تر ټولو د مخه لومړی د ترورېزم په وړاندې د امریکا د تش په نامه جګړې د پردې تر شا د پیلامې لاملونو او اصلي موخو ته یوه لنډه کتنه کوم.
لکه څرنګه چې د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د پېښې څخه د مخه د افغانستان د اشغال په اړه د امریکایي سیاستوالو په مغزونو کې یو لړ خوبونو او پلانونو شتون درلود او دا خوبونو او پلانونو هغه وخت، کله چې نوموړې پېښه د یو شمېر پلورل شوو کسانو په مرسته د همدې ډول کړیو لخوا په ساختګي توګه سره رامنځ ته شوه، لا عملي بڼه غوره کړه. کله چې د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې پېښه رامنځ ته شوه، یو څه وخت وروسته د امریکا د هغه وخت جګړه مار ولسمشر جورج بوش د ټلویزیون په پرده راڅرګند او داسې یې وویل: اوس هغه وخت رارسېدلی چې هر هیواد پریکړه وکړي چې آیا زمونږ ملاتړ کوي که د هغوی په وینا د ترورېستانو. د بوش د خبرو او مخ څخه له ورایه داسې ښکارېده چې هغه ظاهرا ډېر وېرېدلی وو او د نوموړې پېښې پړه یې په افغانستان کې پر القاعده او اسلامي امارت واچوله. هغه وو چې د امریکا د طالبانو د اسلامي امارت څخه وغوښتل څو د هغوی په وینا د نوموړې پېښې طراح اسامه بن لادن هغوی ته وسپاري، که نه نو له سختو عواقبو سره به مخ شي. د اسلامي امارت د رهبرۍ د شورا د ننه امریکا ته د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه هم اختلاف موجود وو. امیر المؤمنین ملاعمر ته وفاداره کړیو د هغه د نه سپارلو ملاتړ او نورو د هغه د سپارلو سپارښته کوله. له ډېرو ناندریو وروسته امریکا ته د اسامه بن لادن د نه سپارلو پرېکړه وشوه او بلاخره داسې یو څه ترسره شول چې امریکایي چارواکو او سیاستوالو یې پر افغانستان د یرغل او اشغال د لا ښې بهانې په توګه تمه درلوده. دې بهانې د امریکا لپاره ډېرې ګټې ورسولې د هغوی له ډلې څخه یې یوه هم پر افغانستان د یرغل لپاره د په اصطلاح ملګرو ملتونو موافقه هم تر لاسه او تر ۳۵ زیات هیوادونه یې پدې یرغل کې راګډ کړل او هغه ته یې تش په نامه قانوني توجیه ورکړه. لکه څرنګه چې ډېری خلک پدې آند دي چې د سپتمبر پېښه د افغانستان د اشغال لپاره یوه په لاس جوړه دسیسه او ډرامه وه چې موخه یې نه یوازې زمونږ د هیواد اشغال، بلکې د هغې شااوخوا د نورو مهمو اتومي قدرت لرونکو هیوادنو تر ولکې لاندې راوستل، هلته د نظامي اډو جوړولو او بالاخره له خپلې خاورې څخه لېرې په نورو هیوادونو کې د غېرې مستقیمې جګړې د ډګرونو ګرمول دي. امریکا تل پدې هڅه کې ده څو په هغو هېوادونو کې، چې د یو شمېر پیاوړو هيوادونو په ګاونډیتوب کې پراته دي او د هغوی ستراتېژیکي او اقتصادي ګټې پکې نغښتې، خپل نظامي شتون غښتلی کړي. که د نړۍ هیوادونه ته ځیر شو نو ډېر کم شمېر هېوادونه به مو تر سترګو شي چې په هغې کې امریکا خپل یو ډول نه یو ډول حضورونلري. امریکا لږ تر لږه د نړۍ په ۱۳۰ کوچنیو او لویو هېوادونو کې خپلې دایمي او موقتي نظامي اډې لري او د نوموړو هیوادونو حکومتونه یې په یوه او بله لاره تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي. هغوی