ولسمشرحامدکرزي دشنبې په ورځ په کندهارولايت کې خونړي بريدونه په کلکه وغندل،او داکاريي په هيوادکې دسولې دروان بهيرپه خلا ف وبلل.
دولسمشرۍ ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشرکرزي دکندهارولايت چارواکوته امرکړى چې دداډول پېښودمخنيوي په موخه به په نوموړي ولايت کې امنيتي چارې غښتلې او امنيت ټېنګ کړي.
ښاغلي کرزي په دغه پېښه کې دوژلوشوکسانوکورنيوته دتسليط مراتب وړاندې کړل،اوټپيانوته يي دبيړنۍ روغتياهيله کړي ده.
ديادونې وړده چې دشنبې په ورځ دکندهارولايت په امنيې قومندان ډليزځانمرګي اووسله وال بريدونه ترسره شوچې په ترڅ کې يي پنځلس سرتېري ووژل شواودملکي وګړوپه ګډون پنځه څلوېښت تنه نورپکې ژوبل شول.