کور / تازه خبرونه / د مصر پوځ اساسي قانون وځنډاوه، پارلمان يې لغوه کړ

د مصر پوځ اساسي قانون وځنډاوه، پارلمان يې لغوه کړ

دمصردوسله وال پوځ عالي شوراچې دحسن مبارک له ګوښه کېدو ورسته ددغه هيواد واګى په لاس کې لري دمصراساسي قانون يي ځنډولى.
درپوټونو له مخې د پوځ عالي شورا په يوه ټلويزيوني بيان کې ويلي تر شپږو مياشتو يا تر ټاکنو پورې به واک په لاس کې ولري.
د مصر په اوسني پارلمان کې د حسنې مبارک پلويانو اکثريت درلوداو مبارک د تيرې جمعې په ورځ د اتلسو ورځو لاريونونوپه پايله کې له واکه لرې شو.
د اپوزيسيون يوه مشر ايمان نور چې په دوه زره پنځم م کال کې د حسنې مبارک په وړاندې دولسمشريزو ټاکنوپه درشل کې دريدلي و ويلي د پوځ له خوا دغه اقدامات بايد لاريون کونکي راضي کړي.
نور رويټرز اژانس ته وويل، د پوځ له خوا د دغو نوېو اقداماتو اعلان د انقلاب لپاره يو برى دى.
د مصر لومړي وزير احمد شفيق ديکشنبې په روځ خبريالانو ته وويل، چې د موقت حکومت اساسي لومړيتوب د ده په وينا د امنيت تامين او خپلو خلکو ته د ورځنې عادي ژوند زمينه برابرول دي.
هغه دا څرګندونې د کابيني له غونډې وروسته چې له واکه د حسنې مبارک له لېرې کېدو وروسته لومړني غونډه و، وکړې.
په همدې حال کې مصري سرتېرو د قاهرې له مرکزي ميدان څخه موانع ليرې کړل اوپه دغه ميدان کې يي لاردترافيکوپرمخ دلومړي ځل لپاره خلاصه کړه.
مصري سرتېرو دغه راز هڅې پيل کړي چې يو شمېر هغه لاريونکونکي له دې ميدان څخه لېرې کړي چې نه غواړي بيرته عادي ژوند ته ستانه شي. دوي وايي ترهغو په دې ميدان کې پاتې کيږي تر څو پوځ واک ملکي ادارې ته نه وي سپارلي.
ديادونې وړده چې دمصردفاع وزيرمحمدحسين تنتاوي دوسله وال پوځ دعالي شورامشري پرغاړه لري او درپورټونوله مخې دمصردولسمشريزوټاکنوتروخته به دغه شورادمصرمشري کوي.