په پښتونخوا کې دبيلابيلو پيښو په ترڅ کې دوه ديرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتي .
د خيبرپښتونخوا په پيښورښار کې ديوکور دچت راپريوتو له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتي .
درپوټونو له مخي دغه پيښه ديکشنبې په ورځ سهار مهاله نږدي اوه بجې دپيښور ښارپه مست کالونۍ دسليم په اباد په سيمه کې رامنځ ته شوي
روغتيايي چارواکي وايي په دغه پيښه کې د دري ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي اوپنځه نورټپيان شوي دي چې لس واړه يې ديوې کورنۍ وګړي دي .
ويل کيږي له دغې پيښې وروسته سيمې ته سيمې ته مرسته رسوونکي ډلي سيمي ته دمرسته رسولو په موخه ورغلي .
ديوبل خبر له مخې دخيبرايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې دنامعلومو وسلوالو کسانو په ډزو کې يوپاکستانى پوځي افسر وژل شوى اويوبل سخت ټپي شوى .
درپوټونو له مخې دغه پيښه ديکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې يادپوليس افسر له يوتن پوليس سره په دنده بوخت وه چې دنامعلوم وسله وال له لوري پري ډزي وشوي .
ويل کيږي ټپي شوى پوځي افسر روغتون ته ليږدول شوى خو روغتيايي وضعه يې دانديښني وړ ښودل شوي .
په همدي حال کې دپاکستان په جيلم سيمه کې دواده په مراسموکې په موټر کې اورلګيدنې له امله شل تنو ته مرګ ژوبله اوښتي .
چارواکي وايي دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته چې دواده دمراسموکاروان پرلاره وو چې يوپه يوبس کې اور ولګيده او له امله يې دڅلور ماشومانو په ګډون دوولس تنه ووژل شول اواته تنه نورټپيان شول .