دغه ادبې ټولنه چی دپښتنوځوانوپه هلو ځلواو مالې مرسته رامنځ ته شوې ، دامهال ۹ اجرایوی غړې لری.
ددپردیس ټولنې دجوړیدو موخه د ددی ټولنې دبنسټګرو په خبره په کندوز ولایت کې دشعر اوادب غوړیدا اودادبې بنډارونواوغونډو جوړیدل دی.
ددغې ټولنې مشرچې دکندوز پوهنتون دپښتوادبیاتو ښوونکې هم دی عبدالمجید پردیس واېې : چې یاده ټولنه یې پخپل شخصې لګښت جوړه کړیده ، او ددی لارې به پښتو ادب ته په شمالې ولایتونواوپه ځانګړې توګه کندوز کې خدمت وکړې اوزیاته وې چې هغه ځوانان چې شعر اوادب سره علاقه لرې یاده ټولنه به ورته دخپل وس تربریده کار وکړې ترڅو دهغوې شعرې استعداد ځواکمن کړي ، همدغه راز هغه وایې چې دوې په راتلوونکې کې په پام کې لرې چې دهیواد دنورو ولایتونو دشعر او ادب مینه وال ودغه ولایت ته دیوې لوې مشاعرې اوادب غونَِډې لپاره راوبلې .
ده زیاته کړه چی دغه ټولنه په هره اونۍ کې مشاعره اوادب غونډه په لاره اچوی چې ګڼ شمیر دادب او فرهنګ مېنه وال په کې ګډون کوي اوله دغی لاری څخه به دوی وکولای شی ترڅو دځوانو شاعرانو او ادب پالو استعدادونو ته رشد ورکړې. هغه وویلې چې په دغه ولایت کې ډیرې ځوانان دشعر اوادب سره ځانګړې مېنه لرې.
هغه له دولت څخه وغوښتل ترڅوله دوی سره په دغه برخه کی مرسته وکړی، ځکه دهغه په وینا د دوې موخه ددغې راز نهادونوجوړول یوازې اویوازې ټولنیزو اوفرهنګې چارو ته خدمت کول اوهیڅ ډول سیاسې موخه نلرې په دې اړه نلرې.
همدارازدنوموړی ټولنې یوشمیرغړی هم داسی ورته ټولنی دځوان شاعرانو، فرهنګیانواولیکوالانوپه ذهنې روڼتیا او بډاینه کی اغیزناګه ګام بولی اوپردولت غږکوی ترڅو له داسی ټولنوڅخه ملاتړوکړی اوخپلې مرستې ورڅخه ونه سمپوې.
په داسی حال کی چی پخواهم په کندزولایت کی یوشمیرمدنې اوکلتورې ټولنوپه بیلابیلو ټولنیزو برخو کی کارکاوه دبیلګې په ډول دپسرلې ادبې ټولنې ددی مخکې هم په یاد ولایت کې ادبې بنډارونه لرل .
ولی دپردیس فرهنګې اوکلتورې ټولنې مسوولین واېې چی دوی به هغه نوښتونه چی لازم دی دټولنی داصلاح لپاره په کار واچوې.
فرهنګی څیړونکی داسی ورته بنسټونه اوټولنې چی دهری ورځی په تیریدوسره په افغانستان کی پرانیستل کیږی دهیواددسوکالی اوآرامی په برخه کی یومهم ګام بولی اوله فرهنګیانو ټولولیکوالانوڅخه غواړی ترڅودافغانستان دفرهنګې بډاینی په برخه کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی.