له پنجشير او بامیانو څخه دبهرنیو پوځونو وتل بې له شکه د نړیوالو ځواکونو د باعزته ستنیدو او د افغان حکومت له خوا د مسولیت منلو په نیت ترسره شوې چاره ده، خو ایله یوه میاشت مخکې په پيچ دره کې د ایساف شکست د نړیوالې پوځي ټلوالې کاواکه روحیه له رسوایۍ نشي ژغورلای .
موږ په دواړو درو کې د بهرنیو پوځونو د بحران ننداره کوو، په یوه جغرافیا کې جګړه وبایلل شوه او په بله کې د میشتېدنې هډو دلیل وجود ندرلود. له لومړۍ هغه د تابوتونو کتار راووت او په بله دره کې د پوځیانو په ستړیو ارواوو نړیواله ټلواله له کرزي سره د سرچپه سیاست دلوبې تمرين کوي. موږ که په هیڅ هم پوه نشو پدې پوهيږو چې ټر په پر نه پوښل کیږي.
بېله هیڅ دلیله پيټرایوس د یوې داسې طرحې په ماموريت له عراقه افغانستان ته واستول شو،چې د نړیوالې ټلوالې د ملامتۍ دروند پيټی د کرزي په خوږمنو اوږو بار کړي. اوس نوکرزی مجبور دی چې له بې باوره ټيم سره د خپلواکۍ اکټونه وکړي، د زور او ځواکمنۍ اکټونه. خو له ورایه څرګنده ده چې زموږ په نشو روږدي،بې وسلې اوبې تعلیمه پوځ له خوا دم ګړۍ د پنجشیر او بامیان ساتل هم ناشوني دي.
د ترهګرۍ ضد جګړې ټول قرارد ادونه یو پر بل پسې بې ارزښته او ترپښو لاندې کیږي. که داسې نه وي ، نه خو جګړه پای ته رسېدلې او نه افغان پوځ سمبال شوی او روزل شوی دی. که داسې یوه پوښتنه مطرح شي، چې ترڅو به خپل کلي په پردو ساتو نو موږ په پردۍ او نماینده جګړه کې غرغنډې وهو، چې نه مو جګړه خپله وه او نه یې سببونه. نو دا وطن د لوی غرامت غوښتلو حق لري.
د نړیوالې ټلوالې په تېښته کې ولسمشر کرزي ته د ولسي باور ساتلو لپاره هیڅ پاتې نشول. ځکه نهه کلنه جګړه له ټول زور سره دنوموړي دولت ته په میراث پاتې شوه، ورسره هغه ملامتۍ او تورونه هم د کرزي د نظام ملا ماتوي چې په بمباريو او ځانمرګو بریدونو کې یې په زرګونو ملکي وګړي شهیدان شول. خو ترڅنګ یې د پوځ په روزنه او سمبال کې پنځه سلنه کار ترسره نشو.
د نړیوالې ټلوالې او افغان حکومت ترمنځ بې باورۍ او مجبوریتونوته له سیاسي او پوځي زاویو په کتلو پایله اپوټه راوځي. یعنې میدان په ترهګرو وپلورل شو او مخې ته یې د تش لاسي پوځ په نامه د بې وزلو افغان زلمیانو کتار ودرول شو.
الف : سیاسي اړخ:
یوه نظریه داده، چې امریکا د پوځي دایمي هډو د اړتیا په پلمه د افغان پوځ په تکمیل او سمبال کې ناغیړي کوي او په پرلپسې توګه افغان پوځ او پولیس په ناشونو تجربو کې ازمويي. ….
د قبیلوي جګړې د اوږدیدو لپاره او د وړو ګروپي ټوپکسالارانو سره مخامخیدل د امريکا په باور د ولسي مایوسۍ داسې یوه فضا خورولای شي، چې په لویه کچه بې قیده شرطه د امریکا دایمي هډو ته ولسي لیوالتیا زیاته شي، ځکه نو د اربکیو او قومي ملیشو د ناقانونه ځواک حاکمیت په څو مهمو سیمو کې غوره شو.
کله چې په پوزیشن کې عصري جنګسالاران او په اپوزیسیون کې چلتار وهلي ټوپکمار سره مخامخ وي په افغانستان کې دخونړي ناورین هیڅ ډول پای نښکاري. همدا ده چې بدترين انتخاب ته پنا یوسو او له خونړي جنګسالار حاکمیت څخه د امریکایی هډو شاته پټ شو.
