کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ویساجانه ؟ دکندهارجوړیدوته راغلی یي او که نړېدو او چورېدوته ؟

ویساجانه ؟ دکندهارجوړیدوته راغلی یي او که نړېدو او چورېدوته ؟

 څه موده وړاندی می دپښتو ويب پاڼی (ټول افغان) نه دکندهار ددروند خوا خوږی او دده په وینا دکندهار دپوهنتون بنسټ ایښودونکی ډاکټر پوهنوال توریالی ویسا په اړه یوه لیکنه (دکورمالک دکور غل ) ترسرلیک لاندی ولیدله چی دښاغلی ویسا جان ،دهغه دورورک سرداراشرف،دسرداراشرف ……. عنایت اغا او یوشمیرنور محترمینو ډیر صفتونه سوی وه ، خو دا منفی صفات وه نه مثبت ،که یی بیاهم څوک یی دلوستلو لیواله وی نو لاندی لینک دی کاپی کړی او خلاص دی کړی . http://www.tolafghan.com/posts/17599


رابه سو اصلی خبری او  دوالی جان نورو کار ناموته دنن څخه څلور اوونی وړاندی دکندهار والی ویسا جان او دهمدی ولایت د دریو ولسوالیو ژړی ، ارغنداب او پنجوایی ولسوالانو په یوه خبری ناسته کی چی دکندهارد ملی تلویزیون څخه خپره سوه وویل چی دکندهار په هغه دریو ولسوالیو کی چی عملیات ترسره سوی یوازی ۲۰ میلون ډالره زیان اوښتی او هغه  راپور  یی بی بنسټ و باله کوم چی دکابل څخه دولسمشر په غوښتنه دیوپلاوی له خوا دعملیاتو داوښتو زیانونو په اړه چمتو سوی ؤ.


یعنی په هغه راپور کی چی ډیر دقیقی پلټنی سوی وی  ،  او دهیواد دولسمشر په فرمان چمتو سوی ؤ هغه یی غلط وباله.


دا په دی معنا چی ویسا جان اوس دهیواد دولسمشر دفرمان څخه سرغړاوی کوی او دخپلو بادارانو خبری پرلیمو منی . دی هم پوهیږی چی هغه دکندهاریانو په اصطلاح کرزی هیڅ کیسه ولاکه لری !


د حیرانې خبره  دا ده چی اوس نوویسا جان سمه په ډانګ پیلی دکرزی په وړاندی بغاوت راپیل کړی  او دکرزی فرمان په ډانګ پیلی ځوابوی .


دتیری  اوونی دچهارشنبی په ورځ په کندهار ولایت کی د(سیمه ییز پرمختیایی کنفرانس) تر نامه لاندی یو لویه غونډه دچارواکو په خبره جوړه سوی وه چی ټاکل سوی وه په هغه کی به دسویل او سویل لویدیځو ولایتونو دوالیانو برسیره دمرکز نه به هم یو شمیر سکتوری وزیران هم دګډون لپاره راسی خو هغه هر څه چپه وخوت او پر ځای دځینو وزارتونو نه معینان دګډون لپاره راغلی وه .


دکنفرانس په ترڅ کی دکندهار والی یوه خبره وکړه هغه داچی (دکابل چاوراکی یی  دولایتونو سره په ناسم چلند او نه همږغی تورن کړه ) ویسا جان وویل چی دکابل چارواکی په کندهار کی  دکدرونو دګمارنی پرمهال له دوی سره همږغی نه دی .


کله چی می داخبره واوریدل له رسنیونه نو ډیر هک پک سوم او هغه خبره یی رایاده کړه چی (اوبه خړوی او ماهیان نیسي)


والی جان نو څه غواړی!! ؟  دخپل ځان مله غواړی


هغه دا چی دځان دمړولو لپاره او یاهم  دځینو کسانو دخوشحاله کولو او زړه دساتلو لپاره  چی هغه یی غوړه ګوله دخولې ونه باسی دهغوی  په سپارښتنه یی یوشمیرکسان   په ځینو  ریاستونو او پوستونو کی  په دنده ګماری .


