د نيمروز ولايتي مقامات وايي د اېران سرحدي پوليسو دوه افغان ځوانان په داسي حال کي وژلي چي دې هيواد ته يې په پټه د ننوتلو هڅه کوله.
د نيمروز امنيه قومندان ويلي چي د وژل سويو ځوانانو مړي د هغوى کورنيو ته سپار سوي دي.
افغان ځوانان په خپل هيواد کي د نا امنۍ او بېکارۍ له وجي ګاونډيو او لوېديځو هيوادونو ته په قاچاقي توګه د کار دپاره ځي، چي يا د پرديو هيوادونو د عسکرو له خوا وژل کېږي، يا په اوبو کي ډوبېږي او يا هم په ځنګلونو کي د ځناورو خوراک ګرځي، خو افغان حکومت د نړۍ د ٣٤ هيوادونو د مليارډونو ډالرو له مرستو سره سره د اداري فساد له وجي په دې نه دئ توانېدلى چي خپلو اتباعو ته نسبي امنيت او د کار زمينه مساعده کړي.