د کندهار محلي اداره وايي پر امنيه قومنداني په سوي بريد کي يو تن مړ او د څو پوليسو په شمول ٢٩ تنه ټپيان دي.
د شينهووا آژانس د کندهار د والي د وياند په حواله وايي چي حمله اوس پاى ته رسېدلې ده، خو همدا اوس په سيمه کي څلورمه چاودنه واورېدل سوه.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ او وايي شپږ ملګري يې پر امنيه قومنداني او نورو ادارو د حملو دپاره لېږلي وو.
دغه حمله چي نن پر ځايي وخت د غرمې پر ١٢ بجې پيل سوه، د عيني شاهدانو په وينا څو تنو بريد کوونکو د زرنګار په نوم د ودونو له يوه صالون څخه پر امنيه قومنداني د سپکو وسلو ډزي کولې، چي وروسته د پوليسو له خوا محاصره سول.
د شينهووا آژانس وايي د ډزو پر مهال له هوا څخه څرخکو الوتکو هم پر بريدکوونکو ډزي کړي چي له امله يې دوې درنې چاودني رامنځته سوې.
د کندهار امنيه قومندان خان محمدمجاهد د آزادۍ راډيو ته ويلي چي چاودني ځانمرګو کړي چي د پوليسو په ډزو وژل سوي دي.
د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايي روغتون ته د يوه عسکر مړى او٢٩ تنه ټپيان ور وړل سوي، چي شپږ پوليس دي او پاتي ټول ملکي کسان دي چي نهه تنه ماشومان هم پکښي شامل دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه