الحمد لله د اسلامي تعليماتو د اشاعت او خپراوي په ډگر کي الله جل جلاله د تعليم الاسلام ولسي راډيو و ادارې ته د يو بل ستر خدمت وياړ او توفيق ور په برخه کړى ، هغه داچي يوه ښکلې تعليمي ويبپاڼه www.taleemulislam-radio.com يې پرانستل ، د همدې ويبپاڼي د لاري اوس زموږ ټول مسلمانان وړونه او خويندي کولاى سي چي د نړۍ په هر هيواد کي په خپل کور او دفتر کي دننه د خپل مهالوېش او علمي کچي سره سم ديني زده کړه وکړي ، که څه هم په پښتو ژبه د پښتنو لپاره گڼ شمېر ويبپاني پرانستل سوي دي خو د تعليم الاسلام ولسي راډيو ويبپاڼه داسي خصوصيات او ځانگړتياوي لري چي د همدغو ځانگرتياؤ لکبله موږ ويلاى سو چي دا ويبپاڼه د خپل ډول او نوعيت له مخي لومړنۍ پښتو ويبپاڼه ده او اميد سته چي ډېر زيات کتونکي به هم ان شاء الله تعالي ولري.
لومړى د دې ويبپاڼي ځيني ځانگړتياوي درته ذکر کوو څو د همدغو ځانگړتياؤ له مخي را ته څرگنده سي چي دا ويبپاڼه د چا لپاره اړينه او گټمنه ده ؟ کوم کسان يې هره ورځ و کتلو ته اړتيا لري ؟ او د افاديت او پوهاوي له مخي به څوني مؤثره او اغېزمنه وي ؟
د www.taleemulislam-radio.com د خپرونو اړوند عام معلومات او په خاص ډول د دې ويبپاڼي ځانگړتياوي :
لومړى: دا ويبپاڼه يوه تعليمي ويبپاڼه ده ، د اسلامي تعليماتو د خپراوي او اشاعت په موخه پرانستل سوې ده څو زموږ د مسلمانانو وړونو او خويندو په خاص او ځانگړي ډول د پښتنو لپاره کوم چي په هيواد کي دننه لا د پخوا څخه هستوگن پاته سوي دي او يا د هجرت د کړاونو څخه بيرته خپل پلرني ټاټوپي ته را ستانه سوي دي او يا اوس لا هم په بهر کي د مهاجرت شپې او ورځي سبا کوي او د نړۍ په گوټ گوټ کي کنډ او کپر سوي دي او يا د نورو هيوادونه پښتانه دي او يا داسي کسان دي چي پښتو ژبه يې مورنۍ ژبه نه وي خو په پښتو ژبه پوهېږي ، د همدغو ټولو مسلمانانو وړونو او خويندو لپاره د قرانکريم ، نبوي احاديثو ، فقهي احکامو ، اسلامي آدابو او اسلامي هر اړخيزو معلوماتو د لاس ته راوړلو او زده کړي امکانات او زمينه مساعده او برابره کړي البته دا ډول د زده کړي زمينه لکه په يوه مدرسه کي چي شموليت او گډون ولري.
دوهم : پدې ويبپاڼه کي د تعليم الاسلام ولسي راډيو نشرات په ژوندي ډول خپريږي آن تردې چي په ژوندى تليفوني خپرونو کي يې د بهرني هيوادونو څخه هم هر څوک گډون کولاى سي او پخپل ږغ کي خپل پيغام د راډيو د لاري د کندهار په سيمه او د نيټ د لاري په ټوله نړۍ کي د اوريدونکو سره شريک کولاى سي.
