . اوس نو هغه د ابوجعفر  سره دهغه   د زمکې لاندې  جاسوسي پروګرامونو کې  داسې    ورننوتې  وه   چې  د بیرته  راتګ ټولې لارې  یی په خپل مخ   تړلې وې.
بلاخره  مارتها  په لړزان  توګه د ابوجعفر حکم منلو ته غاړه کیښوده  او د البانوي پادشاه جان کیسټریاټ درې واړو  معصومو  کوچنیانو ته  یی په ډوډۍ کې  زهر ورکړل . سکندر په خپلو ورونو کې تر ټولو مشر ، او تر یوه  ځایه  چالاکه او هوښیار هم و . مارتها  د ابوجعفر په سلا  سکندر  ژوندې  پریښود خو پاته درې واړه  شهزادګان یی  د سفاکې ښځې  په څیر  په زهرو  ووژل . په حقیقت کې  دغه  کوچنیان د خپل مور اوپلار نه لرې   په یو ډیر  لرې هیواد کې  دهمدې  مارتها  درحم او کرم پورې تړلي وو.  نو کله چې دغه درې واړه کوچنیان  د لوبو   نه وروسته  دسترخوان ته را غلل  نو د غذا  خوړلو په لوښو کې هغوې ته مرګ  انتظار کاوه . دا زهر ابوجعفر راوستي و  چې  کرار  کرار  یی  اغیز  شینده .
کوچنیان د غذا  د خوړلو وروسته بیرته په لوبو کې  مشغول شول . خو یوساعت وروسته  ترټولو کوچني  شهزاده  ته د قي کولو  تکلیف  پیدا شو  اوبیا  د لږ ځڼد وروسته د هغه روح دهغه  دتنې څخه ووت، هغه نور کوچنیان تر یوه وخته  پورې  پاته شول  او دڅو  ورځو  سختې ناروغتیا وروسته  یو په بل پسې  له دې نړۍ  و کوچیدل .
د دې درې واړو  شهزادګانو په مړینې   سلطانې  ماڼۍ په لړزیدو راغله . سلطان مرادخان ثاني سمدستې  دربار   را وغوښت  او ددربار حاضرینو ته یی  دغه  ټول  حالات   تر مخ  کیښودل . سلطان پخپله  هم ډیرزیات غمژن  او پریشانه و. ځکه چې دهغه  تر پالنې لاندې د البانیه درې  کسه معصوم شهزاداګان په ډیره  پټه توګه یو په بل پسې وفات  شوي وو ، دهغوې د ډلې څخه یوازې  یو شهزاده  «جارج کسټریاټ » ژوندې  پاته شوې و . په حقیقت کې دا  دیوه مسلمان  پادشاه له پاره  د ډیر شرم او خجالت  ځاې  و . دسلطان خپل  زوې   «شهزاده  محمد» ددې البانوي  شهزادګانو   همصنفې او همځولې و.  دسلطان له پاره د  ډیرې زیاتې اندیښنې خبره دا وه چې  د البانیی پادشاه به اوس دهغه پر خلاف  راپاڅیږي او د عثماني سلطنت  په  شمالې ولایتونو کې به په بغاوت  لاس  پورې کړي .  ددربار  حاضرین  ټول په فکرونوکې ډوب ناست وو . ځکه د دې شهزاداګانو  دغسې  پټه  مړینه  د ټولو  له پاره معمه وه ، او د مجرم  په اړه هیڅ  ډول معلومات  نه ترلاسه کیدل. په اخر کې سلطان د خپلې  څارګرۍ د محکمې مشر ددې  مړینو د پټو رازونو   درا برسیره کولو له پاره مامؤر  کړ . تر څنګ  یی د البانیه د پادشاه په لور یی  د تعزیت  له پاره یو  دروند هیئت  و استاوه . خو هغه ته یی دا پیغام  و لیږه  چې دا معصوم  شهزادګان د کومې  نه پیژندل شوې ناروغتیا له امله  وفات  شوي دي. ددې ترڅنګ سلطان مراد خان ثاني دا یو قدم  بل  هم واخست  چې جارج کسټریاټ یی  نیغ په نیغه  د خپلې  څارنې لاندې واخست  اودهغه د روزنې  له پاره یی  پوه او وفاداره  وګړي  و ټاکل.
