سمیع الله ایلم، کابل
اوښتون راوستونکي لا تر اوسه هم په التحریر څلور لاري کی دي. د مخالفو ډلو ټپلو سره د حکومت خبرو ددوی په روحیی کومه اغیزه ندی کړی.
د التحریر کیږدیو اوسیدونکي لا تر اوسه د حسنی مبارک پرځیدل غواړي هغه هم په داسی حال کی چی د دوشنبی په ورځ کاروبار بیرته خپل عادي روپ (حال) خپل کړ. د لاریون کوونکو سره د ګوګل اجراییوی غړي ویل غونیم هم لیده کاته لرل چی له دوی سره یی د لریون په تنظیم کی ځانکړی مرسته کړی وه . ویل غونیم د جنوری له ۲۷ بی درکه وو خو ددوشنبی(فروری۰۷) په ورځ خوشی شو.
د الجزیری خبریال وایی چی نن ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه په داسی حال کی زیاتیدونکی دی چی کار وبار یو ځل بیا خپل عادی حالت ته را ګرځيدونکۍ دی.
خو د لوټ مار ویره به یبځایه نه وي.
بله خوا فوځي ټانکونه لا تر اوسه هم د دولتي بلډنګونو، سفارتونو او نورو مهمو ارګانونو ساتنه کوي.
په هغو ښارونو کی چی د لاریون کوونکو شور او زوږ نشته، نو ګرځبندیز هم له ۸ بجو د شپی تر ۶ بجو دشپی پوری لنډ شویدی.
همدارنګه د سهامو بازار هم د یکشنبی په ورځ خپل عادی حالت ته را ګرځیدونکی دی. امکان لري چی ډیر زر به د مصر ملی مالي امورو تنظیموونکو اداره، به د مصر په اقتصاد باندی د لاریونونو د تاثیراتو په اړه خپله څیړنه خپره کړي.
د کابینی ناسته:
د مصر د مینا خبري اژانس په وینا، بدمعاش حسنی مبارک د جنوری د ۲۵ له اوښتون وروسته د لومړي ځل لپاره د نوی کابینی ریاست وکړ او د عامه سکتور او تقاعد په معاشونو کی یی ۱۵٪ لوړوالی هم اعلان کړ.
دمالیی نوي وزیر سمیر رضوان مینا ته ویلي چی د تقاعد په معاشونو کی لوړوالی به حکومت ته د ۹۴۰ ملیونو ډالرو په بیه تمام شي. ده دا هم وویل چی د زیانمنو کورنیو او تاوانی کارو بارونو دجبران لپاره یی د ۸۴۰ ملیونو ډالرو بل فنډ ځانګړۍ کړیدی.
که هر څومره حکومت دنوو پالیسیو او سمونونو اعلانونه کوي، خو بیا هم اوښتون راوستونکي تیار ندي چی له خپلو غوښتنو تیر شي.
لاریون کوونکي وایی چی ددوی لاریونونه د ۳۰ کلونو د محرومیو په اړه دي او داسمونونه نه شي کولای چی په ټپ پټۍ شي.
خو هیره دی نه وي چی د لاریون کوونکو او فوځ ترمنځ حالات د تشنج خوا ته روان دي.
دخلکو اوښتون:
دیکشنی(فروری۰۶) په ورځ نوي ټاکل شوي لومړي وزیر عمر سلیمان له مخالفو شپږو ګوندونو سره خبری اتری پیل کړی تر څو هیواد کی پیدا شوی اوضاع ته د پای ټکی کیږدي.
په التحریر څلور لاري کی یوی فعالی سلما ایل-تارزی الجزیری ته ویلی چی د خبرو په اړه بی تفاوته دی.
سیاسی ډلی چی هر څه یی زړه غواړي کوي دی ځکه چی دوی زمونږ نماینده ګی نشی کولای. دا د سیاسی ډلو اوښتون ندی. که دا دسیاسی ډلو اوښتون وي نو دوی خو د دیرشو کلونو لپاره هوری وو او هیڅ یی هم ونکړل. دا د خلکو اوښتون دی.
سیاسی تحلیلګرانو د اخوان المسلمین سره د حکومت ناسته، د حکومت یو لوی مراعت بللی دی. اخوان المسلمین اول ویل چی دوی حاضر نه دي چی له حکومت سره په خبرو کی ګډون وکړي. خو وروسته اِعصام ایل-ایرین، د مصر د لوی مخالف ګوند- اخوان المسلمین-غړي الجزیری ته وویل چی دوی به په هر هغو خبرو کی چی د خلکو تقاضاوو ته ځوابګوی وي ګډون وکړي.
خو د اخوان المسلمین یو مشر غړي، عبد المونیم عبد و الفتوح الجزیری ته په خبرو کی وویل چی دوی په خبرو کی خپل شرایط لرل، او اړینه خبره پکی هم دده (مبارک) لری کیدل وو.
د سمونونو وعدی:
یوه خبری بیانیه چی د لومړي وزیر سلیمان له دفتره خپره شوی وایی چی دوی دسمونونو راوستلو، دخلکو په غوښتنو دعمل کولو، دفاسدو چارواکو د څارلو او پیژندلو، په رسنیو د بندیزونو لری کولو او په اضطراری حالتو په قوانینو د تبدیلی په موخه یوه ځانګړی کمیټه ټاکلی دی.
خو د اخوان المسلمین فتوح وایی چی حکومت د کوټلو اقداماتو په ترسره کولو کی پاتی راغلی دی: که دوی د سمونونو په اړه جدي وای نو پارلمان به یی منحل کړی وو او د یو فرمان له مخی به یی د اضطراری حالتو په اړه ټول قوانین لغوه کړي وو.
له ۱۹۸۱ راهیسی، چی کله بدمعاش مبارک واک خپل کړی، ملک په اضطراری حالت کی دی.
د مصر د اوسنیو حالتو په اړه اوباما د امریکی له فاکس چینل سره خبری کړیدي:
مصر به، له لاریون مخکی حالت ته را ونه ګرځي، مصریان به کوم ظالم او وحشی حکومت ته چی د مبارک تشه ډکه کړي اجازه ور نکړي، اخوان المسلمین په مصر کی هسی یوه وړه ډله دی.
ا اوباما د خبرو په اړه د لاریونیو عکس العمل بل ډول وو، هغوی د الجزیری خبریال ته ویلي چی اوباما د اوریدلو کومه خاصه خبره ندی کړی.