دريم : پدې ويبپاڼه کي خپروني په عام ډول پر درو ډولونو نشريږي يو ډول يې زغيږي خپروني دي او بل ډول يې ليکنيزي خپروني يعني ليکلي مضامين دي ، دريم ډول يې بيا دا ډول خپروني دي چي په ږغ او ليکنه دواړو کي خپريږي او ښکاره خبره ده چي د افاديت له مخي دا ډول خپروني تر ټولو غوره گنل کيږي ، د بېلگي په ډول ځيني پدې ډول دي:
لکنيزي او زغيږي خپروني
ترجمه او تفسير: دا د قران کريم د ترجمې او تفسير د زده کړي يوه تدريسي خپرونه ده چي په ږغ او ليکنه داړو کي نشريږي ، که څوک غواړي چي قرانکريم په ترجمه او تفسير ولولي نو همدا خپرونه دي تعقيبوي ، دا خپرونه د لومړي درس څخه پيل کيږي او په اونۍ کي پنځه درسونه پکښې تدريسيږي ، د شنبې د ورځي څخه بيا تر چهارشنبې هره ورځ يو يو نوى درس پاڼي ته پورته کيږي او هر درس د يوې اونۍ د پاره د پاڼي پر مخ پاتيږي ، ددې خپروني د لومړي درس څخه بيا تر څلورم درس پوري د پيل خبري دي او د پنځم درس څخه ترجمه او تفسير د پنځلسمي پاري د پيل څخه د سورة الاسراء د لومړي ايت څخه شروع کيږي ، تاسو چي د تفسير د يو درس تڼې کليک کړى پر پاڼه هغه قراني ايتونه درته ښکاريږي کوم چي په همدا درس کي يې ترجمه او تفسير بيانيږي او د تدريس څخه مخته همدا ايتونه يو ځل د يو وتلي قاري په آواز کي هم تلاوت کيږي او ورپسې په ږغ کي د ايتونو ترجمه او تفسير درته اورول کيږي.
مشکاة المصابيح: مشکاة المصابيح د حديثو ډېر مشهور کتاب دى ، د بخاري ، مسلم ، ابوداود ، ترمذي ، نسايي ، ابن ماجه او د دې سره د ضميمه نورو د احاديثو د لويي دورې د کتابونو څخه مخته په وړه دوره کي د مدارسو د تعليمي نصاب تر ټولو عمده او مهم کتاب همدا مشکاة المصابيح دى.
مشکاة المصابيح هم د ترجمې او تفسير د خپروني په شان د پيل خبري لري او په اونۍ کي پنځه درسونه د شنبې څخه بيا تر چهارشنبې يو په بل پسې پاڼي ته پورته کيږي او هر درس د يوې اونۍ د پاره د پاڼي پر مخ پاتيږي ، د مشکاة المصابيح د هر درس تڼۍ چي کښېکاږې نو د پاڼي پر مخ د مشکاة المصابيح هغه حديثونه په ليکلي ډول درته ښکاره کيږي کوم چي په همدا درس کي تدريسيږي ، د حديث متن ته ګورئ او درس ته يې غوږ سئ.
دار الافتاء: تاسو که د نړۍ په هر هيواد کي و اوسى او يوه شرعي پوښتنه ولرى نو په ډېره اسانتيا سره کولاى سى چي د خپلي پوښتني لپاره موثق او د اعتماد وړ جواب تر لاسه کړى ، د همدې پاڼي د دار الافتاء تڼۍ (بټن) کښېکاږئ ، د استفتاء يعني د فتوا غوښتني په جدول کي خپل نوم ، د برېښناليک پته او هم خپله پوښتنه وليکئ او بيا د لېږلو د بټن په کښېکښلو يې راوليږئ ، ان شاء الله تاسو ته به د پاڼي پر مخ ستاسو پوښتنه او د هغې جواب نشر ته وسپارل سي څو هم تاسي او هم يې نور لوستونکي ولولي او د مسئلې شرعي حل ورته معلوم سي.
په دار الافتاء کي به ان شاء الله د ږغ د لاري د پوښتني کولو امکانات هم درته برابر کړل سي نو بيا به تاسو وکولاى سى چي په ږغ کي خپله پوښتنه زموږ سره ثبت کړى او بيا به ستاسو پوښتنه ستاسو په ږغ کي د جواب سره په زغيږو فتواو کي نشر ته سپارل کيږي. د دار الافتاء لخوا څخه چي پوښتني جوابيږي هغه تر دوو سرليکونو لاندي خپريږي يو سرليک يې ( زغيږي فتواوي ) او بل سرليک يې ( ليکنيزي فتواوي ) دي ، د زغيږو او تليفوني پوښتونو جوابونه د زغيږو فتواوو تر سرليک لاندي خپريږي او د هغو پوښتونو جوابونه چي د برېښناليک او ايمېل د لاري راليږل سوي وي هغه پوښتني او هم يې جوابونه د ليکنيزو فتواوو تر سرليک لاندي خپريږي.
تنها زغيږي خپروني:
منتخب احاديث: دا هم د مشکاة المصابيح په شان په اونۍ که پنځه تدريسي حلقې پاڼي ته پورته کيږي البته دا خپرونه يوازي زغيږه خپرونه ده ، د حديث متن په ليکلي بڼه د پاڼي پر مخ نه درته ښکاريږي بلکي په ږغ کي يو ځل د حديث متن اورى او بيا يې روانه ژباړه درته اورل کيږي ، پدې خپرونه کي د بېلابېلو بابونو څخه حديثونه را چوڼ کيږي ، پدې خپرونه کي د حديث مفهوم او فقهي حکمونه په تفصيل سره نه بيانيږي لکه څه ډول چي د مشکاة المصابيح په درس کي بيانيږي بلکي فقط د حديث متن او روانه ترجمه او ژباړه پکښي بيانيږي.
علمي مباحثې: دا هم تنها زغيږه خپرونه ده او د مخکنيو خپرونو په شان په اونۍ کي پنځه بحثونه پاڼي ته پورته کيږي ، د شنبې څخه تر چهارشنبې هره ورځ نوى نوى بحث يو په بل پسې پاڼي ته پورته کيږي ، پدې خپرونه کي د تعليم الاسلام ولسي را ډيو وياند د مختلفو علماء کرامو سره د هر عالم سره د يوې ځانګړي موضوع اړوند پوښتني کوي او د هغوى لخوا يې پوښتني جوابېږي.
د منبر آواز: د منبر آواز په خپرونه کي د مختلفو علماء کرامو هغه اصلاحي او معلوماتي بيانونه او تقريرونه نشرېږي کوم چي پر منبرونو او غونډو کي يې اورولي دي ، پدې خپرونه کي هم د شنبې څخه تر چهارشنبې هره ورځ يو يو نوى بيان پاڼي ته پورته کيږي او هر بيان د يوې اونۍ د پاره د پاڼي پر مخ د مينه والو د پاره پاتيږي.
نبوي سيرت: پدې خپرونه کي د نبي کريم صلي الله عليه و سلم د ژوندانه تاريخي حالات په ځانگړي ډول د غزاگانو کيسې د مسلسلې لړۍ په ډول اورول کيږي ، د شنبې څخه تر چهارشنبې هره ورځ د لړۍ نوې نوې برخه پاڼي ته پورته کيږي او هره برخه يې د يوې اونې د پاره د پاڼي پر مخ پاتيږي.
فقهي معلومات: پدې خپرونه کي په پښتو فقهي درسونه لکه د عباداتو ، نکاح او د معاملاتو تفصيلي معلومات درته وړاندي کيږي ، پدې خپرونه کي په اونۍ کي پنځه درسونه پاڼي ته پورته کيږي ، د دې خپروني په تعقيبولو به تاسو ته د نکاح معاملاتو او عباداتو په هکله پوره معلومات حاصل سي.
قرائت زده کړه: دا هم په اونۍ کي پنځه درسونه د شنبې څخه تر چهارشنبې يو يو درس پاڼي ته پورته کيږي دا خپرونه په ځانگړي ډول د ماشومانو او هم د هغو کسانو د پاره چي د قران کريم تلاوت نسي کولاى او يا يې په صحيح ډول نسي تلاوت کولاى د هغوى د پاره گټوره خپرونه ده ، د هري ورځي د قرائت درس په ليکلي ډول د پاڼي پر مخ درته ښکاره کيږي.
عربي زده کړه: پدې خپرونه کي د عربي ژبي د زده کړي مشهوره او گټوره سلسله (العربية بين يديک ) تدريسيږي ، د عربو په ږغ کي عربي درته اورول کيږي او بيا يې په پښتو د لغاتو او جملو معنا او نور تفصيل درته بيانيږي ، د دې خپروني هم په اونۍ کي پنځه درسونه پاڼي ته پورته کيږي او هر درس يې د يوې اونۍ د پاره د پاڼي پر مخ پاته کيږي.