اوس نو ابوجعفر او مارتها ته د البانیا د پادشاه  له لورې  د بغاوت  هیله  پیدا شوې  وه  اودهمدې له پاره په انتظار کې ناست وو.  ابوجعفر د دې معصومو شهزادګانو د مړینې په اړه د قسطنطنیی قیصر ته په خپل راپور کې و لیکل  چې :
«معظم شهینشهاه  او د مسیحیت  ستر  محافظ ، د قسطنطنیی دروند قیصر !
ما ددرې  کسو معصومو عیسایی کوچنیانو  په پاکو وینو باندې  د سلطان مراد خان  له پاره  پرلپسې  عذاب  ولیکه . او د عثماني سلطنت   البانوي  پولې مې    د بغاوت  دبارودو  څخه  ډکې کړي دي . سلطان زمونږ د هیلو سره سم  څلورم  شهزاده   نیغ په نیغه دخپلې  څارنې  لاندې نیولې دې  او  اوس  زه دمسیح ددین په مطابق  ددې څلورم  شهزاده فکري اوذهني  روزنه  کوم ، زه  به   ډیر ژر  هغه  دسلطان  په کور کې دننه د یوه ستر دښمن په څیر  تیار کړم .»
دقیصر خیر غوښتونکې
ډیمونان .
اوس نو ابوجعفر مارتها ته دا دنده ورکړې وه  تر څو  شهزاده  چارج  د سلطان پر خلاف  ښه  و پړسوي . ددری ګونې  قتل وروسته  ، اوس مارتها په مکمله توګه د ابوجعفر په لاسو کې  نڅیده . دهغې  له پاره د ابوجعفر دخبرو دمنلو پرته بله  لاره  هم نه وه . په دې اساس  مارتها  همغه   څه کول چې ورته  به د قیصر د جاسوس   ابوجعفر « ډیمونان »  له  اړخه  ویل کیده . مارتها  شهزاده  جارج  ته  د انتقام اوبدلې د اخستلو په خاطر دا  ویل  چې دهغه درې واړه ورونه د سلطان  مرادخان  ثاني  له خوا  په زهرو وژل  شوي دي . جارج  لا تراوسه  پورې د لس  یولس کالو  هلک و. هغه دخپلو بې  اسرې  ورونو په مړینه باندې سخت  غمژن شوې و .  هغه به  د مارتها  له  خوا دسلطان پر خلاف   را پړسول کیده ، په دې خاطر دهغه د وجود  دهر رګ  په وینه کې د انتقام اوبدلې اخستلو  وینې  ګرمیدې . هغه ته به د سلطان هر قدم  او هر  کار  دظلم  یوه  نمونه  څرګندیده . دهغه   تر مخه به  د خپل مفتوح هیواد او  خپل مغلوب  پلار  مخ  تر سترګو کیده  ، هغه  ته د خپلې  بدحالۍ  هغه وخت  هم  را په یادیده  چې  پلار او مور یی ورڅخه  بیلیدل ، او پخپله د کوچنیوالې په عمر د خپلو درې  نورو  ورونو سره یو ځاې   یو بیګانه  هیواد ته  د بندیانو په څیر  بوتلل کیده . بیا یی خپل  کمرعمره  ورونه   په داسې حال کې کتل چې دمرګ  په خاطر  د زهرو  په نشه  کې  لاس و پښې  وهلې او کانګې یی کولې . مارتها دغه نوې  ځوان  شهزاده د خپلې  غوړې  ژبې په  جال کې  را نغاړلې و.
