د ( القبس ) په نوم یوې کویټي ورځپاڼې دمبارک دواکمنۍ دوروستیو دوه ورځو (پنجشنبې او جمعې ) او دپخواني ولسمشر په توګه د نوموړي دلومړۍ ورځې (شنبې ) په اړه ځینې په زړه پورې مالومات خپاره کړي.
ورځپاڼه دولسمشرۍ د ماڼۍ دیو کارکونکي له خولې لیکي چې دپنجشنبې ورځ د ولسمشر دکورنۍ دټولو غړو لپاره ډیره سخته ورځ وه په ځانګړي توګه دهغه دمشر زوی علاء لپاره. نوموړې دخپل پلار سره یوځای دماڼۍ په ځمکني پوړ کې پاتې کیدو. او په دې به یې ډیر زیات ژړل چې دخپل پلار په اړه دسړکونو پر سر د لاریونکونکو له قهره ډک غبرګونونه ویني ، توهین آمیزه عبارتونه او هغه لوحې چې ډیرزشت کلمات به پرې لیکل شوي وه.
سرچینه زیاتوي چې علاء به عربي تلویزیوني چینلونه کتل په داسې حال کې چې دویم زوی جمال او مور یې سوزان په دویم پوړ کې وه او دمصر تلویزیوني چینل یې تعقیبوو. جمال هر څو دقیقې وروسته دنا مالومو خلکو سره ټیلیفوني اړیکې نیولې او دوروستیو خبرونو پوښتنه یې ورڅخه کوله. دبیلګې په توګه د داطلاعاتو د پخواني وزیر انس الفقي سره یې اړیکې نیولې او دمصر په تلویزیون کې دځینو شخصیتونو سره په مرکه کولو به یې بد رد ورته ویل. او دهغه څه په اړه یې ورته لارښونې کولې چې دتلویزیون په ښیښه باید په نشر ورسیږي.
سرچینه زیاتوي چې مبارک خپل زوی جمال ته وویل : ته اوستا مور زه وشرمولم …… په مصر کې مو زما تاریخ له مینځه یوړو
سرچینه زیاتوي چې دمبارک ددواړو زامنو ترمینځ هم ډیره سخته لفظي مشاجره تیره شوه اونږدې وه چې په جنګ بدله شي. دمبارک مشر زوی علا خپل ورور جمال ته وویل: ددې هرڅه سبب همدا ته یې … تا او ستا ملګرو هیواد برباد کړو او ستاسو دکړنو بیه به اوس زما پلار تادیه کوي….. دعزت او احترام پرځای استعفا کولو ته اړ شو.
ورځپاڼه لیکي چې د کره مالوما تو پر بنسټ پخوانې ولسمشر په ډیر ناوړه حالت کې دې آن تر دې چې دخپلې دوا دخوړلو څخه یې ډډه کړې ، دډوډۍ خوړلو ته یې زړه نه کیږي او همدارنګه دخپلې کوټې څخه دقدم وهلو لپاره هم نه وځي چې نوموړي به هرسهار کولو او دورځپاڼو له لوستلو څخه یې هم ډډه کړې.
ورځپاڼه زیاتوي چې مبارک په څو څو ځله سوګند یاد کړې چې دبن علي(دتونس پخوانې ولسمشر ) په څیر به له مصر څخه نه وځي. نوموړې وایی: ( عسکر په میدان کې مري ، زه بزدل نه یم ….. زه به دخپل هیواد په هماغه خاوره مرم او دفن کیږم چې ۶۱ کاله مې ورته په پوره اخلاص سره خدمت کړې. )
آیا دا به دافغانستان واکمنانو لپاره دعبرت درس نه وي؟
آیا هغه وخت ډیر لیرې دې چې ولسمشر کرزې او دهغه نور متحدان دهمدې سرنوشت سره مخ شي؟
دهوښیارانو لپاره دپند موقع ده .
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د مبارک دواکمنۍ وروستي ۴۸ ساعتونه – دافغانستان دواکمنانو لپاره درسونه