کور / تازه خبرونه / اندونيزيا: د ابوبکر بشير محاکمه وځنډول شوه

اندونيزيا: د ابوبکر بشير محاکمه وځنډول شوه

په اندونيزيا کې د يوه اسلامي مشر ابوبکربشير محاکمه د دريم ځل لپاره وځنډول شوه .
درپوټونو له مخې نوموړي د دغه هيواد په اچي ښارکې په پوځي تمريناديوپنډغالۍ په جوړولو تورن بلل کيږئ .
ټاکل شوي چې دابوبکر محاکمه دراتلوونکي اونۍ د دوشنبې په ورځ بيرته له سره پيل شي .
نوموړي له اسلامي اورپکو سره هر ډول لاس لرل ردوي او وايي يواځې يواسلامي مشر دى او په ملکي کارونو بوخت دى .
دوه اويا کلن اوبوبکر بشير دمحاکمي په جريان کې دپوليسو دري زره افسران دمحاکمي په شاوخوا کې ځاى پرځاى شوي وترڅو دهغه دزرګونو ملاتړو باندي نظارت وکړي .
اوبوبکر په يو زرو نهه سوه اوه اتيايم کال کې هم دسوهاکتوب جمهوري رياست په دوره کې ديو اسلامي هيواد له جوړولو څخه په ملاتړ باندي په بند محکوم شوى وو .