اوونيزي خپروني: د تعليم الاسلام ولسي راډيو څخه ځيني خپروني په اونۍ کي يوه يوه ورځ نشرېږي او دا په عام ډول لنډ مهاله تعليمي کورسونه دي ، د دا ډول خپرونو درسونه و پاڼي ته هم په اونۍ کي يو يو درس پورته کيږي ، دا ډول خپروني د اونيزو خپرونو تر سرليک لاندي نشريږي ، د همدغو خپرونو د جملې څخه د بېلگي په ډول د قرآن پيژندني او تجويد ښووني خپروني درته يادولاى سو.
ستاسو مقالې : د تعليم الاسلام په ويبپاڼه کي د زغيږو خپرونو سربېره ليکلي مضمونونه هم نشريږي ، او تاسو هر يو کولاى سى چي د ويبپاڼي د معيار مطابق خپلي ليکني د همدې ويبپاڼي د لاري راوليږى څو ستاسو د علمي ، اصلاحي ، معلوماتي او ادبي مضامينو څخه نور کسان هم گټه او معلومات حاصل کړي او د همدې ويبپاڼي د لاري هم په علمي ډگر کي و ټولني ته خدمت وکړى ، ستاسو لخوا راليږل سوي مضامين د ( ستاسو مقالې ) تر سرليک لاندي نشريږي ، خو دا هم بايد په پام کي ولرو چي د مضمون ليکوال ، ژباړن ، راغونډونکى او که د کوم کتاب څخه مضمون را اخيستل سوى وي د هغه کتاب نوم او مؤلف هم بايد معرفي سي د تخلف په صورت کي يې راليږونکي مسؤل گڼل کيږي.
د يادوني وړ ده چي بې حوالې احاديث ، غير موثق يعني د اسرائيلياتو او غيرمعتمدو کتابونو څخه را اخيستل سوي مضامين او حکايات ، مذهبي درز اچونکي ليکني ، د نورو پر شخصيتونو باندي د تجاوز او سپکاوى او نور ناسم مضامين د پاڼي د معيار مطابق نه گڼل کيږي.
ستاسو شعرونه: د ( ستاسو شعرونه ) تر سرليک لاندي ستاسو لخوا راليږل سوي ستاسو خپل شعرونه او يا د نورو شاعرانو شعرونه خپريږي ، که تاسو غواړى چي د شعر په خوږه ادبي روانه ژبه کي ټولنه د اصلاح ، ويښتابه او ښو اخلاقو ولور ته وهڅوى او په شعري ګېڼو کي نغښتي ښکلي علمي مفاهيم ټولني ته ډالۍ کړى او يا ستاسو د معنا ډک اشعار د تعليم الاسلام ولسي راډيو د خوږ آوازو نعت ويونکو په خوږو اوازونو کي د لا زيات مؤثريت او اغيزمنتيا د پاره ترنم سي نو بيړه وکړى زموږ ور ستاسو پر مخ خلاص دى دا ستاسو خپله تعليمي ويبپاڼه ده په علمي زېرمو يې بډايه کړئ.
کتابتون: په کتابتون کي به ان شاء الله په پښتو ، دري ، عربي ، اردو او په انګريزي ژبو ليکل سوي اسلامي معتمد علمي کتابونه ، رسالې او مجلې د عامه استفادې د پاره زېرمه کيږي څو هر کتونکى يې هم ولوستلاى سي او هم يې کښته (ډاون لوډ) کړاى سي ، ستاسو څخه هم په ډېر احترام هيله کوو که ستاسو سره همدا ډول کتابونه موجود وي دا که مو خپل تاليفات او ژباړي وي او يا د نورو ليکوالانو تاليفونه او يا ژباړي وي د هغو سافټ کافي موږ ته راوليږى څو په همدې کتابتون کي د عامه خلګو د لوست د پاره کښېښودل سي فجزاکم الله خيرا.
