په خوست ولايت کې دافغان اونړيوالوځواکونوپه يولړګډوعملياتوکې دحقاني ډلې يوسيمه ييز قومندان نيول شوى.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دغوځواکونوله لوري خپره شوې ويل شوي چې يادشوى قومندان چې دسړک دغاړې دماينونوطرحه کوونکى وودنوموړي ولايت په صبريو ولسوالۍ کې دګډوځواکونولخواونيول شو.
ديوبل خبر له مخې افغان او بهرنيو ځواکونو دکندهار ولايت له سپين بولدک ولسوالۍ څخه يوه اندازه وسلې او چاوديدونکي توکي کشف او شنډکړي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په دغوعملياتوکې ګډو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.