د سیاسي کارپوهانو وروستۍ اوڅه ناڅه پخه نظریه داده چې امريکا او ناټو په افغانستان کې د ماتې په برید ولاړ دي. دغه خطر له وخت وړاندې د بهرنیو جنرالانو په ارواوو سیوری غوړولی او د مرال قوي ښوودلو پرځای ددې جګړې پای په زغرده ناشونی ګڼي. د امريکا په کانګرس کې د پيټریوس وروستۍ وینا د امریکا حکومت هڅولی چې بلاخره د ستنیدو یوه روغه پلمه او لنډه لاره و موندل شي، ځکه نو د پيچ درې شرم د پنجشير په ارامۍ وپوښل شو.
ب : پوځي اړخ :
د نړیوالو مهالنیو تړونو پر بنسټ د افغان پوځ او پولیسو داکمال او روزنې ترمهاله به نړیوال سوله ساتي ځواکونه په افغانستان کې دپاتې کېدو اجازه لري . د بن د پریکړې په ګډون ددغو تړونونو جزیات په ډاګه کوي، چې د افغان پوځ او پولیسو روزنه او تجهیز د نړیوالې ټولنې مسولیت دی. خو دا فغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارت وايي چې نه دافغان نظامي ځواک اوسنۍ شميره کافي ده، نه یې روزنه بشپړه ګڼلای شو اونه په هغه ډول وسلو سمبال شوي، چې د ترهګرۍ له نړیوال ګواښ څخه خپل وطن او خپل متحدین وژغوري. ددفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وايي د امنیت سپارل د افغان ځواکونو پر سمبالښت پورې تړلي خو موجوده پوځي توکي او نیمګړې روزنه لوی خنډونه دي.
دا مهال د ځمکني پوځ شمیر کافي نه دی او په تجهیز کې یې لاهم ګڼې ستونزې پرتې دي. هوایي ځواک تر دې مهاله د کشف، محاربې، هوايي دفاع او رادارو په برخه کې پنځه سلنه روزنه نه ده تر لاسه کړې. د پوځي کارپوهانو په بارو د افغان نظامي ځواک د جوړښت سمبالښت او روزنې لپاره لومړنۍ طرحه نیمګړې وه . ددوی په باور د مخالفینو دمقاومت له دوام سره باید په دغه طرحه کې ژور بدلونونه راغلي وای. د بدلونو په لړ کې لومړنی ګام د پوځ د روزنې د پروسې چټکتیا وه، چې باید په ۲۰۰۸ کال کې بشپړه شوې وای. همدا راز افغان پوځ ته د مقاومت له دوام سره عصري او اغیزمنې وسلې ورکړل شوې وای. د بهرنیو روزونکو په را استولو کې د نړیوالې ټلوالې ډېری هېوادونه له خپلو ژمنو پر شا شوي ، چې دا پخپله د پوځ د جوړښت بهیر ټکنی کړ. همدا رنګه بهر ته د روزنې او نویو تخنیکي تجربو حاصلولو لپاره د هغه شمیر افسرانو نیمایی هم ندي استول شوي چې په یادو تړونونو کې یې ژمنه شوې وه.
د افغانستان ددې لسيزې په سیاست کې ډېر ې خبرې له ولس پټې او د پردې ترشا ترسره کېږي. په ترینګلو شرایطو کې د معیارونو له پوره کېدو وړاندې دبهرنیانو پرشا تګ او د افغان معیوب ځواک اړ ایستل د یوې مرموزې معاملې اندېښنې له ځان سره لېږدوي. باور دادی چې یا خو جګړه وبایلل شوه او یا د افغانستان خپلواکۍ ته شدید ګواښ مخامخ دی.
په همداسې يوه مرحله کې افغان دولت د یو ستر پيغور سره د تاریخ کندې ته په ورلویدو دی. په دې مانا چې نه یې په تیرو نهو کلونو کې روغ سیاست وکړ، نه یې له نړۍ سره دیپلوماتيک ډیالوګ اغیزمن و ، نه یې نړۍ په خپلو کړو ژمنو راټينګه کړه او نه یې خپل مسولیتونه ترسره کړل.
کله چې له ډېرې ناچارۍ ولسمشر کرزی د پنجشير او بامیانو په څېر خوندي سيمو امنیت د خپل پوځ په اوږو باروي مانا یې داده چې (( نهه کاله وروسته زموږ معذرت ومنئ)) او مانا یې داده چې په تېرو نهو کلونو کې موږ خپله د هیڅ کولو جوګه نشوو.