که څه هم البانوي شهزاده  جارج کسټریاټ  نیغ  په نیغه د  سلطان  تر  څارنې لاندې  راغلې و خو دهغه په سینه کې د غم او غصې  جهنم  را خوټیده . مارتها  به  په دې لمبو نور هم تیل ور شیندل . خو تر څنګ به یی هغه د سمدستې  بدلې  اخستلو څخه  منه کاوه . مارتها به هغه ته ویل :
« جارج !  کوم داسې کار در څخه په  بیړه کې  تر سره  نه  شي  چې  دهغې په واسطه  دا پټ راز  ټول  را څرګند شی  او بیا ته دخپلې بدلې د اخستلو څخه بې برخې شي .»
اوس نو جارج  په مستقیمه توګه  په شاهي مکتب  کې  ښوونه او روزنه تر لاسه کوله . دلته هغه د شهزاده محمد سره  هم  ملګرې شو . خو شهزاده  محمد  د جارج  څخه په عمر کې  پوره  کوچنې و . جارج  هوډ وکړ  چې  د بلوغ د مرحلې وروسته به د سلطان  مرادخان  ثاني  دا زوې  شهزاده محمد  وژني  او د خپلو ورونو د بدلې داخستلو تنده به پرې ماتوي . د جارج  خام  ذهن ددې خیالاتو او فکرونو سره  ورځ په ورځ  پخیده . کرکې ، غم  اوغصې  هغه  بدمزاجه او بدکړچاره کړ . شاهي  ښوونې او روزنې د جارج  پټې وړتیاوې  هم را بربنډې کړې ، کله چې  هغه ځوان  شو نو  د یوه ضدي  بلکه تجربه  کار  شهزاده په توګه  ځوان  و ځلید.د شاهي مکتب  څخه د فارغیدو وروسته  هغه  د ینی  چري  په عسکری  روزن ځاې  کې  د عسکری  فن د ښوولو  او زده کولو  جوګه  شو . هغه ډیر ژر  د تورې وهلو  او نیزې ویشتلو  فن  زده کړ . چې ددې  روزنې   استاد یی«  طاهر هشام»  و .
د یني چرني  روزن  ځاې په حقیقت کې د عیسایی بندیانو  له پاره د اسلام د ښوولو او د مسلمان په څیر دهغوې د روزلو  له پاره  جوړه کړل شوې وه ، خو دجارج  ذهن  په دې  روزن  ځاې کې هم بدل نه شو ، جارج که څه  هم د سلطان  دغوښتنې په اساس خپل مذهب  په ښکاره توګه تبدیل کړ  خو په زړه کې همغسې عیسایی پاته شو . مارتها اوابوجعفر هم هغه ته په ښکاره توګه  د مذهب  د بدلیدو  مشوره ورکړې وه . جارج  هم دهغوې دمشورې په اساس  مذهب  بدل کړ او اسلام یی و مانه . سلطان د جارج اسلامی نوم   «سکندر بیګ » کیښود. او جارج  ته یی دخپل زوې  حیثیت  ورکړ . خو سلطان ته  دا  ډاګیزه نه وه چې هغه  یو مار په خپل لستوڼې کې پالي. داسې یو مار  چې  شاته یی د ابوجعفر  په څیر یو زهري  ښامار  او دمارتها په څیر یوه خطرناکه  ښاماره   ولاړه ده .
۱۴۴۳زیږدیز کال  پیلیدونکې و ، دپسرلې  ښایسته موسم  پیل شوې و او د تخت کیناستې  کلنۍ میله  په خپل اوج کې وه . نن  سکندر بیګ  ته  غاښ ماتونکې  ماتې ورکړل شوې وه . او دهمدې ماتې په خاطر  د مارتها  لور  مارسي  دخوشحالۍ څخه  پورته  پورته  غورځیده . خو مارتها او ابوجعفر  دسکندر د ماتې  په  خاطر  ډیر غمژن  ښکاریدل. خو سلطان ددې میلې  دغه مقابله   یوه  لوبه وګڼله  او شاته یی ورغورځوله.
