دا ستا په حال ژړا کومه ښکلي ښاره
زما وطنه ! ای زما تنه کندهاره
سوری سوری پارچه پارچه ولي شوی
د جنګ ډګر د بل اډه ولی شوی
سر په ګریوان ستا په سوچونو یم بهاره
زما وطنه ! ای زما تنه کندهار
څوک دی له پاسه په اسکټ څوک مزایلو ولي
څوک درته غلي دی ستا زړه په توغندیو ولی
بعضی نا اهلو ستا بچیان کړو ناقراره
زما وطنه ! ای زما تنه کندهاره
چادی مسجد ،چادي دفتر او چا مکتب ورانکړلو
ډير بی کلتورو ستا شمله او پاک ادب ورانکړلو
داسی خبریږم چی مشران دی کړل فراره
زما وطنه ! ای زما تنه کندهاره
دا ستا بچیان په تروریست او دهشتګر یادیږی
څوک د کافر په نامه خپل کور کی په مرګ ګواښیږی
لوی او واړه دی نن له ژونده شول بیزاره
زما وطنه ! ای زما تنه کندهاره
ستا هریو کور نن دباروتو په لګو کي پټ ده
زخمی،زخمی یی ټول وجود دی په لمبو کی پټ ده
زه به دي کوم زخم پټي کړمه پرهاره
زما وطنه ! ای زماتنه کندهاره
کټوازی دی صدقه شم تسلی درکوو
تا به ساتو مونږه به سر مال قرباني درکوو
هریوه دښمن ته به دی ورکړو سخت ګزاره
زما وطنه ! ای زما تنه کندهاره