کور / تازه خبرونه / د افغانستان، پاکستان او امريکا خپل منځي خبرې وځنډېدې

د افغانستان، پاکستان او امريکا خپل منځي خبرې وځنډېدې

سپېنې ماڼۍ دافغانستان،پاکستان اوامريکا دبهرنيو چارو وزيرانوترمنځ درې اړخيزې خبرې اترې چې ټاکل شوې وه دروان زيږديزيې مياشتې په درويشتمه اوڅلرويشتمه نيټه په واشنګټن کې وشي وځنډولې.
په کابل کې دامريکادسفارت لخوارسنيوته په يوه را استول شوي خبرپاڼه کې دامريکادبهرنيوچارووزرات دوياندفليپ کرولي له قوله ويل شوي دواړوهيوادونوترمنځ داړيکودپراختيادغه غونډه به په مناسب وخت کې جوړه کړي.
امريکا وايي چې له افغانستان او پاکستان سره ښواړيکوته ژمنه ده،اوپه سيمه کې شته ستونزې درېواړو هيوادونو ته داندېښنې وړدي.
دادرې اړخېزې خبرې اترې په پاکستان کې دسياسي بدولون په خاطراو په لاهورکې ديوه امريکايي ډيپلوماټ دنيونې چې ويل کيږي دځان ددفاع په موخه يي دوه پاکستانيان په ډزوسره وژلي ووځنډولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني محکمي دامريکايي ديپلومات دبند موده اولس ورځې نوره هم اوږده کړه.