 سلطان د لوبې او میلې  د پاې ته د رسیدول  وروسته  سکندربیګ خپل محل ته را وباله  اودهغې په چپ  بازو  باندې  د راپیداشوي  زخم په اړه  یی و پوښتل . سکندر  لا تر اوسه پورې دخپلې ماتې د اغیز څخه  نه و راوتلې . کله چې سلطان ، سکندر  په  خپل حال کې وکوت  نو ترې  ویی وپوښتل :
«سکندربیګه ! مونږ ستا په میړانې او ځواک  باندې  قایل  یو ، تاته  په دې اړه د اندیښنې کولو اړتیا نه شته . مونږ پریکړه کړې  ده چې  تا د غربي پولو د جاګیر او زمکو  والي و ټاکو . اوس وخت  را رسیدلې دې  چې تاته دحکمرانۍ کولو  دنده در وسپارل شي. مونږ ستا د ښوونې او روزنې څخه  ډاډمن یو ،اوتا خپل  زوې ګڼو . ستا دماتې  خوړلو د اغیز د له منځه وړلو  له پاره  همدا  لاره مونږ ته غوره   ښکاري .»
دسلطان  دپریکړې  په اوریدو سره  د سکندر بیګ احساسات  را ژوندې  شول . هغه سمدستې دخپلې ماتې  ټول غم له یاده وویست . او یوناڅاپه یی ورته دخپلې بدلې  منزل  را لنډل  و ښود. سکندر  خپله ملا ټیټه کړه او د  سلطان  د پریکړې  څخه یی خوښې  و ښوده  او دخندا کولو  هڅه  یی وکړه او ویی ویل :
درونده  سلطان !  تا یو یرغمالي شهزاده  ته دخپل زویوالي  لقب  ورکړ. اودا چې تا ماته تر ټولو  ستره او ښه روزنه  را کړه  ، زه به ستا دا  ښیګڼه هیڅکله هم له یاده و نه کاږم  او نه به یی د بدلې  د پوره کولو  وړتیا ولرم. زه ستا ددې ټولو ښګیڼو په بدله کې  یواځې دا ژمنه کولې شم  چې د سلطان  هر خدمت  به د زړه له کومي په پوره خوشحالۍ سره  تر سره کوم .»
سلطان  د سکندربیګ  د خبرو په اوریدو سره  ډیر خوشحاله  شو او بیا یی وویل چې :
« سکندره !  مونږ په تا پوره  پوره  باور  لرو! ….ته همدا سبا سهار وختي د غربي پولو په لور د تللو له پاره ځان تیار کړه . هلته د سرحداتو  د جاګیر والي ته زمونږ  دغه شاهي فرمان  له ځانه سره یو سه ،  دنن نه اخوا ته  زمونږ  دسلطنت  یو ستر  جاګیردار  یی . او زه  هیلمن  یم چې ته به خپله دغه دنده په ډیره ښه توګه تر سره کړې .»
اوبیا د میلې په دریمه ورځ  سکندر  د خپلو  ساتونکو سره یو ځاې دغربي پولو په لور روانیدونکې و . د تللو تر مخه  سکندر  مارتها  ته  په کلکه وویل چې  د تللو د مخه  مارسی مجبوره کړی  چې له ماسره واده وکړی او بیا یی  له ځانه سره یوسي . مارتها هم  همداسې  هیله درلوده . خو مارسي  په سپینه پاڼه  ترې  ددې کار کولوپه اړه  بښنه و غوښته، خو کله چې سکندر نور هم  زیات  فشار  راوست نو مارسي دیوه بل چال په لوبولو باندې پیل وکړ  اوپه علني توګه یی  وویل چې  هغه  نه  غواړی د یوه مسلمان سره  واده وکړي . هغې اعلان  وکړ چې که چیرې  سکندر بیرته  عیسایی مذهب  ته  را وګرځي نوبیا  دهغه سره  واده کولو ته تیاره ده . دمارسي ددې اعلان سره  سم  سکندر ، مارتها او ابوجعفر  ټول  حیران  دریان پاته شول . اوس  نو د مارتها سره ددې پرته بله  چاره نه وه  چې مارسي د اصل حقیقت  څخه خبره  کړي ،  مارسي هم   د وخت پیژندونکې  مارتها  لور وه . هغې  یو چال  ولوباوه  اودخپلې مور څخه  یی حقیقت  را  وسپړوده . مارتها  خپله لور مارسی  یوې بلې  ځانته خونې ته یوړه  او دا  حقیقت  یی ورته ډاګیزه کړ  چې سکندر بیګ په اصل کې  مسلمان  نه دې بلکه  هغه د خپل  ځان اودخپلو ورونو د بدلې داخستلو په خاطر  د اسلام د منلو ډرامه  جوړه کړې ده . د مارتها د خبرو په اوریدو سره د مارسي سترګې  د حیرانتیا څخه  بوټې را ووتې. دهغې دزړه  درزار  نور  هم زیات شو  او هغه یو ناڅاپه دې ته متوجه شوه چې هغه  د یوې سترې  پټې څخه  خبره شوې ده . هغې دخپلو زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره  خپله مور نوره هم  و ګړوله او ترې ویی پوښتل:
« مورې ! نن ماته  ریښتیا ریښتیا  ووایه  چې  ددغه ابوجعفر   حقیقت  څه دې  او دا څه  ډول  انسان دې ؟ ځکه دغه  کس  لکه څنګه  چې په ښکاره توګه  تر سترګو کیږي  په حقیقت کې هغسې نه بریښي ؟»
دمارسي دخبرو په اوریدو سره مارتها  و لړزیده . هغې خو نه غوښتل چې د سکندر  راز  هم  را بربنډ کړي  خو مجبوره  شوه  داسې قدم واخلي . خو د ابوجعفر په څیر د یوه خطرناک  جاسوس د مخ  څخه  یی د نقاب دلرې کولو په اړه  رنګ  تک  ژیړ  شو  خو د خپل ځان  د سنبالولو  هڅه یی وکړه   او مارسي ته یی وویل :
« لورې  ! دا وخت ددې خبرو نه دې . تا شرط  ایښې و  چې ته به د یوه عیسایی سره واده کوې  ، په دې خاطر ماتاته د سکندر بیګ  په اړه حقیقت  ډاګیزه کړ . اوس نو ته نور  وخت  له لاسه  مه ورکوه  او ژر دخپل  واده  له پاره  ځان تیار کړه .»
دمارسي په  ذهن کې  توپان را پورته شوې و . هغې ته په لومړي ځل  دا  احساس  راپیدا شوې  و چې دهغې مور په څومره  لوې  سازش کې  را ښکیل شوې ده . هغې د خپلې مور په سترګو کې سترګې ور ننویستې  اوپه پوره زړه ورتیا یی  ورته وویل  چې :« سهی ده ، کومه ورځ  چې ته ما ته دا ډاګیزه کړې چې دا  مکار ابوجعفر څوک دې ؟نو زه به په همغې ورځ د سکندر سره  د واده کولو له پاره  ځان تیار کړم .»
د مارسي دخبرو په اوریدو سره مارتها  په خولو  کې ډوبه شوه . اوس نو ورته د خپلې لور  قانع کول  ستونزمن شوي و . هغې  دا هم نه غوښتل چې دهغې  د ضدي لور  کړچار د سکندر بیګ او  ابوجعفر تر مخه  را برسیره شي . ځکه  هغه په دې پوهیده چې سکندر  څومره خطرناک  وګړې دې . که چیرې هغه  یو ځل دهغې د لور  څخه  یو ځل مخ واړوي  نو په ډاډمنه توګه  له منځه به یی  یوسي . د مارتها له پاره هر ډول  پریکړه  ستونزمنه شوې وه .  سریی ټیټ کړې  و او په  فکرونوکې ډوبه ناسته وه . بلاخره  د سکتې نه را بیرون  شوه ، د خونې  نه باهر ورته  سکندر  بیګ او ابوجعفر دواړه  منتظر  ناست و . مارتها په   درندو  قدمونوسره  مخته  راغله  او په داسې حال کې چې  خپل ځان  یی نورمال  ښوده   ویی ویل :
« سکندره زویه ! مارسي د واده کولو له پاره تیاره ده . خو د دومره ژر واده کولو څخه  ویریږي  ، ته په اطمینان  سره ولاړ شه  ، زه به پخپله مارسي هلته ستا  جاګیر ته  د له ځانه سره دروړم . بیا مونږ ټول  هملته له تاسره واوسو .