دا وو د تعليم الاسلام راډيو د ويبپاڼي د خپرونو او مضامينو اړوند معلومات چي پر ١٧ دلو ١٣٨٩ ستاسو و حضور ته وړاندي کړل سو ، د يادوني وړ ده چي دا د ويبپاڼي د ازمايښتي پړاو حالت دى ، ان شاء الله د وخت په تيرېدو به نوښتونه او د لا ښه سمون د پاره تغيرات او وسعت پکښې راځي ، اوس راځو دې خبري ته چي د دې ويبپاڼي و کتلو ته تر هر چا زيات کوم کسان اړتيا لري څو هره ورځ يې وګوري او خپروني يې هم پخپله او هم يې د کورنۍ په نورو کسانو واوري؟
دا ښکاره خبره ده چي زموږ ډېر وروڼه او خويندي د خپلو ماشومانو په ملتيا خو لا پداسي وطنونو کي هم د هجرت شپې او ورځي سبا کوي چي ژبني او کلتوري تو پيرونه خو لا څه کوې ډېري کورنۍ د کلونو کلونو راهيسي په کفري داسي هيوادونو کي هستوگن پاته سوي دي چي په کلونو کلونو آذان لا هم نه اوري او د هغوى د اولادونو د ديني زده کړي حتي د کلمې او د لمانځه د ښووني د پاره هلته تعليمي ادارې وجود نه لري ، که څه هم د ځينو هيوادونو په ځينو سيمو کي اسلامي تعليمي ادارې وجود لري خو هغو ته هر څوک لاس رسي نه لري او هم د شمېر له مخي ډېري لږ او محدودي دي ، دا ډول کډوالو او کورنيو ته که موږ ځېر سو او د دوى د اولادونو و راتلونکې ته فکر وکړو چي د وخت په تېرېدلو به ايا د هغوى اولادونه د خپلو مېندو او پلرونو په شان په عمل او عقيده کي په واقعي ډول مسلمانان پاته کيږي او که به تش په نامه مسلمانان وي ؟ نه به په اسلامي معتقداتو او عقايدو خبر وي او نه به د الله جل جلاله د عبادت او بندگي طريقه ورته معلوميږي.
که څه هم هدايت او ضلالت ټول د الله د لوري څخه دى ، هادي الله دي د آزر بت جوړونکي مشرک په کور کي يې ابراهيم خليل الرحمن عليه السلام د موحدينو امام پيدا کړى او د آدم ثاني نوح عليه السلام د نبوت په کور کي يې د کفر او نفاق په عقيده ککړ کنعان پيدا کړى ، خو الهي عام عادت دادى : چا لره چي الله هدايت ورکوي نو هغه لره د هدايت اسباب او چاپيريال برابروي ، تاسو و دې ټکي ته ښه پام وکړى دا ټول انسانان پر اسلامي فطرت زيږي خو ددې سره سره د يهوديانو ، عيسويانو ، مشرکانو او کافرانو مجموعي شمېر تر مسلمانانو زيات دى ، پر اسلامي فطرت زېږېدلى ماشوم ولي يهودي ، نصراني او مشرک وگرځېږي ؟ دا د کورني تربيت او د چاپېريال د اغېز لکبله ، ځکه أَبَو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وايي رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي:
مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلَّا يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أَوْ يُنَصِّرَانِهِ أَوْ يُمَجِّسَانِهِ كَمَا تُنْتَجُ الْبَهِيمَةُ بَهِيمَةً جَمْعَاءَ هَلْ تُحِسُّونَ فِيهَا مِنْ جَدْعَاءَ (بخاري )ژباړه : هر زېږېدونکى ماشوم پر اسلامي فطرت زيږي خو د هغه مور او پلار هغه يهودي يا نصراني يا مجوسي کړي ، لکه څه ډول چي د يو څاروى څخه روغه رمټه څاروى و زيږي ايا تاسو په هغو کي پزه يا غوږ پرې وينى؟
د يهودي اولادونه چي يهوديان کيږي هغوى د خپلي کورنى د اثر لکبله ځکه انسانان چي څه ويني او څه اوري هماغه د دوى په زړونو او ذهنونو کي ځاى نيسي ، که يو ماشوم د مسلمانانو سره ليده کاته و نه لري د هغوى عبادات او اسلامي عملونه ونه ويني او نه يې د اسلام سپېڅلي لارښووني تر غوږو ور رسيږي دا ماشوم که څه هم پر اسلامي فطرت زيږېدلى دى او د مسلمان بچى وي د اسلام د رښتينو عقېدو او سپېڅلو اخلاقو څخه به بې برخي پاتيږي او د کفري ماحول او چاپېريال په ککړه هوا کي به د يهوديت او نصرانيت ، د دهريت او مجوسيت پر باطلو عقايدو او ناوړو اخلاقو را لوى کيږي.