بیانو دپلازمینی کابل په چارواکو تور لګوی چی هغوی له ده مبارک سره دمامورینو په ګمارنه کی همږغی نه دی .
ویسا جان سويک غلی کړی ،


دکندهار ترانسپورټ يو پخوانی ریس حاجی عبدالله  چی اوس مهال دوزارت چکرونه لګوی او بیچاره داولسمشر دفرمان سره سم   درطوب معاش پروسه هم تیره کړی او د وزارت په مکتوب او دکرزی په فرمان دکندهار دترانسپورټ ریاست ته دازادو سیالیو دلاری  بریالی او  لیږل سوی .


خو  ویسا جان یی مکتوب جواب او پرځای یی یو پوپلزې( باچاخیل) داسدالله پوپل په نوم  وترانسپوړت وزارت ته معرفی کړی چی دا ښه او په کار پوه سړی دی  نو ځکه هغه غواړی دکندهار په ترانسپورټ کی یی په دنده وګماری  حال داچی محترم اسدالله  باچا خیل درطوب معاش په ازادو سیالیو کی ناکامه سوی ..


ویسا جان هم ملامت نه دی دکاناډا مصارف پوره کول  هم ډیر څه اسانه خبره نه ده ، اوبیا دبیچارته به هم یوچا معرفی کړی وی.


چی دمکتوبونو دجوابولو  دا لړی دڅو میاشتو راپدیخوا را روانه ده ویساجان دحاجی عبدالله مکتوب ځوابوی او پرځای یی اسدالله په وچ زور پر چوکی کښینوی .


اوس نو دحاجی عبدالله څخه پوسته رسونکی جوړ سوی اوبل  هغه کسان چی دا مکتوبونه لیکی اوس شرمیږی .
 
نه ویسا جان شرم لری او نه هم  دمرکز چارواکی ، هغه داچی والی صاحب محترم دخپل ورورک سردار اشرف په سپارښتنه دعنایت اغا په نوم یو کس په ترانسپورټ کی دوه کاله مخکی مقرر کی چی وروسته په خبر سوم هغه څو میلوینه افغانی وړی اوبیا یی درک هم نه دی معلوم شوی .


په کار دا وه چی هغه خایین ونیسی او پوښتنه تری وسی ، خو داامکان نلری ځکه  ویسا جان خپل یولیونی او باوله وراره په ګمرک هم مقرر کړی چی هغه په خپل ځان نه پوهیږی چی اوس هغه انسان دی او که حیوان؟


څو ورځی وړاندی دکندهار مرستیال والی ارواښاد عبدالطیف اشنا په یوه ځانمرګی برید کی ووژل شو ، پوښتنه داده چی ولی ؟


ددی جواب به هم درکړمه هغه داچی  ارواښاد اشنا په یوه  زړه پراډو موټرکی کورته تللی خو برعکس ویسا جان په درو کروزینګ زرې موټرانو کی کښینی .


ځکه خو دی محترم دکاناډا هیوادنه راغلی او دغلامی په فن کی یی دوکترا اخیستی  او اشنا د ژړکندهار اوسیدونکی وه .


دکندهار پرامنیه قومندانی باندی بریدونه وسوه خو ویسا جان میږي هم ونه خوړی ځکه دهغه په جیب کی دکاناډا پاسپورټ پروت دی هر وخت چی حالات خراب سوه پټو ټک وهی او ځي ځکه هغه چی په کندهار کی هر څه تیریږی باک یی نسته نه یی تر خوا څوک سته اونه یی هم تر شا،هغه چی هرډول کسان دلته په دندو ګماری که اهل وی اوکه نا اهله بیا یی هم پروا نسته ځکه دهغه څوک دلته نسته چی ورته شکایت وکړی چی فلانی اداره سم خدمات نه وړاندی کوی .


دوروستی خبری په توګه دا خبره لیکم  هغه داچی تر کومه به د دا ډول خاینو او بی احساسو کسانو تر سایی لاندی ژوند کوو .


ایا مصریان ترمونږ ښاغلی او زړه ور دی ، ایا هغوی تر موږ غیرتي دي ،ایا د هغوی یوازی میړانه او سرښندنه زده ده .