کور / سياسي / د خپلواکۍ غل !

د خپلواکۍ غل !

بسم الله الرحمن الرحیم


په نړۍ کی داسی سیمه نسته چی هلته دی امریکایی پوځیان مستقر نه وی . امریکا نن د نړۍ د ۱۹۲ هېوادو څخه په ۱۴۴ کی پوځی اډې لری . بلخوا ، نن په نړۍ کی ۱۵ ناخپلواکي سیمی هم سته ( لکه دیګو ګارسیا ، جبل الطارق ، ګرین لینډ ، مارشل ټاپو ګان ، ګوانتانامو …. ) چی ځینی تر امریکایی او ځینی هم تر برتانوۍ نیونی لاندی شپې سبا کوی . خو امریکا په دغو ناخپلواکو سیمو کی هم پوځی اډې لری چی په دې حساب امریکا نن په ۱۵۹ سیمو کی پوځی ادې لری چی د نړۍ ۸۰٪ په بر کی نیسی .


د پنتاګون له قوله امریکا همدا نن په نړۍ کی ۸۶۵ پوځی اډې لری چی دوه اشغالي هېوادونه ( یعنی افغانستان او عراق ) پکښی شامل نه دي ، که نه هغه به تر ۱۰۰۰ هم واوړی .


وګوری امریکا په جرمنی کی ۲۶۸ ، په جاپان کی ۱۲۴ ، او په جنوبی کوریا کی ۸۷ پوځی اډې  لری . نن د دوهمی نړیوالی جګړې څخه ۶۶ کاله او د شوروی اتحاد د مړینی څخه هم شل کاله تیر سوي دي نو جرمنی یا جاپان ته څه خطر متوجه دی ؟ د کوریا جګړه ۵۵ کاله پخوا تیره سوې ده . جنوبی کوریا د نړۍ دیارلسم پرمختللی هېواد دی او تر شمالی کوریا یې ناخالص ملی تولید څلوېښت ځله او نفوس یې هم دوه چنده زیات دی ، نو آیا هغه په خپل دغه برلاسي توب سره ځان د شمالی کوریا څخه نسی ساتلای ؟ آیا منګول به پر جاپان یا کوسیک وال به پر اروپا را مات سی ؟ آیا د نړۍ دوه ستر اقتصادی ځواکونه ( یعنی جاپان او اروپا ) نن دومره بې وزله او غریب دي چی خپل پوځونه نسي ساتلای ؟ امریکا همدا نن په اروپا کی ۹۶۰۰۰ پوځیان ، په ختیځه آسیا او پاسفیک کی ۷۴۰۰۰ پوځیان ، په افریقا ، نږدې ختیځ او جنوبی آسیا کی پنځه زره پوځیان لری ، دا ولی ؟  شوروی اتحاد مړ سوی او د وارسا تړون ښخ سوی دی نو بل څه خطر دنیا تهدیدوی چی هره خوا امریکایی پوځونو پر سر اخیستې ده ؟ آیا امریکا به خپلی خاورې ته نږدې یا پر خپله خاوره باندی روسي یا چینایی پوځی اډو ته هم عینأ اجازه ورکړی؟


په هر صورت ، امریکا په بهر کی په خپلو پوځی اډو د کاله ۱۰۲ بلیونه ډالره مصرفوی . پوښتنه دا ده چی دا هر څه ولی کوی ؟ پنتاګون هیڅ معقول ځواب نلری او نه یې هم تر ننه ویلی دی . خو تریخ حقیقت دا دی چی دغه پوځی اډې د نړیوال پولیس رول ادا کوی او پر دنیا باندی امریکایی تسلط قایموی .


امریکا د نړۍ په دغو ۱۵۹ سیمو کی د ښکاره پوځی اډو څخه علاوه نوری پټی اډې هم لری چی هماغه جاسوسی او استخباراتی مرکزونه دي چی دقیق شمیر یې معلوم نه دی . په دغو مرکزونو کی د اړونده سیمو د خلکو تلیفونی مکالمې اورېدل کیږی او ثبتیږی ، ایمیلونه یې سپړل کیږی ، فکسونه یې کتل کیږی او جاسوسی یې کیږی . دا ټول اعمال په پټه کیږی او کوربه ولس په ځانو هم نه وی خبر ، مګر دولتونه یې د واشنګټن څخه اجوره اخلی .


نو ځکه ویلای سو چی امریکا نن د یوې امپراتورۍ بڼه اخیستې ده . پخوا به مستعمرې وې خو نن پوځی اډې دي . پخوا به زوړ استعمار و خو نن نوی استعمار دی . یو ټکي ته باید ځیر اوسو ، او هغه دا چی په اروپا ، اسټرالیا ، کاناډا او نورو پرمختللو هېوادو کی د امریکایی پوځیانو شتون د هغوی د اشغال معنا نه لری بلکی دا د آمر او مأدون یا مشر او کشر یا په ساده ژبه د غښتلو او کمزورو ملګرو معنا افاده کوی . پوځی نیونه هله معتبره وی چی لومړی بهرني پوځونه په زور یا جنګ سره ور داخل سی ، خپل مخالف دولت نسکور او پر ځای یې خپل ګوډاګی ژریم هلته نصب او بیا یې په جعلی رایو سره « قانونی ! » کړی . په ساده ژبه پوځی نیونه هغه وی چی نوی رژیم تر دغسی پوځی نیونی وروسته وزوکیږی لکه نن چی یې په افغانستان او عراق کی عملأ وینو .