ابوجعفر په ډیره  عجیبه  توګه د مارتها  په مخ  باندې  خپلې سترګې  ور نښلولې وې .  هغه  دمارتها خبری  په ډیر غور  اودقت سره واوریدې  اوبیا یی  په تفهیمی او طنزیه  توګه  دهغې سره دهوکړې  سر و خوځاوه . مارتها د ابوجعفر  په نیت  پوه  شوې  وه او دننه وجود  یی ټول د ویرې په لړزه کې و . هغې ته دا معلومه شوې  وه  چې دې خطرناک  شخص ته به   د ټولو کړو وړو اندازه  معلومه شوي وي ، په هر صورت  سکندر دمارتها خبرې په ډیره  حوصله  سره واوریدې او د هغې  په اړه  یی دکوم قهر او غصې  څرګندونه و نه کړه  بلکه مارتها ته  یی وویل  چې :
«  ترورې   سهې ده ! زه  به دهغه ځاې د چاپیریال د کتلو وروسته  ، ډیر  په تاسې  پسې هلته د راتلو له پاره  څوک  را و لیږم .»
دسکندر دخبرو  څخه دمارتها ویره لږ څه کمه شوه  خو ابوجعفر ورته وویل چې :
هو هو !  په  دې کې د اندیښنې کولو څه خبره ده . مارسي او سکندر دواړه د یوه  کور کوچنیان دي . مونږ چې کله هم وغواړو دهغوې تر منځ واده کولې شو …. اخر مارسي به  دسکندر پرته  بل چیرې  ځی ؟ د ابوجعفر  اخري خبرې  دوه  معناوې  درلودې . دا چې سکندر  به پرې  پوه شوې او که نه ، خو مارتها پرې  رسیدلې و ه.
خداې  خداې  یی کول او سکندر دهغه  ځایه ولاړ . دهغه دتلو سره سم دمارسي  په وجود کې  ساه  راپیدا شوه . دشپې مارسی وکتل چې دهغې  مور  په خپله بستره باندې  اوړي را اوړي ، بیا نژدې نیمه شپه وه چې مارتها دخپلې بسترې  څخه را پورته شوه، دلور خواته  راغله ، هغه  ډیره  زیاته  نا ارامه وه . کله  چې مارسي دخپلې مور دا حالت وکوت  نو پرته له ځنډه یی ترې وپوښتل : « درنې مورې ! ولې دومره  اندیښمنه یی ؟ مارسي  دخپلې مور دکیناستو سره  سم دا خبره وکړه . مارتها  اوږده  ساه واخسته  او په ډیره مړژواندې  ژبه یی وویل :« مارسي !  زه ستا په اړه اندیښمنه یم . ته پوهیږې  چې سکندر یو ضدی او  جګړه کونکې انسان دې . هغه به ستا دانکار کولو  څخه  په غضب  شي . دا غنیمت دې چې  تر اوسه پورې هغه تا دخپلې وینځې  لور ګڼي ، اوپه دې هم پوهیږې  چې  ته د هغې  پرته دبل چا کیدې نه شې. خداې دې نه کوې ، که هغه ته  دا ډاګیزه شي  چې ته  دهغه سره واده کول نه غواړې  نو حالات  به ډیر  کړکیچن  شي .»
د مارتها دخبرو په اوریدو سره  مارسي  راپورته شوه ، کیناسته ، او دمور  د اوږې سره  خپل سر یو ځاې کړ او ورته یی  وویل : « مورجانې  ! ته اندیښنه مه کوه ! هیڅ ستونزه  به نه راپیداکیږي .»
مارتها او مارسي تر ډیره وختّه پورې  په همدې خبرو کې  مشغولې وې ، خو دسهار  نه لږ څه  مخته د مور اولور  سترګې  ورغلې او بیدې شوې .
******
نور په دوهمه برخه کي