کور / تازه خبرونه / اردن: ولسي خلګ وايي د پاچا مېرمن دي سياسي فعاليت نه کوي

اردن: ولسي خلګ وايي د پاچا مېرمن دي سياسي فعاليت نه کوي

په اردون کې ولسي خلکو دنوموړي هيواد دولسمشر دميرمنې په وړاندي خپل سخت غبرګون څرګندکړ .
درپوټونو له مخې داردون دشپږ ديرش قبيلو مشرانو ددغه هيواد له پاچا څخه غوښتي ترڅو دخپلې ميرمني دسياسي فعاليتونو مخنيوى وکړي .
داردون د پاچا ميرمن ملکه ارنيا چې دښځو دحقونو په برخه کې کار کوي په دي وروستيوکې دشپږديرش قبيلو دمشرانو له لوري دسختي نيوکي سره مخ شوي ده .
دغه مشران ميرمن ارينا دځان په اړه دواک دځانګړو مرکزونو په جوړولو تورنه وي .
په ټونس اومصر کې دپراخه اعتراضونو په لړکې اردون پاچا ملک عبدالله دسياسي اواقتصادي بدلونو دراوستلو په موخه ددغه هيواد دښاريانو دسختو فشارونو لاندي راغلى دى او په دغه هيواد کې روان لږ،لږ لاريونه ښايي چې دنوموړي پر واک هم بده اغيزه وکړي.