کور / خبرتیا او پيغامونه / دهيوادنامتوديني عالم مولوي موسى جان په حق ورسید!

دهيوادنامتوديني عالم مولوي موسى جان په حق ورسید!

دهيوادنامتوديني  عالم مولوي  موسى  جان په حق ورسید!
انالله وانااليه  راجعون
په ډيره خواشينى موخبرترلاسه کړ چې دهيوادمشهور جيد اونامتوديني  عالم  ارواښاد مولوي موسى  جان  دهغې ناروغۍ  له وجې  چې ورته پيښه وه ، پرون دپنجشنبې  په ورځ  د ٧٤کلونوپه عمر وفات   اولدې  فاني  دنيايې دابدي نړۍ په لور رخصت  واخيست .
ارواښاد مولوي  موسى  جان  رحمه الله  دلوګرولايت  اړوند دخروارولسوالى  دبيګمې په کلي کې په ١٣١٥لمريز کال  کې دې  دنياته سترګې  پرانيستي ، لومړنۍ  اومنځنۍ  ديني  زدکړې يې  دڅرخ  ولسوالى  او دلوګر مرکز له نامتو علماى  کرامو  ترلاسه ،  لوړې  زدکړې يې  دلوګر په محمداغه  ولسوالۍ  کې  ددريوکلونوپه موده کې  دهيوادله  سترروحاني  شخصيت  اواستادالعلماْ ميرعبدالستاراغامشهورپه (  ميرصاحب  دمغل خيلو) څخه  ترلاسه   کړي
ارواښادمولوي  صاحب ، چې  دلوړذهانت  اوښه  استعدادلرونکى و، دلوګرپه بيلابيلوسيمواوهم دهجرت  په ديارپاکستان کې  په پرلپسې  ډول  تدريس وکړ اوپه  زرګونوشاګردان يې وروزل
مولوي  صاحب  که څه  هم په ټولوفنونوکې څرګندمهارت  اوبرلاسى درلودخوپه فقه کې دلوړ نوم  خاوند اودورستيودوهدايوپه  تدريس کې  يې منل شوى ځاى  لاره .
مرحوم  مولوي  صاحب  ددرس  اوتدريس ترخوادروسانوپرخلاف  دمقدس جهاد له بنسټ ايښودونکواومخکښانوڅخه شميرل کيږي ، ددې  ترڅنګ  چې  دجهادپه مهال  دخرواردمجاهدينو اميروو، دجهادي  ګوندونوديوکيدواواتحادلپاره يې  دهيوادله نورونامتوعلماى کراموسره  مهم رول درلوداوتل يې هڅه کړې وه چې جهادي  ګوندونه له تفرق اوبدبينى نه وژغورل شي
مرحوم مولوي صاحب  په ١٣٧٣لمريز کال کې چې  دطالبانواسلامي حرکت رامنځته شوهغه يې دزړه له تله مرسته  اوهمکاري  اعلان کړه اوچې کله دافغانستان اسلامي امارت په کابل واک ټينګ کړ، مولوي صاحب  دنوروامارتي خدمتونواودندوترڅنګ دسترې محکمې  دمرستيال په توګه هم  دنده په ډيره سپيڅلتيااوامانتدارۍ سرته ورسوله .
کله چې لس کاله وړاندې  دامريکاپه مشري  يرغلګروافغانستان اشغال کړ، ارواښادمولوي صاحب  يې پرخلاف  دروان مقدس جهادکلک حامي اوتل به يې داهيله ښکاره کوله  چې  الله تعالى  امريکايي  استکبارهم  لکه روسي  استعمارمات اودافغانانوپه لاس دړې وړې کړي
ارواښادمولوي صاحب موسى جان چې له څوکلوراهيسي سخت ناروغ وو ، پرون دپنجشنبې په ورځ  چې دسلواغې دمياشتې  له  ٢١نيټې سره برابره ده ،په پیښورکې لدې فاني دنيادابدي نړۍ په لوررخصت او روح يې خپل حقيقي مولاته وسپاره ، اروادې ښاده ياددې تل اوټول ديني اوجهادي  خدمتونه  دې دفردوس جنت زريعه وګرځي ، امين ثم امين
  دافغانستان اسلامي امارت  دمرحوم مولوي صاحب موسى جان وفات  دافغانستان  په کچه  ستره ديني  اوجهادي ضايعه بولي ، مرحوم  ته  دلوى خداى  ج  له دربارنه دمغفرت  او فردوس جنت  هيله کوي  ، کورنۍ ، دوستانواوخواخوږو ته يې دتسليت مراتب  وړاندي کوي  .