تاسو خپله دا فيصله وکړئ چي د تعليم الاسلام ولسي راډيو ويبپاڼه د عامه مسلمانانو او په ځانگړي ډول په کفري نړۍ کي ميشت کډوالو د پاره څوني اړينه او ضروري ده چي د يوه اړخ څخه په هر کور کي د انټرنيټ سهولت او اسانتيا لري هر څوک کولاى سي په خپل کور کي د دې تعليمي ويبپاڼي خپروني او مضامين واوري او ولولي او د بل اړخ څخه تر بل هر چا همدا کډوال و يوې داسي ويبپاڼي ته د ديني زده کړي لپاره اړ او محتاج دي.
کوم کسان چي د انټرنيټ اسانتيا لري هغوى ته پکار ده بلکي پر هغوى لازمه ده چي د تعليم الاسلام راډيو ويبپاڼه يو ستر نعمت وگڼي ځکه د همدې ويبپاڼي د لاري اوس دى کولاى سي چي هر چيري وي د خپل ورځني مهالوېش او فراغت سره سم ديني هر اړخيزه زده کړه پيل کړي او د همدې ويبپاڼي متعلم او زده کونکى وگرځي او د قراني علومو د زده کړي سعادت لاس ته راوړي ، د ديني زده کړي توفيق به د هغه چا په برخه کيږي چي الله جل جلاله هغه ته سعادت ور په برخه کوي ځکه چي مُعَاوِيَةَ رضي الله عنه وايي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي : مَنْ يُرِدْ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ ( بخاري )
ژباړه : چا ته چي الله د خير رسولو اراده وکړي نو هغه په دين پوه کوي.
د دين پوهه د انسان د پاره ستر سعادت او نېکبختي ده ، د تعليم الاسلام ولسي راډيو ويبپاڼه د هغو کسانو د پاره تر بل هر چا ستر نعمت دى چي هغوى ته په خپله نژدې سيمه کي علماء او ديني تعليمي اداري وجود نه لري او يا د خپلو دنياوي کارونو لکبله تعليمي وختونو او پروگرامونو ته د خپل ورځني مهالوېش سره سمون ورکولاى نسي ، ځکه دا ويبپاڼه د هر چا وکور ته دننه د انټرټ د لاري ځان رسوي او هر څوک د خپل مهالوېش سره سم د تعليمي خپرونو څخه مستفيد او گټه اخيستلاى سي.
نو راځئ چي د دې اسلامي تعليمي ويبپاڼي ورځني کتونکي بلکي د دې مدرسې متعلمين وگرځو او څوني چي وسع او توان مو وي خپل خپلوان ، ملګري او عامه مسلمانان هم د همدې تعليمي ويبپاڼي څخه په هره ممکنه وسيله خبر کړو ، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايلي دي : مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِه. ژباړه : څوک چي د خير و کار ته لارښوونه وکړي نو هغه لره د دا خير د کار د کونکي په اندازه ثواب ورکول کيږي.
د همدې نبوي حديث په اساس تاسو چي هر څوني کسانو ته د همدې ويبپاڼي ادرس وليږى او هغوى پدې تعليمي ويپپاڼه خبر کړى او و کتلو ته يې و هڅوى نو څوني کسان چي ستاسو په توسط د همدې ويبپاڼي څخه خبريږي او هغوى دا ويبپاڼه ګوري ديني زده کړه ځني کوي نو د هغو د ثوابونو په شان ثوابونه ان شاء الله تاسو ته هم درکول کيږي او دا د هغوى په ثواب کي هيڅ کمي هم نه راولي.
راځئ چي د الله و دين ته خلک را وبولو ، پخپله د دين داعيان وګرځو او د ديني زده کړي و مرکزونه ته خپل مسلمانان وړونه او خوېندي دعوت کړو . پر خپله مسلماني وياړل او د الله جل جلاله عبادت او بنده گي کول او د الله جل جلاله و دين لره بلنه او دعوت ورکول د ستايني وړ عمل دى ځکه چي الله جل جلاله همدا ډول کسان تر نورو غوره بللي دي لکه څنگه چي الله جل جلاله فرمايلي دي : وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (٣٣ فصلت)
و صلی الله تعالی علی نبینا محمد و علی آله و صحبه اجمعین برحمتک یا ارحم الراحمین