کور / تازه خبرونه / پاکستان: دجمعې ورځ هم دچاودنو سره يوځاى پيل شوه

پاکستان: دجمعې ورځ هم دچاودنو سره يوځاى پيل شوه

درپوټونو له مخې دجمعې په ورځ دپاکستان د سند ايالت په حيدراباد او نواب شاه ښارونوکې د دوه بمي چاودنو په ترڅ کې دريل ګاډې پټلۍ والوزول شوي.
دنوموړي هيواد چارواکي وايي دغه چاودنې دجمعې په ورځ سهارنږدې اوه بجي په داسې حال کې دريل ګاډې په پټليو رامنځ ته شوي چې پرسيمه کې ريل ګاډى مسافرليږدول .
امنيتي چارواکي زياتوي په دغه پيښه کې دريل ګاډې پټلى زيانمنه شوي خوځآني زيان په کې چاته نه دى اوښتى .
په ورته وخت کې دجمعې په ورځ سهار په نصيراباد سيمه کې دنامعلوموکسانولخوا په ريل ګاډې دوه راکټي بريدونه شي چې په ترڅ کې دريل ګادي ماشين په بشپړ توګه ويجاړ شوى دى او په کې ناست دوه تنه سخت ټپيان شوي دي . .
ديوبل خبر له مخې دکوزي پښتونخوا په صوات کې سيمه کې دپاکستاني پوليسو لخوا په ترسره شويو عملياتوکې يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي اوله هغوى څخه يې په زياته اندازه وسلي اومهمات هم نيولي دي .
امنيتي چارواکي وايي دغه عمليات يې دجمعې په ورځ سهار نږدي نهه بجي ترسره کړي چې په ترڅ کې دوسله والو طالبانو يو استوګن ځاى هم ويجاړ شوى .
له بل لوري هغه امريکايي چې په پاکستان کې دوه تنه په ډزو سره وژلي وه په لاهور کې محکمي لپاره وړاندي شوو .
دريمنډويس محکمه څو ورځې وړاندې دهغه دصحي وضعې دخرابوالي له امله ځنډول شوي وه.
په پاکستان کې دامريکا سفارت له دغه هيواده غوښتنه کړي چې ريمنډويس ژر ترژره خوشي کړي او دنه خوشي کيدو په صورت کې به په دغه هيواد خپل بنديزونه ولګوي .
ديادوني وړده امريکايي تبعه ريمنډوس وايي چې دغه دوه پاکستاني يې دځان د دفاع په موخه وژلي دي .