په سمنګان ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې په ترڅ کې اتو تنوته مرګ ژوبله اوښتې.
دنوموړي ولايت دترافيکومديروايي چې دغه پېښه دياد ولايت په مرکزکې هغه مهال رامنځته شوه چې دوه کرولا ډوله موټريوله بل سره وجنګيدي چې په ترڅ کې څلورتنه وژل شوي اوڅلورنورسخت ټپيان شوي دي .
بلخوا ددغه ولايت دعامې روعتيارياست چارواکي دپېښې د دوو ژوبلوکسانوروغتيايي حالات داندېښنې وړبللى دى.
ځاي چارواکي د دغه پيښې درامنځ ته کيدو لامل د موټرچلوونکي بې پامي اوګړندى تګ په ګوته کړى دى .