خپلې دې نیواک ګرې کړنلارې ته په دوام پدې وروستیو کې داسې خبرې راپورته کړې چې باید هغوی ته اجازه ورکړل شي څو په افغانستان کې دایمي پوځي اډې ولري. که چېرې امریکا په افغانستان کې د روانې مرګونې جګړې تر شا نورې کرغېړنې موخې ونلري نو دا دایمي پوځي اډې د څه لپاره غواړي. څه کم یا زیات یو کال د مخه یو شمېر رسنیو د امریکایي چارواکو په وینا داسې خبرې راپورته کړې چې امریکا غواړي په افغانستان کې پر خپلو یو شمېر پوځي اډو په میلیونونو ډالر ولګوي. د نوموړو پوځي اډو ځایونه د هیواد په سویل په کندهار کې، د هیواد په شمال په مزارشریف کې او بله هم په لویدیځ کې د هرات په شینډنډ کې مطرح شوي وو. دا خبرې وروسته له هغه یو ځل بیا پدې شپو او ورځو کې ګرمې او پر رسنیو کې تر پوښښ لاندې راغلې چې د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي پخپله خوله دداسې یوه پلان پر شتون اعتراف وکړ. یو شمیر بااحساسه او پر وطن مینو هیوادوالو پر افغانستان د یرغل له لومړۍ نېټې د داسې یوه پلان پر شتون ټینګار کاوه او هغه یې په افغانستان کې د جګړې اصلي موخې ګڼلې. اوس اوس چې هر څه لږ د ټولو خلکو تر غوږونو پورې ورسېدل او دا شومه دسیسه او پلان په رسمي ډول بربڼډ شو، نو د هغې په ځواب کې د افغان دولت، سیاسي کارپوهانو او شنونکو، لیکوالانو او عادي افغانانو دنده څه ده؟
لومړی: د افغانستان د دولت دنده اوغبرګون
افغان دولت ته په کار ده څو دداسې یوه پلان منلو ته هیڅکله او تر هر ډول فشار لاندې تسلیم نشي او داسې کوم ګام اوچت نکړي چې تل د افغانانو لپاره د تاریخ یوه توره کرښه وګرځي او د آزادۍ مل او پالونکي افغان ولس لپاره د تل پاتې غلامۍ او اشغال بنسټ کېږدي. د نوموړې شومې دسیسې د ملاتړ په موخه لومړی غږ د هیواد د دفاع د وزارت څخه را جګ شو او څرګنده یې کړه چې هغوی د ددې دسیسې څخه ملاتړ کوي. زما په آند یو افغان، چې د افغانې مور شیدې یې رودلې وي، هیڅ وخت د داسې یوه پلان، چې زمونږ د هیواد د غلام کولو او دایمي اشغال په موخه جوړ شوی، په ملاتړ څرګندونې نه کوي. هیله مند یم چې د هیواد حکومتي چارواکي، په تېره بیا د دفاع وزارت، ددې شومې توطیې څخه ملاتړ ونکړي او خپله خبره بېرته واخلي.
دویم: د سیاسي چارو د کارپوهانو او شنونکو دنده او غبرګون
د هېواد سیاسي کارپوهان او شناندي مسؤولیت لري څو د هرې ممکنه وسیلې له لارې د نوموړي پلان په وړاندې منفي دریځ غوره کړي او د رسنیو له لارې د هغې ناوړه پایلې او موخې د عامو افغانانو غوږونو ته ورسوي.
دریم: د قلم د څښتنو او لیکوالانو دنده
د قلم خاوندانو او لیکوالانو ته په کار ده څو د هیواد د دایمي اشغال د ژغورنې په موخه د خپل قلم څخه کار واخلي او د هغه پر ضد خپل قلم ته د خوځښت له لارې خپل وطنوال د دې او دې ته ورته نورو شومو موخو او پلانونو څخه خبر وساتي.
څلورم: د عامو افغانانو دنده
عامو افغانانو ته پکار ده څو د هیواد د ننه او بهر د دې ډول شومو پلانونو د طرحې په وړاندې راپورته او خپل مخالفت د نړیوالو او نیواک ګرو هیوادونو غوږونو ته ورسوي.
که چېرې مونږ په هېواد کې روانې لس کلنې جګړې ته، چې د امریکا او د هغې د نیواک ګرو ملګرو لخوا په لاره اچول شوې، یو نظر واچوو، نو د نوموړې خونړۍ جګړې په اړه به مو یو شمېر هغه مهم ټکي او حقایق فکر ته راشي چې زمونږ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ترخې خاطرې ګڼل کېږي. دې جګړې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې زمونږ خوار اولس ته یوازې وینه توېدنه، ورانکاري، د کلیو او کورونو ورانول، بمباري، چاودنې او ډز وډوز په زیري کې ورکړي دي. له کله نه چې دا خونړۍ جګړه پیل شوې، پرته لدې چې څوک یې د ولې پوښتنه وکړي، هره ورځ یې زمونږ د لسګونو بیګناه هېوادوالو ژوند اخیستی دی، هر ورځ یې زمونږ د افغانانو یو زیات شمېر کورنۍ د غم په ټغر کښېنولې دي او دا کار تر اوسه هم په خورا درز سره روان دی. له ولسمشر څخه نیولې تر یوه عادي افغان وګړي پورې مونږ ددې توان نلرو چې یوه خونخوار او د بېګناه افغانانو وینه تویوونکي بهرني عسکر ته په چپه سترګه وګورو، دا خو لا پرېږده چې هغه د کومې ناوړه کړنې په موخه محکمې ته راکش کړو. هره ورځ زمونږ بیګناه افغانان وژل کېږي، بندیان کېږي، له خپلې مېنې او جونګړې شړل کېږي، وهل ډبول کېږي، بڼونه او نورې کرنېزې ځمکې یې تالا او له خاورو سره خاورې کېږي، کلي یې ړنګېږي او آن تر دې چې د درملنې تر پلمې لاندې یې د مړو او ټپیانو څخه د بدن غړي ویستل کېږي. ددې ټولو یو شمېر وروستۍ بېلګې د کندهار په ولایت کې د دوو کلیو له خاورو سره خاورې کول او د کنړ په ولایت کې د پر مټ ټپي شوي ژوندي افغان سرتېري قصدي وژنه او له بدن څخه یې د زړه بډوډي او ینې ویستل دي. ګرانو هیوادوالو! داسې مه انګېرئ چې دا اشغالګر او استعمارګر ځواکونه به ستاسې هيواد ته د سولې، پرمختګ او سوکالۍ زیری راوړي او آن تر دې چې دداسې کوم څه خوب هم مه وینئ. افغان دولت او یو شمېر نور افغانان داسې استدلال کوي چې دا ځواکونه د ملګرو ملتونو د پرېکړې تر چتر لاندې زمونږ هيواد ته د سولې په مآموریت راغلي دي. آیا د خلکو وژنه، د هغوی د کورونو بمبارول او ورانول د سولې سره کومه مرسته کولای شي او یا د سولې کوم ډول ماموریت ګڼل کېدای شي؟ آیا دا تش په نامه ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې یواځې د لوېدیځ پلوه هيوادونو ګټې او حقوق خوندي کوي که د نورې نړۍ د خلکو هم؟ که چېرې داسې نه وي نو بیا آیا تاسې د ملګرو ملتونو او یا هم د بشري حقونو د ډلې څخه زمونږ د بیګناه افغانانو د وژنې او یا نورو ځورونو په اړه کوم څه اوریدلي؟ زه خو پخپله پدې آند یم او دې پرېکړې ته رسېدلی یم چې دا ټولې د دوی لخوا جوړې شوې ادارې او هغه څه، چې د هغوی د بادارانو لخوا ورته لارښوونه کېږي، هغه ترسره کوي. ولې موږ یوه جنګي او اشغالي ماموریت ته د آزادۍ او سولې د ماموریت په سترګه وګورو او ځان و غولوو. ولې مونږ خپل بیګناه افغانان د پردیو د ګټو قربانیان کړو. لکه څرنګه چې افغانستان اوس هم د یو شمېر هیوادونو د غیر مستقیمې جګړې ډګر دی، بیا به هم دا کار دوام ولري. دمګړۍ افغانستان د پاکستان او هند، ایران، چین، روسیې او مریکا د غیر مستقیمي نظامي او اقتصادي جګړې ډګر ګرځېدلی دی. دا خو پدې مانا نده چې دوی دلته هر څه کوي مونږ باید هغه وزغمو. د ملګرو ملتونو پرېکړه خو څه د قرآنکریم پرېکړه نده چې مونږ یې اطاعت وکړو او یا دا چې مونږ د ځان سره دا ووایو چې دا یرغلګر ځواکونه د ملګرو ملتونو د منشور په رڼا کې دلته راغلي او هر څه چې دوی کوي مونږ ورته لاس تر زنې کېنو. دا ټول هغه څه دي چې افغانان باید پرې پوه شي او که چېرې ددې ټولو بدبختیو دوام غواړي نو د امریکا د نظامي اډو شتون دې ومني. په هيواد کې د امریکا د اوږدمهاله نظامي اډو شتون به هغوی ته دا زمینه چمتو کړي چې هغوی په آسانۍ سره په یوه او بل نوم، تر یوې او بلې پلمې لاندې به د هیواد هغه ویښ خلک د خاورو ملېمانه کړي چې د هغوی د مفکورو مخالف او یا یې په وړاندې خنډ ګرځي. د شپې لخوا خپل سري عملیات به لاډېر شي او پدې توګه به د افغانانو قصابي لا پراخه شي تر څو پرې د هغوی تنده ماته شي. د هغوی مرګ ژوبله به کمه او په بدل کې به یې د هیواد د باندې او دننه وینه تویدنه لا زیاته شي.
د یوه آزاد، پرمختللي او سوکاله افغانستان په هیله