دا چی خبره افغانستان ته راغله ، نو ښه به دا وی چی پر هغه لږ مفصل وږغیږو . ځینی افغانان په دې خورا حیران سول چی امریکا غواړی په افغانستان کی دایمی پوځی اډې جوړی کړی . خو په دې کی د حیرانۍ خبره ځکه نسته چی د اشغال بقأ تل د پوځی اډو په جوړښت سره تأمین او تضمین کیږی . امریکا چی هر هېواد ته په پوځی ورا سره ورغلی نو بیا هیڅ نه دی ورڅخه راوتلی . واشنګټن چی کله ۶۵ کاله پخوا جرمنی ، جاپان او بیا کوریا ته ورغی آیا تر ننه ورڅخه راوتلی دی ؟ افغانستان او عراق ته خو یې تازه پوځی یون کړی دی ، څنګه او په کوم منطق به داسی ژر ورڅخه راووزی ؟ ولی راغلی و چی باید ووزی ؟ آیا په هغه څه پسی چی راغلی و ، حاصل یې کړل ؟ نو ولی باید حیران سو چی امریکا دلته پوځی اډې جوړوی ؟! آیا په دې کی څه شک سته چی امریکا د خپلواکۍ غل دی ؟ آیا هر کوم هېواد ته چی ورغلی دی نو خپلواکي یې نه ده ځنی غلا کړې ؟ او هغه یې ځپلی او رټلی نه دی ؟


تریخ حقیقت خو دا دی چی امریکا افغانستان ته ضرورت نه لری بلکی هغه یې د یو بل « هدف » لپاره نیولی دی . که واشنګټن او د هغه پیروان ادعا کوی چی امریکا ځکه په افغانستان کی دایمی پوځی اډې جوړوی چی ګواکی : الف ـ بیرته پخوانۍ ګډوډي یا کورنۍ جګړه پیښه نسی ؛ ب ـ چی ګواکی د پاکستان مداخلې او لاس وهنی وتمبوی .


نو پوښتنه دا ده چی د ۲۰۰۱ د اکتوبر د اوومی مخکنۍ او را وروسته دوره کوم بنسټیز توپیر سره لری ؟ د نړۍ ۴۶ سرمایه دار ترینو هېوادو په لسو کالو کی کوم اساسی پرمختګ را په برخه کړی دی چی د نوموړی نېټې تر مخکنۍ مودې د ویاړ او فخر وړ وی ؟


بل دا چی امریکا ، ناټو او د کابل رژیم په خپلو فعلی څلور لکه ( ۴۰۰۰۰۰ ) مجهزو پوځیانو سره څه وکړل چی آینده پوځی اډې به یې وکړای سی ؟ امریکا ، ناټو او د کابل رژیم پوځونه د دغه دوه زره کیلو متریزه سرحد په ساتنه او څارنه کی د لسو کالو راهیسی ناکام سول ، آیا راتلونکی پوځی اډې به هغه وژغورلای سی ؟


فلهذا ، واقعیت دا دی چی د امریکا دایمی پوځی اډې دلته یوه استعماری پروژه ، استعماری هڅه او استعماری طرح ده . واشنګټن غواړی چی په ۲۰۱۴ کی د خپلو یو شمیر پوځیانو تر نمایشی او فرمایشی وتلو وروسته د افغانستان د خپلواکۍ غلا ته پایښت ورکړی . امریکا غواړی چی افغانستان د امریکا د سازشونو په اډه سره بدل کړی او له دې ځایه د ګاونډیو هېوادو د نظامونو د تبدیلۍ لپاره کار واخلی او پر هغوی ډول ډول فشارونه جاری وساتی . ځکه نو ویلای سو چی د امریکا پوځی اډې به لاندینۍ دندی مخته بیایی :


۱ ـ هغه به د افغانستان د خپلواکۍ غلا ته دوام ورکوی ؛
۲ ـ په افغانستان کی به د واشنګټن د خوښی وړ رژیم واکمن وی ؛
۳ ـ د افغانستان پر طبیعی زیرمو به اغیزه او خېټه واچوی ؛
۴ ـ افغانستان به د سیمی او ګاوندیو پر خلاف د ټوپ تخته او د سازشونو اډه وګرځوی ؛
۵ ـ د ګاونډیانو سیاسی ـ پوځی پرمختیاوی به تر پرله پسې څارنی آن تهدید لاندی وی ؛
۶ ـ هېواد به باالاخره د سیمی یو پولیسی ځواک وګرځوی ؛
۷ ـ هغه به د ټولی سیمی سره د امریکا د آینده جنګ په معنا وی ؛


نو د پورتنیو تاکتیکی مقاصدو د تأمین په خاطر واشنګټن همدا نن په بیړه لګیا دی خپله راتلونکې ستراتیژی بشپړوی یعنی :
لومړی ـ افغانستان ته پوځیان لیږدوی ؛
دوهم ـ پاکستان ته جګړه صادروی ؛
درېیم ـ ایران ته خبردارﺉ ورکوی ؛
څلورم ـ چین او روسیې ته جنګی ماشین نږدې کوی ؛
پنځم ـ جیوپولټیک اهدافو ته ځان برابروی ؛
شپږم ـ خپل پوځی صنعت ته لاره صافوی ؛
اووم ـ سیمه د پوځی اډو او نقشو په تار پېیی ؛


ځکه نو ویلای سو چی افغانستان د امریکا د خارجه پالیسۍ قرباني دی . افغان ولس د خپلی بې ګناهۍ په ګناه نیول سوی دی . تریخ مګر عینی واقعیت خو دا دی چی امریکا ځانته د دښمن جوړولو یا دښمن لرلو څخه پرته یو بېکاره او بې هدفه غوندی هېواد دی خیر دی چی انسانان وژل کیږی ، وینی بهیږی ، کوچنیان یتیمان کیږی ، میرمنی کونډی کیږی او میندی بوری کیږی خو د خپلواکۍ غل باید واکمن وی . والسلام ، ( ن . صمد )